ساینس او ټیکنالوژي سیاست

د ټولو بمونو مور؛ دا امریکا له خوا ننګرهار کې کارول شوی بم څه شی دی؟

امریکايي ځواکونو په اچین کې خپل تر ټولو دروند بم غورځولی دی. د افغانستان حکومت ددې برید هرکلی کړی خو د پخواني ولسمشر حامد کرزي په شمول ځینو سیاستوالو دا بمي برید غندلې دی.

خو د امریکا له دا دروند بم څه شی دی؟

د امریکا له خوا په اچین کې د کارول شوي بم تخنیکي نوم (GBU-43/B) دی یا سترو مهماتو د هوايي چاودنې بم ( Massive Ordnance Air Blast Bomb) چې مخفف یې(MOAB ) راځي.

امریکايي پوځیان ورته د ټولو بمونو مور (Mother of All Bombs ) هم وايي.

د امریکايي پوځ په وینا د بم هدف د داعش ډلې د سمڅو یوه شبکه وه.

د غیرې اتومي وسلې په توګه د جګړې په سیمه کې ددې درانه بم غورځول د امریکا د ولسمشر ځانګړې اجازې ته اړتیا نه لري.

دا د جسامت له پلوه یو لوی او دروند بم دی. نهه متره اوږدوالی لري، او نهه زره اته سوه کیلوګرامه وزن لري.

د جي پي ایس په وسیله رهبري کیدونکی دا لوی بم د ایم سي ۱۳۰ ډوله ټرانسپورتي الوتکې د کارګو له دروازو غورځول کیږي او لږ مخکې له دې چې مځکې ته ورسیږي چوي.

ویل کیږي چې دا بم هرې خواته د یو میل په اندازه سیمه تخریبوي. په بم کې کارول شوي المونیم د چاودنې فشار له زیات نه زیات حد ته رسوي.

د سمڅو د له منځه وړلو لپاره دا جوړ شوی بم اصلا تر مځکې لاندې د تاسیساتو د ویجاړولو لپاره ډیزاین شوی دی.

دا وسله اصلا د عراق د جګړې لپاره جوړه شوې وه چې پر هر یوې یې دیارلس میلونه لګښت راغلی و.

د لوی بم د لومړي ځل لپاره په ۲۰۰۳ م کال کې ازمویل شوې و. خو تر دې مخکې چې د ننګرهار پر اچین وغورځول شي هیڅکله په عملي جګړه کې نه وه تجربه شوې.

پر دې سربیره چې دا د امریکايي بمونو مور بلل کیږي خو دا د مځکې لاندې تاسیساتو د له منځه وړلو لپاره د امریکا تر ټولو لوی بم نه دی بلکې د امریکا تر ټولو لوی غیرې اتومي بم ”د زیاتو مهماتو نفوذګر“ یا ( Massive Ordnance Penetrator) دی چې وزن یې شا او خوا دولس زره کیلوګرامه دی.

روسیه هم یو ستر غیرې اتومي بم لري چې ” د بمونو د پلار “ په نوم یې یادوي. دا یو ډول اور خپرونکی بم بلل کیږي.

دا روسي تر ټولو ستر غیرې اتومي بم په دوو چاودنو کې چوي لومړی یې وړه چاودنه وي چې له سیمې د سون لپاره اکسیجن راټولوي او وریځ جوړوي او وروسته په لوړ فشار په دویمه چاودنه کې تخریب اړوي.

ویل کیږي چې د دا ډول لویو بمونو کارولو هدف تر ډیره رواني اغیزې رامنځ ته کول وي چې د چاودنې په درانه غږ ویره خپروي.

د امریکا دا بم چې اچین کې یې کارولی په الاباما ایالت کې د ډینیټیکس په نوم د وسلو یو کمپنۍ جوړ کړی دی.

د یادونې وړ ده چې د دا ډول درنو وسلو کارول په سیمه کې د ژوند پر چاپیریال تر لسیزو پورې ناوړه اغیزې پریږدې چې په پرمختللو وسایلو یې هم د اغیزو تصفیه ممکنه نه ده.

د امریکا د دفاع وزارت له خوا د اچین په ولسوالۍ کې ددې بم د غورځیدو خپره شوې ویډیو دلته کتلی شئ. 

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */