خواړه روغه سټه

په روژه کې دا خواړه وخورئ، چې د ورځې پرمهال د تندې احساس ونه کړئ

لیکنه: ياران

ژباړه او زیاتونه: محمد صادق کریمزی

هر وخت د روژې مبارکې میاشتې په ورځو کي د تودوخي درجه لوړیږي، ګرمي زیاتیږي او روژه دار خلک له تندې سره مخ کیږي، نو پکار ده چې په پيشنمي کې هغه خواړه باید وخوړل شي چې په روژه کي د تندي مخنېوی کوي.

روغتیا پالان وایي؛ په روژه کې تر ټولو غوره خواړه، هندواڼه، مستې او نور تازه میوه جات دي.

دوی زیاتوي؛ هندواڼه چې یو د اوړي له میوو څخه ده او په زیاته اندازه اوسپنه، پوتاشیم او نور ګټور مواد لري، له تاسو سره د تندې پر وخت مرسته کولی شي.

دوی همدا راز وايي؛ په روژه کې ترټولو غوره څښاک د شپې له خوا اوبه دي او روژه دار ته په کار دي چې په تدریجي ډول اوبه وڅښي، هغه ځکه چې په یوه ځل ډيرې اوبه څښل د انسان معده له کاره غورځوي.

د روغتیاپالانو په باور په پیشنمي کې مستې خوړل ډیر ګټور دي او تاسو کولی شئ په مستو کې د شته ویټامینونو په وسیله له تندې وژغورل شئ.

دوی ټينګار کوي که په روژه کې د مایعاتو ډيرښت ته امادګي ونه نیسئ، د وینې د کمښت او د جل وهلو شونتیا مو ډیره ده.

روغتیاپوهان کاږي؛ تازه مېوې او ترکاري په زیاته پيمانه اوبه لري چې په هاضمه کې یې افرازوي او د ډیرې تندې مخنیوی کوي.

دوې دتوصیې په شکل وایي؛ په روژه کې باید د هغو مشروباتو له څښلو ډډه وکړو کوم چي په مصنوعي موادو ساتل شوي او یا مصنوعي رنګ ورکول شوی وي، لکه بازاري جوس او شربتونه، ځکه ډیر مضر مواد چې شکر ته لار هواري پکې ګډیږي، خو که خامخا مو جوس يا شربت ته زړه کيږي، کور کې يې ځان ته تيار کړئ.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران