لوبې

د پاکستان او افغانستان ترمنځ د کرکټ لوبه؛ ورزش که سیاست !؟

د وروستۍ موافقې پر اساس چې د افغانستان او پاکستان د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د کرکټ دوه شل اوریزې لوبې کیږي، چې یوه به یې په پاکستان کې هم وي، هر څوک به ورته له بیلابیلې زاویې ګورې، خو زما په اند په پاکستان کې ددې لوبې کول به د هغه هېواد یو شوم پلان وي، ځکه پاکستان چې وروستیو کې یو څه یوازې شوی او بدنام شوی اوس هڅه کوي، که له ورزشه وي، سینما وي او بل هر څه… خپل رنګ جوړ کړي.

یعنې په دې ډول سره دوی نړیوالو ته ښيي چې موږ دومره همکاره او سوله پاله یوو، موږ له افغانستان سره هغومره جدي ستونزه نه لرو، او په ضمن کې دا هم وايي چې پاکستان نور د بهرنیو لوبډلو د لوبو لپاره مناسب ځای برابر شوی، هغه ویره چې د نړۍ لوبډلې یې د امنیت په برخه کې لري، نشته.

دا ځکه اوس بهرنۍ لوبډلې له دې ویرې چې د سریلانکا غوندې به پر دوی هم برید وشي، پاکستان کې د لوبو کولو لپاره زړه نه ښه کوي، چې دې چارې د پاکستان هغه ستر نړیوال او معیاري ګراونډونه پرته له عایده او نړیوالو لوبو تش پراته دي او دا د پاکستان ټولو برخو په خاص ډول ورزش ته یې غټ زیان دی.

خو دا ډیر واضح دی چې که موږ څومره هم په ورزشي او فرهنګي برخه کې پاکستان ته راشه درشه او اړیکې ډیرې کړو، هیڅکله نه شي کولی چې د هغوی هغه بد نیتونه چې افغانستان ته یې لري، بدل کړي، ځکه موږ راشه درشه له ولس او خلکو سره لرو، ان له حکومته سره یې هم هڅه کوو، خو د هغوی استخباراتي او نظامي دستګا ګانې دومره خودخواه دي چې د خپل ولس یا ولسونو یوه اندکه خبره، مشوره او خوښه هم نه مني.

دا زما یو نظر وو، ممکن ځیني خلک له نورو زاویو ورته وګوري.

زه شخصاً په پاکستان کې د لوبې کول د افغانستان په تاوان او د پاکستان لپاره په سیاسي او ورزشي بازار موندنه کې ګټور وینم.

هیله ده لوبه په پاکستان کې ونه شي، یا دریمګړي هیواد کې وشي او یا هم افغانستان کې.

لېکنه: غازي عابد

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */