سپورټ نړیوال کرکټ

د ویسټ انډیز کارابین لیګ سیالیو دوام 

 د ویسټ انډیز د کورني کرکټ «CPL» یا د کارابین پریمییر ۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالیو په دوام کې بار باډوس لوبډله د ګیانه امازون خلاف د لیګ په شپږمه سیالۍ کې مخامخ شوه، چې پکې امازون لوبډلې د دوه مسلسل سیالیو کې د بریا خپلولو وروسته لمړۍ ماته وخوړه.

 بار باډوس لوبډلې د ویسټ انډیزي شاي هووف د ۸۸ منډو پر مټ امازون لوبډلې ته د ۱۸۶ منډو هدف ورکړ، خو په ځوابي لوبه کې امازون لوبډله هدف ته په رسیدو کې پاتې راغله.

 د سیالۍ په دویمه پاڼۍ کې بار باډوس د رډر فورډ د ۴۸ او کپتان شعیب ملک د ۳۸ منډو سره سره د لوبې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې ۱۵۵ منډې جوړې کړې او د ۳۰ منډو په توپیر سره یې ماتې وخوړه.

 د دغه سیالیو په ۷ مه لوبه کې به د راتلونکې چهار شنبې په ورځ جمیکا لوبډله د سنټ لوشیا سټارز لوبډلې سره په سیالۍ کې مخامخ شي.

  د «CPL» ۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالیو دا پړاو به د راتلونکې سيپټمبر میاشتې تر ۱۶ مې نیټې پورې به دوام وکړي.

د ۶ م پړاو په دې سیالیو کې ګیانا امازون، سنټ لوشیا سټارز، نایټ رایډرز، بار باډوس، پیټریټز او جمیکا لوبډلې شاملې دي، چې پکې تر دې مهاله امازون لوبډله په دوه بریاوو سره مخکښه لوبډله ده.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی