سیاست

د پاکستان د لوبو دوام؛ اتمر به بریالی راستون شي؟

لیکنه: ياران

لیکنه: ارشاد رغاند

د ناندریزو اړیکو په درشل کې افغان دولت د خپل ملي امنیت د سلاکار محمد حنیف اتمر په مشرۍ یو پلاوی پاکستان ته په دې موخه لیږلی څو د اړیکو د ښه والي او افغان سولې پر عملي لارو چارو وغږیږي.

له ښاغلي اتمر سره په دغه سفر کې د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک او د ملي امنیت لوی ریس محمد معصوم ستانکزی هم ملتیا کوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په دې سفر کې به د دواړو هېوادونو لوړپوړي استازي په یادو برخو کې د عملي همکاریو لپاره پر یوه سند هم خبرې کوي.

ویل شوي، چې دا سفر د پاکستان د لومړي وزیر په غوښتنه ترسره شوی دی.
خو پاکستان د ترینګلو اړیکو په دغه حساس حالت کې څه غواړي ؟
دغه هېواد په ریښتیا د اړیکو ښه کولو او سولې لپاره عملي اقداماتو ته لېواله شوی او که کومه بله لوبه کوي ؟
که لوبه کوي، افغان لوری څومره متوجه دی او د لوبې ګټلو وړتیا لري ؟
په دې لنډه کې لیکنه کې به هڅه وکړو، چې همدا پوښتنې ځواب شي.

وروستيو بدلونو ته یو نظر
یاد شوی سفر په داسې حال کې شوی، چې پاکستان په یوه تازه اقدام کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پرتې خپلواکه قبایلي سیمې له خیبرپښتونخوا سره تړلي او هم د دغه هېواد تر واک لاندې سیمو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د کوزنیو پښتنو د حق غوښتنې لپاره په مبارزه بوخت دی.

افغان حکومت د قبایلي سیمو په اړه پریکړه یو اړخیزه او د نه منلو وړ ګڼلې او ټینګار یې کړی، چې په داسې پریکړو کې د ځایي قبایلو او افغان حکومت موافقه ضرور ده.

پر دې سربېره د پاکستان پر وړاندې د نړیوالې ټولنې؛ په ځانګړي ډول د امریکا متحده ایالاتو دریځ توند شوی. امریکا پاکستان له ترهګرۍ سره په مبارزه کې په نه همکارۍ تورنوي او له دې کبله یې ورسره خپلې مرستې بندې کړي دي.

افغان حکومت د پاکستان دغه وضعیت په نړیواله کچه د پاکستان انزوا او په رامنځته کولو کې یې خپل نقش مهم ګڼي.

په داسې حالت کې د پاکستان لخوا افغان حکومت ته د لوړپوړو چارواکو په کچه د سفر بلنه بې دلیله او بې مطلبه نه ده.

پاکستان له افغانستان سره د پخوانیو لوبو په دوام دا ځل هم غوښتي، چې افغان حکومت د پخوا په شان په حساسو حالاتو کې مصروف وساتي او له هغو ممکنو اقداماتو څخه یې مخ بله خوا واړوي، چې دغه حکومت یې په دې حالت کې د پاکستان په تاوان ترسره کولای شي.

پاکستان په ریښتیا ملګری کیږي؟
له پاکستان سره د اړیکو لږ ترلږه څه باندې یوې نېمې لسیزې تجربې ثابته کړې، چې دغه هېواد له افغانستان سره ریښتینې ملګري او همکاري نه غواړي.

د دې دلیل واضح او د بحث وړ نه دی، همدا چې: پاکستان د افغانستان په بې ثباتۍ کې خپل ثبات او ګټې تعریفوي. دا ثابث شوی واقعیت هم دی، چې افغانستان څومره نا امنه او بې ثباته وي، پاکستان ته هغومره ډېره ګټه رسوي.

له دې كبله دا تصور ډېر ناسم دی، چې پاکستان له افغانستان سره واقعي دوستۍ او همکارۍ ته حاضر دی یا به حاضر شي.

برعکس دا بیا، بیا تجربه شوې، چې پاکستان د خپل شدید مضریت په وسیله واقعي دوستۍ او همکارۍ ته د حاضریدو له ادعا سره افغان حکومت غولولی او د خوشبینۍ قرباني کړی دی.

افغان لوری پوهیږي، لوبه کولای شي؟
څو اونۍ مخکې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزی په یوه ورته کاري سفر اسلام اباد ته تللی و. ښاغلي کرزي د افغانستان، پاکستان او چین په درې اړخیزه نوبتي غونډه کې ګډون کړی و. د دې ترڅنګ یې د پاکستان د ملي امنیت له سلاکار او د تحریک انصاف ګوند له مشر عمران خان سره جلاـ جلا لیدنې هم لرلې.

د بهرنیو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر د دغو لیدنو خبر خپور کړی و، خو د یادې شوې درې اړخیزې غونډې او د حکمت خلیل د ګډون یادونه یې نه وه کړې.

له دې څخه دا اخذ کیدای شي، چې افغان حکومت ممکن له پاکستان سره د وخت ضایع کولو له داسې ناستو څخه ستړی شوی او نور ورته خوشبینه نه دی.

که افغان حکومت په دې لوبو پوه شوی وي ښه خبره ده، خو دا اندیښنه اوس هم جدي ده، چې دا حکومت دا لوبه په کوم ظرفیت مخته وړي.

په هغه بهرنیو چارو وزارت، چې وزیر یې له خپل افغانیت څخه منکر دی او پرې شرمیږي؟
په هغې مشترکې سیاسي رهبرۍ، چې یو لوری یې د ملي ګټو پرضد غږیدونکی پاکستان پلوه سید اسحاق ګیلاني څارنوالۍ ته غواړي، خو بل لوری یې په هماغه ورځ د ګیلاني کور ته د هغه د سیاسي ملاتړ په نیت ځي؟
دا او دې ته ورته ګڼې نورې پوښتنې شته، چې افغان حکومت یې باید د پاکستان په شان مضرو هېوادونو سره په سیاسي لوبو کې د ګډیدو په ترڅ کې له ځانه وپوښتي او قانع کوونکي ځوابونه ورته پيدا کړي !

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران