ټولنیز ژوند ساینس او ټیکنالوژي

د ټولنیزو رسنیو د کارولو لارې چارې؛ دلته له یادو شویو کارونو باید ډډه وکړو

اوسني وخت چې د ټیکنالوژۍ او پرمختګ وخت هم ورته ویل کیږي او ډېر شمېر خلک په دغه وخت کې د انټرنیټ کارولو ته لاس رسی هم لري.

انټرنیټ په اوسني وخت کې یو له اړينو او مهمو څېزونو ګڼل کیږي او که وغواړو په هر برخه کې معلومات پيدا کړو نو انټرنیټ یې ښه سرچېنه کېدای شي.

د دې تر څنګ سوشل مېډیا یا ټولنیزه رسنۍ هغه څه دي چې په اوسني ټیکنالوژۍ او انټرنیټي دور کې زیات کاروونکي لري.

خوشبختانه باید ووایو چې زمونږ ډېری هېوادوالو هم اوس د ټولنیزې مېډیا کارولو ته لاس رسي لري، په ځانګړي ډول د فیسبوک استعمال ډېر زیات دی.

ټولنیزه مېډیا زیات ډولونه لري لکه، فیسبوک،ټویټر، یوټیوب، انسټاګرام، وټس اپ، وایبر او داسي نور…

خو سوشل مېډیا یا ټولنیزه رسنۍ باید څنګه استعمال کړو، ځکه مونږ باید داسې فکر ونه کړو چې مونږ څه وليکل نو یوازې لیکل دي نه ترې څوک خبريږي او نه مو پر شخصیت بد تاثیر پرې باسي.

د ټولنیزي مېډیا د استعمال په تړاوو به یو نقل راواخلو چې ویل کیږي؛ په یوه غونډه کې د امریکا له پخواني ولسمشر بارک اوباما څخه یو ځان وپوښتل چې غواړم ستاسو په څېر مخکښ شم یا غواړم ستاسو په څېر یو وخت ولسمشر نو باید څه وکړم؟

هغه ورته په لنډ ځواب کې ویلي وه، ټولنیزه مېډیا په پام سره کاروه.

د دې لپاره چې ټولنیزه رسنۍ مو په سم ډول سره کارولي وي نو باید له دې کارونو پکې ځان وساتو:

– ښکنځلو او بدو ردو د ویلو او لیکلو څخه ډډه کول
دا منو چې ټولنیزه مېډیا په ځانګړي ډول فیسبوک په اوس وخت کې د مبارزې کولو او حق غوښتلو لپاره ښه وسيله ده.
خو مبازره او حق غوښتل باید داسې نه وي چې مو یا د چا سپکاوي کړی وي او یا مو نورو ته په بدو ردو او ښکنځلو کولو سره خپل شخصیت ته زیان اړولی وي.

دا چې مونږ په فیسبوک کې څه لیکو او یا یې وایو دا د تل لپاره زمونږ پر پاڼه پاتي کیږي او پر مونږ هم ثبوت جوړیدلی شي، ځینی وختونه داسي هم راځي چې مونږ پر خپله پاڼه یو څه ولیکو، خو دا چې وروسته راته ښه ښکاره نشي لرې کوو یې، خو داسې هم کیږي چې له هغې له وړاندې سکرین شاټ اخیستل شوی وي او بیا هم زمونږ د بیکاره پوسټونو او ښکنځلو ثبوت پاتې شو.

د شخصیت د جوړېدو لپاره کلونه ـ کلونه لګیږي، خو په یوه کار کېدلو سره ممکن زمونږ د کلونو خواري اوبه یوسي.

که موږ په چا کومه نېوکه لرو یا موږ چاته کومه نېمګړتیا ورپه ګوته کوو، نو که مو په داسې شکل سره چې مؤدبانه الفاظ کارولي وي، نېوکه کړې وي نو زیات اغیز به ولري نسبت هغې ته چې مونږ په ښکنځلو او بدو ردو یې ورته ووایو.

خو متأسفانه زمونږ ډیری ځوانان په فیسبوک کې په خپلو پوسټونو او کمنټونو کې په بدو ردو او ښکنځلو کولو بوخت دي، په داسې مهال چې په دې هم پوهیږي چې دا یوازې یو کس نه ګوري بلکي په زرهاؤ کسان یې ګوري او په مقابل کې یې غبرګون ښيي.

د بې ځایه ژوندي (Live) راتګ څخه باید ډ ډه وشي
فیسبوک په دې وروستیو کې په ژوندۍ بڼه د راتګ اسانتیا په خپلو خدماتو کې اضافه کړې چې کولی شو د اړتیا پرمهال مونږ په ژوندۍ بڼه راشو خو دا باید داسي نه وي چې هر څه چې مونږ کوو نو هغه دې په ژوندۍ بڼه مونږ په فیسبوک کې خپاره کړو یا ووایو.

زمونږ ډیری ځوانان ډېر وخت، کله چې په خپلو شخصي بنډارونو کې هم وي، نو له فیسبوکه په ژوندۍ بڼه راځي، کله چې یوه ډېره عادي مسئله هم وي، نو دغه عمل کوي چې بیځایه راتګ نه یوازې دا چې د نورو ملګرو د ازار او اذیت سبب کیږي بلکي دغه کس چې بار بار په ژوندۍ بڼه راځي هم د خلکو په نظر ښه نه راځي او مونږ د دې شاهدان هم یوو چې ډیر کله د فیسبوک کارونکي له دغه کاره شکایت هم کوي.

خپلو تصویرونو او هغه موضوعاتو کې چې نورو پورې اړه نه لري له نورو سره Tag کولو څخه باید ډ ډه وشي
زمونږ ډیری ځوانان په ځانګړي ډول هغه ځوانان چې نوي له فیسبوک سره اشنا شوي وي او په لوړ کیفیت لرونکو کمرو یې خپل تصویرونه اخېستی وي، نو له زیات شمېر کسانو سره یې نښلولي وي چې په دې کار یې ملګري له دغه کار څخه زیات تنګیږي.

ډېر کله مونږ د دې شاهدان هم یوو چې په دې تړاوو زیات پوسټونه هم شوي چې Tag کولو ښه کار نه دی.

ټولنیزه رسنې کې باید له ډېر بوختېدو ځان وساتو
ټولنیزه مېډیا ډېره بوختوونکې ده او ډېرمسایل پکې ښکته پورته کیږي، خو داسې باید نه وي چې مونږ نه دومره وخت واخلي چې مطالعې، درس او د کورنۍ سره له کیناستلو مو وباسي.

داسې چاره هم ډېره له هغو کسانو سره کیږي چې نوي له ټولنیزې رسنیو او فیسبوک سره بلد شوې وي.

مونږ باید ټولنیزې مېډیا ته د یوې ساعتیرۍ فکر ونکړو بلکې د ښوونې او مبارزې د یوې وسیلې په توګه باید ورته وګورو.

په ټولنیزه رسنۍ کې باید د محرم، خصوصي او پټو څېزونو له ساتلو ډ ډه وکړو
ټولنیزې مېډیا خلکو ته د اسانتیا هم پيدا کړې چې یو بل سره وګوري، لرې ـ لرې فاصلې یې نژدې کړي او کارونکي یې کولی شي چې تصویرونه هم هله یو ځایه بل ځای ته واستوي.

خو داسې باید ونشي چې خپل محرم اسناد یا کورني تصویرونه پکې په دوامداره ډول ونه ساتل شي ځکه چې امکان لري چې اکونټ مو د چا له لوري هیک شي او محرم او پټ اسناد مو د نورو لاسته وغورځي.

نو راځئ له نن څخه وروسته ژمنه وکړو چې ټولنيزه مېډیا به په پوره فکر سره کاروو ترڅو داسې ونه شي چې په ټولنه کې خپل پيدا کړی اعتبار له لاسه ورکړو.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی