کلتور او هنر

د پریانکا په تړاوو ۱۳ کاله پخوانۍ وړاندوینه رښتیا شوه

کلونه وړاندې د پریانکا چوپړا په تړاوو په یوه مجله کې خپله شوې وړاندوینه چې د نوموړې په ژوند شوې وه رښتیا ثابته شوه.

په دغه پیش ګويې( وړاندوینه) کې د نوموړې د واده، فلمي ژوند او همدا راز د نوموړې سیاست په تړاوو ویل شوي وه.

دغه وړاندوینه تقریبا له نن څخه ۱۳ کاله وړاندې شوې وه چې اوس رښتیا ثابته شوه او د دغه خبر اورېدو خلک هک حیران کړل.

د هندۍ مجلي فلم فئیر دغه وړاندوینه د یوه نجومي له خولې په کال ۲۰۰۵ کې شوې وه چې په کې ویل شوې ول چې پریانکا چوپړا به د خپل عمر د ۳۶ کلونو وروسته (۳۶ کلنۍ) کې د ژوند ملګری مومي رښتیا شوه.

سره له دې دغه وړاندوینه له نن څخه ۱۳ کاله وړاندې شوې وه خو اوس په رښتیا شوه او پریانکا چوپړا د روانې په میاشتې په ۱۸مه نېټه کوژدنه وکړه، په داسې مهال چې ۳۶ کلنه ده.

د نوموړې اړيکې په تړاوو په رپوټونو کې راغلي چې نوموړې تېره میاشت امریکايي سندرغاړي رنګ جونز ته د واده وړاندیز وکړ او نوموړي هم قبول کړ چې ۱۸م د اګسټ په هندوستان کې د دواړو د کورنیو په شتون کې یې کوژدنه وشوه.

دغه مجلې (فلم فیئر) د پریانکا په تړاوو یو بله وړاندوینه هم کړې وه چې پکې ویل شوې ول؛ دغه فلمي ستورې به د لوبغاړیتوب سره سره د پروډکشن یا فلم تولیدولو په میدان کې هم قدم ږدي، هماغه وه چې د پریانکا په دغه تړاوو د مجلې دغه پیشګويې هم رښتیا ثابته شوه.

دې نه علاوه پریانکا چوپړا په تړاوو مجلې یوه بله وړاندوینه هم کړې ده، په دغه وړاندوینه کې راغلي چې دغه فلمي ستورې به په ۴۵ کلنۍ کې د سیاست سره هم مینه پيدا کوي او دا به یوه کامیابه سیاست پوه وي.

دا چې دا وړاندوینه صحیح ده که غلطه وخت سره به معلومه شي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی