کلتور او هنر

د ټایګر شروف باغي ۲ فلم بریالی پیل؛ فلمي څارونکي یې راتلونکې ته خوښ دي

د هندي سینما د ځوان فلمي ستوري ټایګر شروف چې د مخکني مشهور فلمي ستوري جګي شروف زوی دی، باغي ۲ فلم يې د مارچ په ۲۹ په سینماګانو نندارې ته وښودل شو چې د نندارې په لومړۍ ورځ يې ۲۵ میلونه هندې روپۍ بازار کړی دی.

فلمي څارونکي د ځوان ستوري ټایګر شروف راتلونکې ته خوښ دي او اټکل کوي چې شروف به راتلونکې کې د هندي سینما بریالی فلمي ستوری وي. باغي ۲ د خپریدو په لومړۍ ورځ تر ۲۵ میلونو ډېرې پیسې ګټلي دي او په دې سره يې د بالیوډ د کامیاب فلم “پدماوت” د لومړۍ ورځې د بازار ریکاډ هم مات کړی دی.

د رنیورسینګ او ديپیکا پډوکون “پدوماوت” فلم د خپریدو په لومړۍ ورځ یوازې ۲۴میلونه هندې روپۍ بازار کړی و، خو باغي ۲ بیا د خپریدو په لومړۍ ورځ تر ۲۵ میلونو هم ډېرې پیسې کړي دي.

د ټایګر شروف باغي ۲ فلم په ۲۰۱۶ کال کې د نوموړي د خپور شوي باغي فلم دوهمه برخه ده.

په باغی فلم کې ټایګر شروف سره ښځينه مرکزي رول شردا کپور لوبولی و، خو په باغي ۲ کې بیا ښځینه مرکزي رول دیشا پټانې لوبوي.

د ټایګر شروف او دیشا پټاني یوازې په فلم کې ملګري اداکاران نه دي، بلکې دوی دواړه په خپل اصلي ژوند کې سره هم ډېر نږدې دي.

باید وویل شي چې د ټایګر شروف تر اوسه پورې کوم فلم د ۱۰۰ میلونو په کتار کې نه دی راغلی، خو د باغي ۲ په اړه د فلمي څارونکو اټکل دی چې د ۱۰۰ میلونو په کتار به کې ځان ته ځای پیدا کړي.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

تورپیکۍ سادات