سپورټ

د پاکستان کرکټ ته ښه خبر؛ کامران اکمل په (PSL) کې بیا وځلیده

د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې پخوانی اوپنر لوبغاړی کامران اکمل، چې په اوسني وخت کې د پاکستان سوپر لیګ ۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالیو کې د پیښور زلمي لوبډلې سره مل دی؛ د «پي اس ایل» دریم سیزن کې یې په خپلې بهترینه لوبې ترسره کولو سره د مخکښ توپ وهونکي مقام خپل کړی دی.

د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې پخوانی پیلیز لوبغاړی، چې له ډیرې مودې راهیسې د لوبډلې څخه بهر دی، د تیر دویم پړاو په څیر یې په روان دریم سیزن کې د خپلې برید کونکې لوبې پرمټ په ۱۲ لوبو کې ۴۲۴ منډې جوړې کړې دي.

د نوموړي د پیاوړې توپ وهنې پرمټ چې پکې سلیزه هم شامله ده، پیښور زلمي لوبډله د لاهور قلندرز لوبډلې خلاف په سیالۍ کې لمړی د څلورو لوبډلو په لیست کې شامله شوه او همدا راز په بلې مهمې سیالۍ کې یې د ښې لوبې په ترسره کیدو سره پیښور زلمي لوبدله بای لوې ته ورسیده.

کامران اکمل د پاکستان سوپر لیګ سیالیو په تیر دویم پړاو کې د یوې سلیزې او دوه پنځوسیزو وهلو سره ټولې ۳۵۳ منډې جوړې کړې وې او د مخکښ توپ وهونکي لقب یې یې خپل کړی و، چې په همدغه کارکردګۍ سره یې د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې ته بیا راتګ وکړ، خو د فزیکي جوړښت د ستونزې له کبله بیرته د لوبډلې څخه ډراپ شو.

همدا راز نوموړي په روان دریم سیزن کې یو ځل مخکښ ښکاري، چې د یوې سلیزې او ۴ پنځوسیزو وهلو سره ۴۲۴ منډې جوړې کړې دي، چې پکې ۳ ځلې بغیر له کومې منډې هم سوځیدلی دی.

د پاکستان د کرکټ ملي لوبډله په دې وروستیو کې په ستونزو کې هم مخ ده، چې د لوبغاړو د خرابې کارکردګۍ له کبله یې د نیوزلینډ خلاف په خپل وروستي سیریز کې ۵ د ۰ ماتې وخوړې او ښايي کامران اکمل یو ځل بیا د دغه لوبډلې ملاتړ ته راستون شي.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی