سپورټ

د پاکستان د ښځو ټیم سیریز وګاټه

لیکنه: ابوبکر علیزی

پاکستان کرکټ د ښځو ملي لوبډلې د شل اوریزو لوبو په یوه سریز کې سریلانکا د ښځو ملي لوبډلې ته ماتې ورکړه او دغه سریز یې په خپل نوم کړ.

د سریلانکا او پاکستان ښځینه کرکټ لوبډلو تر منځ دغه سریز کې درې شل اوریزه سیالۍ تر سره شوي چې دوه یې د پاکستان او یوه د سریلانکا لوبډلې وګټله.

د دغه دواړو کرکټ لوبډلو تر منځ وروستۍ سیالۍ د مارچ په ۳۱ نېټه تر سره شوه.

دغه لوبه کې لومړۍ توپ وهنه د پاکستان ښځینه لوبډلې تر سره کړه چې ویې کولی شول، سریلانکایې ښځینه لوبډلې ته په ټاکلو شلو اورونو کې د خپلو شپږو لوبغاړو په سوځيدو سره ۱۱۳ منډې ترسره کړي.

صدرا امین او جاویریا خان تر نورو ډېرې منډې تر سره کړي، جاویریا خان ۳۸ او صدرامین ۲۳ ډېرې منډې وکړي.

د سریلانکا لوبډلې لخوا سوګاندیګا کوماري او اوشادي رانا سنګهـ د پاکستان لوبډلې دوه ـ دوه لوبغاړې وسوځولې، خو په مقابل کې د سریلانکا ښځینه لوبډلې مقاومت ونشو کولی او هدف ته په رسیدو کې پاتې راغله.

د سریلانکا لوبډلې لخوا بل هېڅوک ونتوانېدل چې تر ۲۵ زیاتې منډې جوړې کړي او یوازې ایماکه منډیس وکولی شو چې ۲۵ منډې جوړې کړي.

پاکستانۍ لوبډلې لخوا بسمه معروف د مقابلې لوبډلې دوه لوبغاړې وسوځولې او سریلانکایې ټیم په ۳۸ منډو ماتې ومنله.

چې په همدې سیالۍ سره پاکستانۍ ښځينه لوبډلې دغه سریز ۲-۱ د سریلانکا په خلاف په خپل نوم کړ.

یادونه باید وشي چې پاکستان ښځینه لوبډلې په یو ورځینو سیالیو سریز کې هم د سریلانکا په وړاندې بریا خپله کړې وه.

په هغه سریز کې سریلانکا لوبډلې درې پر درې سریز بایللی وو.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی