سیاست

د پاکستان مالي مجازات؛ متحده ایالات نور څه باید وکړي ؟

د امریکا متحده ایالاتو کانګریس د دغه هېواد نوې دفاعي بودیجه تصویب کړې، چې له پاکستان سره مرسته پکې تر ټولو لږې کچې ته ښکته شوې.

ویل شوي، چې له ۲۰۰۱ څخه دغه هېواد پاکستان ته د ترهګرۍ پرضد د مبارزې لپاره پراخې مرستې کولې. دا کلنۍ مرستې له ۷۵۰ میلیونه ډالرو څخه پيل شوې او ان تر یو میلیارده رسیدلې وې.

امریکا د خپل دې مالي فشار دلیل د حقاني شبکې او لشکر طیبه پر وړاندې د پاکستان نه اقدام ښودلی او ویلي په دې ډول یې اړ باسي څو دې اقدام ته غاړه کېږدي.

پرپاکستان د مالي او نورو فشارونو راوړل له کلونو راهیسې د افغان حکومت او مختلفو سیاسي ډلو غوښتنه ده.

خو آیا د مرستو کمول به پاکستان د ترهګرۍ له ملاتړه لاس اخیستو ته اړ باسي، که نور څه کول هم ضرور دي ؟

ناوخته او نېمګړی اقدام
د امریکا دغه اقدام له شک پرته، چې افغانستان ته د هرکلي وړ دی. هم به حکومت، هم سیاسي ډلې او هم به عام خلک د امریکا دا کار وستایي، خوپه دې کې هم شک نشته، چې دا اقدام ډېر ناوخته وشو او نېمګړی دی.

د ناوخته والي دلیل دا دی، چې د افغانستان حکومت ان له ۲۰۰۴ کال څخه هغه مهال، چې په افغانستان کې د وسله والو طالبانو ځپل شوي حرکت بیا خپل فعالیتونه له سره پيلول پاکستان د دغو فعالیتونو په تمویل تورناوه.

هغه مهال افغان حکومت د یوه تازه جوړیدونکي نظام په توګه ظاهراً د پاکستان پر وړاندې سخت دریځ نه و غوره کړی، خو د وخت په تېریدو سره یې د اعتراض د اظهار ژبه تونده او د ښاغلي کرزي د حکومت په وروستیو کې خو تر دې ورسیده، چې نوموړي پر امریکا د خپلو نورو تورونو ترڅنګ یو دا هم لګوه، چې په لوی لاس پاکستان پياوړی کوي.

دا چې هغه تور ریښتیا و، که دروغ خو واقعیت دا دی چې امریکا متحده ایالاتو هغه مهال د افغان حکومت دغو برحقو غوښتنو ته سمه پاملرنه نه کوله.

د افغان لوري غوښتنه یوازې دا نه وه، چې پرپاکستان دې مالي بندیزونه ولګول شي ؛ دوی غوښتل چې د ترهګرۍ د اصلي پناه ځای په توګه دې پاکستان اړ ویستل شي څو یو مخ د ترهګرۍ له ملاتړه لاس په سر شي.
خو له بده مرغه چې غوښتنو ته یې لازمه پاملرنه نه کیده، یا حکومت نه توانیده چې له نړیوالې ټولنې؛ بالخصوص له امریکا متحده ایالاتو سره د دې غوښتنو د بیان سمه ژبه ولري.

نور څه کول ضرور دي ؟
پاکستان په مالي لحاظ فشار ته دومره اړتیا نه لري لکه په سیاسي لحاظ، چې یې لري . لازمه ده چې پر دغه هېواد جدي سیاسي فشارونه راوړل شي څو په اساسي ډول د ترهګرۍ له ملاتړه لاس په سر کیدو ته مجبوره شي.

سره له دې، چې څه موده وړاندې د سیاسي فشار په برخه کې هم ځينې لاسته راوړنې وې. لکه : د امریکا ولسمشر ټرمپ په ځغرده پاکستان ته ځينې ګواښونه وکړل او هم پاکستان په نړیواله کچه له ترهګرۍ څخه د ملاتړو په خړ لیست کې شامل شو.
خو بیا هم نور ډېر اقدامات په دې برخه کې اړین دي چې وشي. په دې برخه کې افغان حکومت ته د پاکستان له ترهګریزو هڅو څخه د ډېر متضرر لوري په توګه لازمه ده، چې د پاکستان پر وړاندې د نورو اقداماتو ترسره کیدل تعقیب او وهڅوي.

دا هڅې باید له ترهګرۍ څخه د ملاتړو هېوادونو تر تورلیسته د پاکستان تر رسولو وغځول شي او بیا د ترهګرو د یوه بشپړ ملاتړي هېواد په توګه ورسره د چلند زمینه سازي وشي.

که داسې وشي یقیني ده، چې افغانستان به د سولې او ثبات پر لور د مزل لپاره خپله لاره زر او په اسانه لنډه کړي !

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ارشاد رغاند

ارشاد رغاند ځوان لیکوال، څیړونکی او فعال دی چې د یاران لپاره په روانو سیاسي او ټولنیزو چارو لیکنې کوي.