اقتصاد

د په زړه پورې او جذاب شخصیت پر لور لس ګامونه

ژباړه: غازي عابد

شخصیت د فکر او احساس کولو او رویو یوه ځانګړې نمونه ده، چې کله سره دا ټکي یوځای شي، یو بې مثاله شخصیت جوړوي.

ځیني وخت موږ وایو فلانی ښه شخصیت لري، نو ذهن ته مو همدا راځي چې هغه شخص ډیر د توجه وړ، پوه، خوشحالوونکی او خوښېدونکی دی.

په نړۍ کې هر شخص غواړي چې نورو ته په زړه پوری وي، ځکه غوره شخصیت خورا مهم او زیات ارزښت لرونکی وي. په حقیقت کې نن سبا په نړۍ کې د کامیابۍ او خوشحالۍ تر شا تقریباً تر ۸۵ سلنه پورې راز له نورو سره د ښو متقابلو اړیکو او روابطو لرل دي، خو په ټوله کې دا د یو چا د شخصیت ښکارندوي کوي چې خلکو ته په زړه پورې او جذبونکی وي، ځکه که داسې نه وای، خلک به ترې لرې ګرځېدل.

نو که موږ څومره هم خپل اعتماد او باور په ټولنه کې زیات او پراخ کړو، په هماغه اندزه کولی شو خپل شخصیت ته پرمختګ او پراخوالی ورکړو.

که داسې مو وکړل بیا چې څومره د غوره، بریاليو او مناسبو شخصیتونو د لرلو اټکل کوو، کولی شو چې په هماغه ډول سره شو.

خو برحال؛ دلته لس هغه لارې چارې په ګوته شوي، چې انسان ته په زړه پورې او جذاب شخصیت ورکولی شي.

۱- ښه اوریدونکي اوسئ

د امریکا د یو پخواني ولسمشر جان ایف کینډي میرمن جکلین کینډي انیسیس په نړۍ کې د یوې جذابې ښځې په توګه پيژندل کېده، ځکه هغه به یوه استثنايي او عجیبه اورېدونکې او توجه کوونکې وه، نوموړې په دې مشهوره وه چې خلکو ته به یې په سترګو کې کتل او د خبرو هر کلمې ته به دومره ځیر وه، چې متقابل (وینا کوونکو) به ځان ته داسې فکر کاوه، ګني دوی ډیر مهم دي او مهمې خبرې کوي.

نو تاسې ووایئ چې له دې بل جالب څه وي، چې یو څوک تا ته په پوره توجه سره غوږ شي او ته داسې احساس وکړې، چې دې نړۍ کې یوازې زه یم، ځکه یوازې همدا ما اوري کنه!

۲- ډیر لوستل وکړه او خپله مېنه او علاقه پراخه کړه

ډیر لوستل کول، نویو علاقو او نوښتونو ته پام کول، مو نورو ته ډیر په زړه پوری او جذبوونکی معرفي کوي. نو کله چې ته له نویو او نابلده خلکو سره مخ کیږي، دا ستا لپاره یو فرصت دی؛ په هغه څه چې پوهېږې هغه ورسره شریک او د نظریاتو او فکرونو تبادله ورسره وکړې.

۳- ښه  ویناوال اوسئ

دا په ډیرو لوستلو او پوهېدلو پورې اړه لري، کله چې څوک غواړې له چا سره مرسته وکړي، نو باید په دې پوه اوسي، چې څه ډول ورسره باید په دې اړوند وغږیږي او مرسته وکړي.

له نورو سره غږیدل ښه دي، ځکه هر انسان په هر څه نه پوهیږي، کېدای شي ته به په هغه شیانو نه پوهیږې، د کوم په اړه چې بل شخص پوهیږي، نو ممکن په همدې غږیدو کې ترې زده کړه وکړې.

خو که چېرته په څه پوهیږئ، خو په ویلو یې شرمیږئ، نه یې واييې، نو له داسې اشخاصو سره کیښنه چې خبرو ته مو تشویق کړي.

۴- یوه نظریه باید ولرې
که چېرته یوه نظریه ولرې، کولی شې ددې نظریې پر اساس ډیر خلک ځانته جذب کړې، ځکه هغه اشخاص چې هیڅ نظریه او مفکوره نه لري، خلک ترې ځان لرې ساتي.

((که ته یوه نظریه ولرې، ستا په اړه خلکو ته پراخ معلومات ورکوي))
۵- له نویو خلکو سره ناسته پاسته وکړه

هڅه وکړئ چې له نویو او بیلابیلو خلکو سره کیښنئ په خاص ډول له هغو خلکو سره چې ستاسې په خلاف دي او نه مو خوښوي، دا نه یوازې دا چې تاسې د بیلابیلو کلتورونو سره بلدوي، بلکې د کارونو د ترسره کولو له بیلابیلو لارو سره مو اشنا کوي، چې بلاخره په همدې ډول سره مو د فکر لمن پراخیږي.

۶- څنګه چې یې، هماغسې اوسئ

موږ هر یو بې ساري اشخاص یوو، او زموږ دا ځانګړی او بې ساری طبعیت او حالت دا مانا لري چې شخصیتونه لرو. نو هڅه مه کوئ چې کټ مټ د یو چا کاپي شئ. (ټول کړه وړه مو یوازې هماغه شخص پورې وتړل شي) ځکه که داسې شئ بیا ستا اصیلیتوب او سپیڅلتیا تر پښو لاندې کیږي. له چا چې تقلید کوئ، هغه هم انسان دی، نیمګړی دی، که ته دومره ترې اغیزمن شې، نو ممکن د هغه په غلطۍ ته هم غلط شې.

۷- مثبته نظریه او چال چلند غوره کړئ

آیا داسې څوک به پیدا شي چې د منفی ګرا خلکو سره ناسته پاسته خوښه کړي؟ معلومه خبره ده چې ټول به وایو هیڅوک هم نه ؛ ځکه کله چې منفي ګرا کس ګورو، ټول ترې تښتو او نه ورسره کیښنو، خو ددې پر ځای بیا خوشبین او مثبتو خلکو سره کېښنو، ځکه مثبت خلک داسې دي لکه زموږ لپاره بله شوې ډېوه.

هدف دا دی چې تل د اشخاصو او شیانو لپاره له مثبتې زاویې وګورئ، په مېنه سره خندا وکړئ، خوښۍ وویشئ او په خپلو مثبتو کړو وړو سره نور خلک ویښ کړئ.

۸- ساتیری اوسه او لږ د ژوند د شوخۍ برخې ته هم سر ښکاره کړه

هر څوک د هغه شخص ملګرتیا ډیره خوښوي څوک چې ډیر مسکی او خندنی خويي لري، نو لږ لږ ټوکي هم اوسئ، ځکه د ژوند په دې برخه کې تل خوښي وي.

ځیني وخت شوخي ډیره مهمه او ضروري ده، چې وشي. مثلاٌ: که یوه تیاره مغزي، ناپوهه او لټ انسان سره ساتیري او خوښي وکړې، نو هغه انسان نه یوازې دا چې مننه به درڅخه وکړي، بلکې ته به ورته ډیر په زړه پورې او جذاب شخص په توګه معرفي شې.

۹- تل هڅوونکی اوسه

هڅوونکی او تشویقوونکی اوسېدل مو شخصیت ته د لا ډیر جذابیت ، بهتري او لوړتیا ورکوي.

څرنګه چې ځانته روحیه ورکوئ او هڅوئ یې په همدې ډول سره له نورو سره هم همکار او هڅونکی اوسئ. ځکه هر څوک له داسې یوه رهبر، مشر او شخص سره مېنه لري، چې هغه یې تشویقوي، باور پرې لري او کله چې وغورځي، نو لاس ورکوي او پورته کوي یې (ستونزو پر وخت یې لاسنیوی کوي).

۱۰– رښتینی اوسه او تل نورو ته احترام کوه

صادقه او رښتیني اوسېدو له امله نور درته په نیک نظر ګوري، احترام او مننه درڅخه کوي.

غوره شخصیت د بل هیڅ شي په واسطه هم دومر پرمختګ نه کوي، څومره چې د صداقت، ایمانداري او نورو ته په احترام ورکولو کې یې ترلاسه کولی شې، خو داسې احترام لکه څرنګه یې چې ځان ته لرې.

په ټوله کې انسانان چې په هر ډول سره غواړي او خوښه یې وي، دا توان او وړتیا لري چې په هماغه شکل شخصیتونه ولري.

همدا راز کله چې موږ خپلو ځانونو(شخصیتونو) ته وده ورکړو، خپلو نورو ملګرو ته بیلګه کېدای شو، هغوی به هم تقلید وکړي او غوره شخصیتونه به ولري.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */