سیاست

د وزیر او جنرال لانجه؛ د کابل د پېښې ملامت به معلوم شي ؟

د اختر پر لومړۍ ورځ د ارګ پر شاوخوا داعش ډلې ته منسوب توغندیز بریدونه او په اړه یې د کورنیو چارو د وزیر امنیتي غونډه د حکومت حیثیت ته په زیان رسولو کې له یو بله کم نه وو .

راکټي بریدونه هغه د اختر د لمانځه پرمهال په داسې وخت د ارګ شاوخوا ته پر دیپلوماتیکو سیمو وشول، چې ولسمشر غني د رسنیو په مخکې ملت ته وینا کوله .

هغه دا بریدونه د حکومت د عزم او ارادې په ننګولو کې ناکام وبلل او وروسته یې په یوه ځانګړې غونډه کې د برید په مخنیوي کې د غافلو چارواکو پر معلومولو ټینګار وکړ .

د لانجې ویډیو؛

له دې څخه وروسته د اختر په درېیمه د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک د کابل امنیتي چارواکي د رسنیو په حضور کې یوې علني غونډې ته بللي وو څو د دغو بریدونو په مخنیوي کې د پاتې راتلو دلیل معلوم کړي .

د دې غونډې یوه ویډیو چې په ټولنیزو رسنیو کې ډېره خپره شوې، دا ښيي چې د کابل د امنیه قومندان امنیتي مرستیال د خپلو خبرو په یوه برخه کې د یاد برید د نه مخنیوي یو دلیل د کورنیو چارو وزیر ته خپل نه لاسرسی ګڼي .

په دې ویډیو کې د جنرال نورې څرګندونې نشته، خو دومره وایي چې وزیر ته د نه لاسرسي په صورت کې د خپلې ادارې ټولې ستونزې د ولسمشر په مشرۍ د اعلی سرقومندانۍ دفتر یوه چارواکي (جنرال افضل لودین) ته بیانوي .

د دغې خبرې پر وخت د کورنیو چارو وزیر پر جنرال غوسه کیږي او په تونده لهجه ورته د بې کفایته معاون له خطاب سره امر کوي، چې پرخپل ځای کیني .

جنرال له سټېجه د خپلې څوکۍ پر لور روانیږي او وزیر ورته وایي، چې چټیات دې وویل .

جنرال وزیر ته په ځواب کې وایي، چې زه یو عادي سړی نه یم، جنرال یم او ټول مې واقعیتونه وویل .

د کورنیو چارو وزیر جنرال ته په ځواب کې وایي، چې د جنرالۍ رتبه به درنه بیرته واخلم .

وروسته وزیر جنرال مخاطبوي او ورته وایي، چې له خپل مسولیته داسې ځان مه خلاصوه، که تا غوښتي وای د خپل صلاحیت په دایره کې به دې د برید د مخنیوي تدابیر نیولي وای .

وزیر زیاتوي، چې جنرال باید د کابل د جنایي جرمونو پرضد د مبارزې ریس، له ترهګرۍ سره د مبارزې ریس او د لومړۍ امنیتي حوزې آمر ته، چې ارګ یې د دندې په ساحه کې موقعیت لري د لازمو تدابیرو لارښوونه کړې وای .

له دې سره ویډیو او غالباً د غونډې لایف نشرات بندیږي او نه معلومیږي، چې د غونډې مسیر کومې خوا ته ځي .

د غونډې په اړه په ځینو رسنیزو راپورونو کې ویل شوي، چې د کورنیو چارو وزیر د کابل امنیتي او استخباراتي چارواکو ته د اختر د لومړۍ ورځې د پېښې په اړه مهلت ورکړی څو په مخنیوي کې یې د غفلت عاملین معلوم کړي .

د حکومتي ګډوډۍ روښانه تصویر
د کورنیو چارو د وزیر او د کابل د امنیه قومندانۍ د مرستیال د لفظي ناندرۍ دوه دقیقه یي ویډیو مخاطبین په اسانه پوهوي، چې د افغانستان حکومت څومره د داخلي ګډوډۍ، انارشۍ او خپلسرۍ له بحران سره مخ دی .

په دې اړه له پخوا ویل کیدل، چې په حکومت کې لوړپوړو چارواکو ته د ټیټ پوړو نه لاسرسی، یا یې د غوښتنو او اطلاعاتو بابیزه ګڼل جدي او لړزونکي دي . دا هم ډېر ویل کیدل چې په حکومت کې د آمر او مادون تر منځ د رابطې اخلاق ډېرخراب شوي، خو نننۍ ویډیو هرڅه روښانه او وښودل چې ریښتیا هم د افغانستان د حکومت د ناکامیو یو لوی دلیل داخلي انارشي، بې نظمي، د سپلین او متقابل درناوي تشه او نورې خپلسرۍ دي .

دا ویډیو او هغه هم، چې له امنیتي سکتور سره تړلی ولس ته لړزونکی پيغام لري او خبروي یې چې په حکومت کې دننه وضعیت څومره شړیدلی او په بد طرف روان دی .

د کورنیو چارو وزیر غالباً دا غونډه د دې لپاره بللې وه، چې ملت ته د امنیتي پېښو په مخنیوي کې د امنیتي سکتور د رهبرۍ پاملرنه او جدیت وښيي، خو له بده مرغه نتیجه برعکس او لا نهیلونکې وه .

ملامت به معلوم شي ؟
نننۍ ویډیو سره له دې، چې نهیلونکي پيغامونه لرل خو دا هیله مندي پیدا کوي چې ګوندې له جنرال او وزیر څخه په لوړو مرتبو ناست چارواکي به د دغه شرمونکي وضعیت د خاتمې لپاره هم دا لفظي جنګ په جدیت څېړي او هم به د کابل پېښې په مخنیوي کې د ملامتو چارواکو سمه پلټنه کوي .

داسې هیله مندۍ مخکې هم له ورته ځینو مسئلو سره پیدا شوې وې، چې ورسره نامسولانه چلند بیرته په نهیلیو بدلې کړې وې او لا یې خلک کم باوره کړي او نهیلي کړي وو .

تېرو تجربو ته په کتو سره سخته ده، چې وویل شي د وروستۍ پېښې ملامت به معلوم شي، خو دا هم ويل ضرور دي، چې اوس په عامه اصطلاح چاړه تر هډوکي رسیدلې .

د مخکینیو پېښو نه څېړلو که پر ولس بدې پېښې تکرارولې او ارام یې ترې اخیستی و، خو وروستۍ پېښه د ارګ څو سوه مترۍ ته رسیدلې وه او د دې نه څېړل خپله د ارګ او څنګ ته یې د ارګ د واک شریکه ادارې(اجرایه ریاست) خوب و ارام خرابولی شي .

په دې دلیل چارواکو ته ښایی، چې که د ولس د حفاظت لپاره نه لاس په کارکیږي، د ځان د حفاظت او حیثیت لپاره دا مسئله جدي وڅېړي!

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ارشاد رغاند

ارشاد رغاند ځوان لیکوال، څیړونکی او فعال دی چې د یاران لپاره په روانو سیاسي او ټولنیزو چارو لیکنې کوي.