کلتور او هنر مخکښان

د (په تړنګ تیړنګ تړنګ) څه مانا؟ ویونکی سندرغاړی یې وايي، خلک یې په مانا نه دي پوه شوي

لیکنه: غازي عابد

لیکنه: غازي عابد

له څو ورځو راهیسې په فیسبوک کې یوه نوې ویډیوي سندره خپره شوې چې د (په زولنو کې چې راګیر شوم په تړنګ تیړنګ تیړنګ په تړنګ تیییړنګ) مصرۍ هم په کې ده، ښکته پورته کیږي. 

اوس که فیسبوک خلاص کړئ، خامخا به د ډیرو پوسټونو لاندې د تړنګ تیړنګ یادونه ولولئ. ځیني خو یې دومره تنګ کړي چې په خپلو پوسټونو کې یې یادونه او غوښتنه کړې څو دا خلک نور له تړنګ تیړنګ تیر شي، ځکه د فیسبوک په خلاصولو سره همدا رامخته کیږي.

د تړنګ تیړنګ سروکي لرونکې سندره؛

یاران ددې سندرې ویونکي پسې لټه وکړه، هغه یې پيدا او د یاد سروکي د معنا او د خلکو د عکس العمل په شمول یې په ټولنو اړخونو ورسره مرکه وکړه.

دا ځوان سندرغاړی ګل احمد ولي نومیږي.

هغه وايي، د لغمان اوسیدونکی دی او له تیرو نهو کلونو راهیسې د موسیقۍ په ډګر کې کار کوي.

ده وویل، دا سندره یې په پاکستان کې ریکارډ کړې او ویډیو یې دلته په لغمان کې کړې.

په ویډیو کې ښکاري چې ځايي محلي پولیس همدا هنرمند ګل ولي احمد رانیسي او محبس ته یې وړي.

ویډیو کې ظاهراً یوه تور ټکری په سر ښځه ښکاري، ګل احمد ورسره ناست وي او پولیس یې په دې وخت کې له لاسونو ونیسي، په خپل رینجر کې یې تر محبس یوسي، وروسته یې زولنې په پښو د زندان دیوال ته تکیه کړی ناست وي.

ګل ولي وايي، له څو ورځو راهیسې یې فیسبوک ته سر نه دی ورښکاره کړي، خو له هیواده بهر او داخله ورته ګڼ زنګونه راغلي، چې ډیرو ملګرو ډاډ ورکړی او ستایلی یې دی.

هغه زیاتوي؛ له دې هم خبر شوی چې په فیسبوک یې ځینو خلکو دا کار له پښتو موسیقۍ سره ظلم بللی.

دی وايي:

«خلک مخکې له دې چې زما د سندرې په مفهوم پوه شي، منفي خبرې کوي، له خپلې سندرې په کلکه دفاع کووم، ځکه دا یوازې ما نه بلکې له دې وړاندې هم پخوانيو مشرانو هنرمدانو ویلی، پخوا د جګر پارا په نوم یو محلي سندرغاړی وو، هغه هم ویلی وو، خو کله چې اوس وخت کې میروس په نوم یو شوقي په شمشاد ټلویزیون کې وویلي، زما هم ډیر خوښ شو.»

خو اوس خبره ټوله په (تیړنګ) کې ده، اکثره خلک هم په ټولنیزو رسنیو پوښتنه کوي چې دا تړنګ تیړنګ څه مانا؟
سندرغاړی ګل ولي یې ځواب وايي:

«ددې مانا دا ده چې پخوا وخت کې یو بندي وو، د هغه په پښو کې زولنې اچول شوې وې، کله به چې روانیده، نو زولنو به ترنګ ترونګ کول، یعنې زولنې شړینګیدلې، نو ددې مانا هم هماغه ده چې زه هم په ویډیو کې بندي یم، زولنې راچول کیږي او زندان ته مې وړي، دې حرکت پرمهال زما په پښو کې زولنې شړنګیږي او په خپل غږ سندره کې مې د تړنګ تیړنګ سروکي سره ویډیو کې عملي اکټ کړی.»

ګل ولي وايي، دا یې د خلکو په ډیر ټینګار سره ریکارډ کړی، ځکه څو ځلې وړاندې هم ترې خلکو غوښتنه کړې وه چې باید دا سروکی ریکارډ شي او د مثال په ډول یې ویډیو هم جوړه شي.

هغه زیاتوي؛ په دې سندره ما تاوان او مصرف کړی او دا د همدې لپاره چې یو پخوانی سروکی راژوندی کړم او هغه خلک چې ددې غوښتونکي وي، د هغوی ذوق هم خړوب کړم.

د ګل ولي یوه بله میداني سندره؛

ښاغلي ګل ولي د هغو خلکو په ځواب کې چې وايي، دا د پښتو موسیقۍ زوال یا د بد حالت یوه نښه ده، بې ځایه اندیښنه بولي او ټینګار کوي چې دا بې مانا او له ځانه جوړ شوی نه دی، بلکې ځانګړې مانا لري، چې له بدمرغه خلک په ظاهر اوریدو قضاوت کوي، خو ورته متوجه شوي نه دي، ځکه دا د یوه داسې مین کیسه کوي چې له خپلې مینې جدا کیږي، زولنې ور اچول کیږي او زندان ته وړل کیږي.

دی وايي، که څه هم د خلکو له منفي غبرګون خبر شوی، خو پرې خفه نه دی او نه یې هم چورت پرې خراب دی.

دی زیاتوي؛ ځینې مصرۍ په کې نوې دي، خو سروکی او تقریباً ټوله سندره پخوانۍ ده.

هنرمند ګل ولي ځکه ددې سروکي له جوړونکي ځان ناخبره ښيي، چې هیڅ سروکی شاعر نه لري، نو ځکه یې کس نه دی معلوم چې پخوا وخت کې چا جوړ کړی، خو دومره معلومات لري چې په ډیر کلونه وړاندې د جګر پارا په نوم یوه سندرغاړي ویلی دی.

ګل ولي په خپله فیسبوک پاڼه یوه بله ویډیو خپره کړې او ورسره لیکلي یې دي؛ یوه لغمانۍ سندره؛

 

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

غازي عابد