افغانستان سیاست عمومي

د وکيل صاحب «بلا» خوله – شهرت ننګيال

دا لیکنه سر خط ورځپاڼې خپره کړې.

مداريان به مو ليدلي وي چې له خولۍ هګۍ را باسي. خاکيشاه مداري به په هګۍ سربېره، چرګوړی، کوتره، لس ګزه ټوکر او پړی هم را ايستلای شوای، خو تاسې به نه وي ليدلي، يوه وکيل له خولې څه را و ايستل؟

دی له خاکيشاه مداري تکړه وخوت…

پخوا په کابل کې ځای ځای مداريانو مجمې «مجمع» لګولې، دوی به د مار او موش‌خرما د جنګ په تمه ساعتونه خلک پر ځان ار ټول کړي وو.

د يو ساعت يا زيات و کم وخت په هرو لسو دقيقو کې به يې يوه ننداره ښووله، ننداره هماغه له خولې هګۍ، ژوندي چرګوړي، ټوکر او پړي په را ايستلو را ټوله وه، له دې هرې نندارې سره به يې د مار او موش‌خرما د جنګ ژمنه تکراروله. په دې کې به يې د ملا او زنګنونو د دردونو د درملو په پلور سربېره د جنسي ځواکمنتيا د درملو وړوکي بوتل هم اوبه کړل.

دغه وړوکی بوتل يې د پاکستانيانو په خبره د مردانه کمزوري يا پوشيده ناروغيو شرطيه علاج ګاڼه، خو د زبات او اثبات له‌پاره يې د وکيل صاحب په څېر بربنډ توري يا “صراحت لهجه” نه‌شوای موندلای.

هغه ټکي چې مداريانو خپله مدعا پرې څرګندوله، زه دلته په خوله نه‌شم راوړلای، ځکه چې زه نه مداري يم او نه وکيل چې دغسې يو څه له خولې وايستلای شم.

عطاالحق قاسمي په خپله سفرنامه کې د لندن د ريل ګاډي يوه خاطره را سپړي، خو له خپل ټول صراحت سره د وکيل صاحب په څېر يو څه تر خوله نه‌شي ايستلای، ځکه د خپل يونليک يو پېښې يا صحنې ته مستعار تعبير او تفسير لټوي.

قاسمي کاږي؛

“له يوې ميمې سره په دغه سفر کې دومره نږدې شوم، دومره را نږدې شوه چې اړ شوو پنځه دقيقې دواړه دمه «تنفس» په پزو وباسو…» موږ ليکوال که هر څومره ګستاخ اوسو، بیا هم د دغه پر ځای ټکي «…» کاږو، خو وکيل صاحب د دغسې ادابو اړ نه دی، هغه چې مداريانو هم ورته په نوک نيولو ځانونه اړ ګڼل.”

کله به چې د مداريانو درمل وپلورل شول، جمبوري ته په اشاره به يې خپل سامان ټول او په سرشاره بې‌توپيري خلکو ته وويل؛ تاسې خو بې‌کاره وئ، زه مو له کاره وايستم!

د مداريانو د جلب و جذب ځواک دومره غښتلی و چې په پله څنډه کې به يې بيا هم ډېری همدغه خلک پر ځان را ټول کړي وو.

دا څو کاله په کابل کې د مداريانو درک نه دی لګېدلی، يو لامل يې ښايي دا وي چې له غصب څخه غولی او کومه لوېشته لار نه ده پاتې، د مرحوم داوي د کور تر مخ د خوسا اوبو ډنډ و چې په ډېرو خواريو د ښاروالي له خوا کلونه وروسته وچ او ډک کړای شو، ډېری خاکيشاه مداري خپله مجمه هورې لګوله، خو اوس هغه ځای په ودانيو دومره ګنډل شوی چې په تصور کې يې هم پته نه‌شي لګېدای.

بل ستر لامل دا دی چې اوس هېواد سياسي مداريانو په سر اخيستی، داسې کرتبونه نندارې ته وړاندې کوي چې د خاکيشاه پلار نه‌شوای پسې رسېدای، ځکه خو يې فرار ته پر قرار ترجيح ورکړې، دا استاد خيال په خبره؛ “اوس يې يادونه افسانې ښکاري.”

وکيل صاحب چې د ملت په کور کې د خلکو د استازيو پر وړاندې په څومره بې‌توپيري له خپلې مبارکې خولې څه وايستل، د دې ښکارندوی دی چې ښاغلی خپله خوله همېشه په غسې بلاوو ډکه ګرځوي. هغه چې له شرم او حيا څخه د عام خلکو خوله نه‌شي پرې چوله کېدای، ان چې په مستعار نامه يې هم له يادولو څېره د شرم او حيا په ډنډ ډوبه مالومېږي.
وکيل صاحب د ولسي جرګې په عمومي ناسته کې د معززو وکيلانو پر وړاندې هغه څه له خولې وایستل چې مداريانو له دم او منتر سره هم له خولو نه‌شوای ايستلای. د دغه کمال او هنر له امله د ده نو ښايي په ګينز بُک کې شامل کړای شي.

که څه هم د ده موخه د سرخط سپکاوی و، خو له خولې يې د دغه څه په را ايستلو ښايي د ملت په کور کې د ملت د استازو په هغه ورځ سرونه ټيټ نيولي وي.

دا د ښاغلي د ما في الضمير څرګندوی دی، لکه وږي ته يې ويلي وو، څلور او دوه څو کېږي، ويل شپږ ډوډۍ! که نه وکيل صاحب په زيرخط، پای خط او داسېې نورو ټکيو خپله غوسه سړولای شوای، خو څنګه چې تاو يې نه‌شوای يخولای، ځکه خو له خپلې د دغسې يو څه له را ايستلو پرته نه‌شوای کرارېدای.

نه پوهېږم ولسي جرګه د وکيلانو د څرګندونو او ويناوو ريکارډ ساتي که څنګه؟

پخوا نه دا چې دغسې يو ريکارډ ساتل کېده، بلکې د ولسي جرګې په مهالنۍ کې هم خپرېده. که اوس هغه پخوانی دود پر ځای وي، د وکيل صاحب له خولې راوتلې دغه بلا به هورې ځای ولرلای شي؟

وکيلان خپلې خبرې د کاڼي کرښه بولي، د کاڼي کرښې په دغسې اساني نه‌شي ګل کېدای.
پوښتنه دا ده چې دغسې بلا د ولسي جرګې په ريکارډ يا ميموري کې د ځايېدو وړ ده؟
ځکه خو د وکيل صاحب خبره بېرته ده ته ورګرځي چې دا خوله ده که…؟

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */