سپورټ

د ټيسټ کرکټ پلرونه؛ هغوی چې زامنو یې هم پر پل قدمونه ایښي!

لیکنه: ياران

یاران اپ په ګوګل پلی سټور کې یاران په ګوګل پلی سټور کې

یاران اپ په ایفون اپ سټور کې  یاران په ایفون اپ سټور کې 

لیکنه: دعوت مدثر
د کرکټ د لوبغاړو څو هغه لوبغاړي چې زامنو يې د دوۍ پرقدم قدمونه ايښودل او د خپلو پلرونو په څېر يې په لوړه کچه لوبې کولې.

۱ـ لين هټټون (لوبډلمشر)
هټټون په ۱۹۳۸ز کال د اووال په لوبغالي کې د اسټراليا په وړاندي په خپله شپږمه ټيسټ لوبه کي ۳۶۴ د ترټولو ډيرو منډو په ترسره کولو سره د ويلي هامونډ پخوانی ريکارډ مات کړ.
په ډېر لوړ اوسط يې لوبه ترسره کول. په ټيسټ لوبو کي يې ۱۹ سليزي ترسره کړي، او د انګلستان د کرکټ ملي لوبډلي د بهترينو او برياليو لوبډلمشرانو څخه شمېرل کيږي.

دده زوی ريچارډ ورو توپ اچونکی الرونډر وو، په نړيوال کرکيټ کي يې ډېر تأثير نه درلود،خو دانګليستان لپاره يې په ۱۹۷۱ز کي پنځه ټيسټ لوبي کړي او يوځل يې د پاکستان په وړاندي ۵۸ ناسوځېدلې منډي ترسره کړيدي.
ريچارډ په ۱۹۷۱/۷۲ز کې د يوولس غوره نړيوالو لوبغاړو په لوبډله کي اسټراليا ته هم ولاړ او د خپل کرکيټ سفر ته يې د ۶۰۰ فرسټ کلاس وکيټو په ترلاسه کولو کي دپای ټکی کښېښود.

۲ـ حنيف محمد (وکيټ کېپر)
حنيف د۲۰۱۶ کال د اګسټ په مياشت کي د يواتيا کلنو په عمر ومړ، د هغه غم او يادونو پاکستان ته دا وښودل چې دی د خپل هيواد لپاره څومره مهم شخصيت وو.

حنيف دغوره تخنيکونو او ښې لوبي په نوم مشهوره لوبغاړی وو، په ۱۹۵۸ز کي يې د ويسټ اينډيز خلاف په ۹۷۰ دقيقو کي د ۳۳۷ منډو په ترسره کولو د اوږدې لوبي کولو ريکارډ جوړ کړ.
تردې يو کال وروسته يې د کراچۍ لپاره د ۴۹۹ منډو په کولو سره دبراين لارا د ۱۹۹۴ز کال د ۵۰۱ ناسوځېدلو منډو تر وخته، په فرسټ کلاس لوبو کي د ترټولو د ډېرو منډو ريکارډ درلود.

د حنيف درې وروڼو هم د پاکستان لپاره لوبي ترسره کړي او يو ورور يې رئيس يوازي د يوې ټيسټ لوبي دکولو لپاره غوره شوی وو.
په کرکيټ کې د حنيف کورنۍ نفوذ ان تر راتلونکي نسل پوري وغځېدی، دحنيف زوی شعيب محمد د پاکستان لپاره ۴۵ ټيسټ لوبي کړي، چي ۷ سليزې یې په خپل نړیوال ټيسټ کرکيت کې لري.
حنيف محمد په فرسټ کلاس اونړيوال کرکيت کي د غوره وکيټ ساتني او توپ وهني له اړخه د پاکستان کرکيټ ته د ملاتير غوندي رول درلوده.

۳ـ جورج هيډلي
ددويمي نړيوالي جګړې دوام، د جورج دټيسټ لوبو لړۍ يوازي د ۲۲ لوبو په ترسره کولو سره پای ته ورسوله، خو هغه په کمو لوبو سره دا وښودله چې يو غوره لوبغاړی دی.

جورج هيډلي په پانامې هیواد کې زېږېدلی. هغه په ټيسټ لوبو کي لس سليزي لري.
په ۱۹۳۵ز کال کې يې د انګلينډ پر وړاندي ۲۷۰ ناسوځېدلې منډې ترسره کړي.

د جورج زوی رون ښی لاسی اوپنرتوپوهونکی وو، هغه وايي: زه چې کله کرکټ ته راغلم ډېر ژر وپېژندل شوم، خو په کرکيټ کې د يوې کورنۍ څخه دوه غړي، پلار او زوی، دا زما دپرمختګ خنډ وو.

جورج په ۱۹۶۴ز او ۱۹۶۵ز کلنو کې د انګلينډ د کورنيو سياليو په جام ګټلو سره د ملی لوبډلې ټيسټ لوبو ته لارپيدا کړله او په ۱۹۷۳ز کې يې د انګلينډ خلاف دوه لوبي ترسره کړلې.

د رون زوی ډېن بيا ښی لاسی تېزتوپ اچونکی وو، د ۱۹۹۶ز څخه تر ۱۹۹۹ز کلونو پوري يې ۱۵ تيسټ او ۱۳ يو ورځنۍ لوبې ترسره کړې چي وروسته په لوبه کي د زخمي کېدو له کبله يې کرکيټ سره خدای په اماني وکړه.
د ريکارډونو په کتاب کي يواځینۍ کورنۍ د جورج ده چي په ټيست کرکيټ کې درې نسله لوبېدلې دي.

۴ـ ايورټن ويکز
د جورج په تعقيب يو بل حيرانوونکی لوبغاړی ايورټن د يو روښانه څراغ په څېره د ۱۹۴۰ز څخه تر ۱۹۵۰ز کلونو پوري د ويسټ انډيز په لوبډله کې روښانه وو.
ايورټن په ۱۹۴۸ز کال کي په ټيسټ لوبو کي پنځه پرلپسې سليزې ترسره کړلې چې تر اوسه هم ندي تکرار شوي.

ايورټن د ويسټ انډيز لپاره د کرکيت په ټولو اړخونو کې يو يادګاري لوبغاړی تېرشوی دی.
دده زوی ډيويډ موري د ۱۹۷۳ز څخه تر ۱۹۸۲زکال پورې د ويسټ انډيز په نمايندګۍ ۱۹ټيسټ او ۱۰ يو ورځنۍ لوبي ترسره کړې دي.
ډيويډ په ۱۹۷۸ز کال د هندوستان سره په کلکته کې ۶۶ منډې ترسره کړلې.

۵ـ کولين کوډري
کولين لومړنی کرکيټر وو چې ۱۰۰ ټيسټ لوبي يې ترسره کړې دي او دا ريکارډ يې په ۲۰۱۲ز کال کې د السټر کوک لخوا مات کړای شو.
کولين کوډري د ۲۲ سليزو په ترسره کولو سره دانګلينډ لپاره خپل سفرپای ته ورساوه.

کولين د کرکيټ په ۲۱ کلن سفر کې ۲۷ ځلې د انګلينډۍ لوبډلې کپټان پاتي شوی دی.
په ۱۹۸۴ز کال کي د کولين زوی کريس پنځه ټيسټ لوبې په برابر اوسط سره ترسره کړلې.
د کريس کشر ورور ګرهام د ډېر وخت لپاره په لوبډلې کې د پاتې کېدو څخه خوند واخيست، وروسته د ګراهام زوی فابيان هم د ملي لوبډلې سره د لږي مودې لپاره ولوبېدو .

۶ـ افتخار علي خان پټآوډي
دی يوازينی هغه کرکيټر دی چي انګلستان اوهندوستان دواړو لپاره يې ټيسټ لوبي ترسره کړي دي.
افتخار په پنجاب کي زېږېدلی وو خو زده کړي يې په اکسپورډ کې ترسره کړې وې، هغه په ۱۹۳۲ز کال سيدني کې په لومړي ځل د انګلينډ لپاره ۱۰۲ منډي ترسره کړلې، وروسته د دوو ټيسټ لوبو هغه د انګلينډي لوبډلمشر ډوګلاس جاردين سره د اختلافاتو په خاطر انګلينډۍ لوبډله پریښوده، خو يوه وروستۍ ټيست لوبه يې د انګلستان لپاره دوفادارۍ په نوم ترسره کړه او په ۱۹۴۶زکال کي دانګلستان په وړاندي د هندۍ لوبډلې د بريالي لوبډلمشر په حيث د انګلينډ لوبغالي ته راکښته شو.

زوی يې منصورعلي خان د هندوستان لپاره د ټيسټ لوبو بهترينه لوبغاړی وو، هغه په يوويشت کلنۍ کې ملي جايزه وګټله.

افتخار که څه هم دکرکيټ په ژوند کي له ډيرو ستونزو سره مخ شو، خو بيا يې هم په ټيسټ کې شپږ سليزي او په ۱۹۳۴ز کال يې د انګلينډ په وړاندي ۲۰۳ ناسوځېدلي منډي ترسره کړلې.

۷ـ لالا امرنات
لالا په ۱۹۳۳ز کال کې خپلې لومړنۍ لوبې د انګلستان په وړاندي په هند کې پيل کړلې.
امرنات سره د هند کرکيټ بورډ او لوبډلمشر زيات اختلافات ددې باعث شول چي دی يوازې ۲۴ ټيسټ لوبي ترسره کړي.

امرنات توپ وهوونکی وو، خو په ۱۹۴۶ز کال کې يې په يوه لوبه کې په خپلې نيمه تېزه توپ اچوني سره د انګلينډ اته لوبغاړي وسوځول.

دهغه درې زامن هم په فرسټ کلاس لوبډلو کې لوبېدله، چي دوه يې د هندوستان په ملي لوبډلې کې اخيستل شوې ول.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران