سیاست

د ولسمشر او علماوو کنفرانس؛ فساد په توصیو که اقداماتو ختمیږي ؟

پلازمېنه کابل دا ځل د حکومت لخوا د فساد پر وړاندې د مبارزې په تړاو د دیني عالمانو د یوه لوی کنفرانس کوربه و .

په دې کنفرانس کې پرسلګونه دیني عالمانو او د مسجدونو پر خطیبانو سربېره ولسمشر غني، اجرایه ریس ډاکټرعبدالله او ګڼو نورو لوړپوړو چارواکو ګډون کړی و .

په کنفرانس کې د وینا پرمهال ولسمشر غني له دیني عالمانو وغوښتل، چې د مفسدینو پروړاندې خاموشي پای ته ورسوي؛ ځکه په خبره یې دا خاموشي ناروا ده .

هغه د ځمکو غصب ته په اشارې سره وویل، چې په غصب شویو ځمکو کې لمونځ نه کیږي .
ښاغلي غني په یو ډول دیني عالمان ننګولي او پوښتنه یې ترې کړې، چې که د غاصبینو او مفسدینو نومونه پر ممبر یادوي نو دی به یې ورته نومونه واخلي .

د كنفرانس ښېګڼې
دیني علما په افغانستان کې له ځانګړي درناوي او اغېز څخه برخمن دي . دا قشر له شک پرته د افغانستان د ډېرو ستونزو ؛ په ځانګړي ډول د فساد خلاف مبارزه کې ځانګړی نقش لوبولای شي .

له دې كبله دا کنفرانس مهم او د ښېګڼو لرونکی و . د فساد خلاف مبارزه کې دعلماوو شاملول کولای شي مفسدین او همکاران یې په اخلاقي لحاظ محکوم او په ټولنه کې د فساد د بېلاـ بېلو بڼو پر وړاندې حساسیتونه پياوړي کړي .

دا اغېزمنتیا له دې ځایه اټکلیږي، چې دیني علما له ټولنې سره نه شلیدونکې اړیکې لري . دوی په جومات کې پینځه وخته د جمعې او هم په جوماتونو، مدرسو او ښوونځیو کې هره ورځ د مفسدینو د اولادونو په ګډون د ټولنې د ټولو قشرونو اړوندو زده کوونکو ته اسلامي لارښوونې او ارشادات بیانوي .

دیني علما کولای شي د فساد د مختلفو ډولونو په اړه له خپلو ټولو پراخو فرصتونو څخه په استفادې سره مبارزه وکړي او ټول قشرونه ورسره مبارزې ته راوبولي .

توصیې که اقدامات ؟
د علماوو د نقش مهموالي ته مو اشاره وکړه . اوس دا پوښتنه ولاړیږي، چې یوازې توصیې، دیني او اخلاقي محکومیت د فساد خلاف مبارزه پياوړې کولای او اغېزمنولای شي که نور څه کول هم ضرور دي ؟

د دې پوښتنې په ځواب کې ویلای شوو، چې تر توصیو او نورو ټولو هڅو زیات د فساد او بلې هرې ستونزې پر وړاندې عملي اقدامات زیاته ګټه لري .

همدا وجه ده، چې د ولس د هر قشر استازي او مخور هره ورځ له رسنیزو تربیونونو او ټولو نورو لارو څخه د فساد خلاف د عملي مبارزې او اقداماتو غوښتنه کوي .

د ټولو غوښتنو پایله دا راوځي، چې حکومت باید له علماوو څخه د فساد او نورو ناروا کارونو پر وړاندې د اخلاقي محکومیت د همکارۍ اخیستو ترڅنګ د دوی او نورو ټولو قشرونو په مرسته د فساد خلاف عملي اقداماتو ته لومړیتوب ورکړي .

دا لومړیتوب ورکول له ټولو نورو هغو همکاریو او ضمني هڅو څخه زیات اغېز او ګټه لري، چې نور ادرسونه یې د فساد پرضد ترسره کوي .

له علماوو څخه د مفسدینو او قانون ماتونکو پر وړاندې به د ولسمشرشوې غوښتنې له ښه نیته او د دې نیت د ثابتولو لپاره د دوی د ننګولو په بڼه شوي وي، خو واقعیت دا دی چې په دې برخه کې تر هر چا ډېر او موثر رول خپله حکومت د قانون تطبیقونکې مرجع په توګه لرلای شي .

حکومت ته په کار ده، چې د مفسدینو پر وړاندې پخپلو اقداماتو کې د علماوو په ګډون د ټولو قشرونو او بالآخره ټول ملت د کلک ملاتړ زمینه مساعده کړي . ځکه لیدل کیږي، چې د دغو اقداماتو یوه برخه له ډېره بده مرغه په زیاته یا لږه سطحه له ولسي حساسیتونو سره مخ کیږي .

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ارشاد رغاند

ارشاد رغاند ځوان لیکوال، څیړونکی او فعال دی چې د یاران لپاره په روانو سیاسي او ټولنیزو چارو لیکنې کوي.