ټولنیز ژوند ساینس او ټیکنالوژي

د ټیلیفون زیات کارول د نظر د کموالي او د ملا د کړوپ والي سبب ګرځي

لیکنه: ياران

د محمد صادق کریمزي لیکنه

د ګرځنده تلیفون زیات کارول مو د سترګو د نظر کموالی، د خوب د کموالي او د ملا د کړوپ والي لامل ګرځي.

که له یوې خوا ورځ تر بلې ټکنالوژیکي پرمختګ زمونږ د ژوند چارې ورځ تر بلې اسانوي، نو د بلې خوا همدغو پرمختګونو ډیر زیانونه مونږ ته ګوته په ماشه دي.

په همدې اړه د کلفورنیا روغتیاپالانو په خپلو نویو څیړنو کې موندلي چې موبایل (ګرځنده تیلیفون) که څه هم زمونږ په ژوند کې اسانتیا رامنځته کړې زیات زیانونه هم له ځان سره لري.

د څیړونکو په باور د ګرځنده تلیفون راډیو اکتیو وړانګې او ځینې نورې شعاوې لري چې زیات کارول یې ستاسو په صحت ژوره اغیزه کوي.

څيړنه کاږي؛ د تلیفون زیات کارول مو د سترګو د نظر کموالی، د خوب د کموالي او د ملا د کړوپ والي لامل ګرځي.

دوی زیاتوي د موبایل د کارونې پرمهال سکرین ته کتل مو د سترګو د وچوالي لامل ګرځي او دغه چاره مو بې خوبۍ ته لار هواروي.

یاد څیړونکي وایي، د موبایل کارونه او ددوی شعاوې د ماشومانو په او تنکیو ځوانانو د دماغي ودې لپاره ډیرې مضرې دي.

دغه روغتیاپالان زیاتوي، د شپې مهال خپل ګرځنده تلیفون په خوا کې مه ږدئ او د هیډفون یا ګوشکۍ د زیاتې کارونې هم ځان وساتئ ځکه چې دغه چاره مو دماغي سرطان ته لار هواروي.

اخوا په امریکا کې یو بلې څیړنې پایلې ښي هغه کسان چې د زیات وخت لپاره تلیفون کاروي د جسمي پلوه تروتازه نه ښکاري او د چاغوالي احتمال یې هم ډیر دی.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران