خوندیتوب ساینس او ټیکنالوژي

د پاسورډ نړیواله ورځ؛ خپل فیسبوک او نورو اکاونټونو ته څنګه یو قوي پاسورډ ورکړو؟

لیکنه: ياران

لیکنه: سمسور تلاش

د (May) دریمه د پاسورډ نړیواله ورځ وه.

پاسورډ یا پټ کوډ؛ دا هغه کلیمې دي چې قوي، پېچلې او په هر ځاې کې له مونږ سره دي او مونږ له دوی څخه ډیرې هیرې کړي دي چې په هیرولو سره یې له ډیرو ستونزو سره مخ شوي یوو. د دې ښه والی زموږ لپاره خوندیتوب او امنیت دی. دا خبرې د پاسورډ په اړه کوو.

ولې د پاسورډ نړیواله ورځ لمانځل کیږي؟
د پاسورډ نړیواله ورځ یوازې د دې لپاره لمانځل کیږي چې ښه پاسورډ خلک استعمال کړي، ځکه پاسورډ زمونږ ډیجیتل هویت ته حساس دروازه ساتونکی دی او مونږ ته اجازه راکوي چې انلین سوداګري، بانکداري، ټولینزې رسنۍ، شخصي کار او د ژوند اړیکې په خوندي توګه وکړو.

د پاسورډ نړیواله ورځ مونږ ته د دې کوچنیو تورو او سمبولونو اهمیت او رول یادونه کوي. او نړۍ ته خبرداری ورکوي چې خپل پاسورډونه ښه او قوي کړي ځکه چې پاسورډونه د ستاسو لپاره حیاتي ارزښت لري.

نن سبا دا شیان خورا لږ اندیښمن دي، خو پاسورډ زمونږ په ژوند کې ډير مهم رول لوبوي، لکه زمونږ د خوښې په ویب سایټ کې زمونږ د هویت ساتنه کوي، نن سبا نږدې هر څوک فیسبوک، ټویټر، سکایپ او جیمیل یا نور اکاونټونه لري چې ساتنه یې په پاسورډ کیږي.

د پاسورډ نړیواله ورځ څنګه ولمانځو؟
دا ورځ کوم معیار نه دی چې تاسو باید په همدې ورځ خپل پاسوروډنه قوي کړئ، خو یوازې د دې لپاره ده چې ستاسو پام خپلو پاسورډونو ته را واړوي، نو لاړ شئ او خپل پاسورډونه قوي کړئ.

څنګه باید قوي پاسورډ ولرو؟
قوي پاسورډونه عادي نه وي ځینې ځانګړي توري باید په کې ولیکل شي لکه (کوچني توري، لوي توري، سمبولونه او نمبرونه) د داسې پاسورډ یادول یو ستونزمن کار دی، خو که یو اکاونټ داسې پاسورډ ولري هغه تر ټولو قوي پاسورډ دی او په اړه یې امنیتي ماهرین وايي چې یادول یې سخت کار دی او قوي پاسورډ همدې ته وایي.

بې مانا کلیمې چې تاسې یې په یاد ساتلی شئ، نمبرې او توري پکې ولیکئ که چیرې د دې په شان یو پاسورډ وي، یو هیکر به هیڅکله ونه توانیږي چې د دې د پیدا کولو په اړه فکر وکړي.

کوم ډول پاسورډ باندې انتخاب شي؟
کوښښ وکړئ چې داسې پاسورډ انتخاب کړئ چې هیڅ تاسو پورې هغه کلمې تړاو ونه لري، خپل نومونه، تماس شمېرې او یا هغه اصطلاحات چې تاسې یې په ورځينیو خبرو اترو کې زیات استمعمالوئ استفاده ترې مه کوئ.

یاده دې وي چې امنیتي څيړونکی (مارک رنټ) لومړی کس دی چې خلک یې دې ته وهڅول چې د پاسورډ ورځ ولمانځي.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران