ټولنیز ژوند روغه سټه

د وزن کمولو ۶ لارې

لیکنه: مریم محمدي

ژباړه: مریم محمدي

د وزن ډیروالی هغه ستونزه ده چې یو شمېر خلک ورسره لاس او ګروان دي. همدارنګه ډاکتران وايي اضافي وزن لرل اوس په نړۍ کې یوه عامه روغتیايي ده.

دا چې ډېر وزن انسان په بېلابېلاو ناروغیو اخته کوي، تاسو کولی شي خپل د ژوند په طریقه او خوړو کې ځینې بدلونونو راوستلو سره اضافي وزن له لاسه ورکړئ او د زیات شمېر ناروغیو لکه شکر، زړه، ځیګر او داسې نورو مخه ونیسئ.

که غواړئ چې خپل وزن کم کړئ دغه اوه لارښوونې درسره مرسته کولی شي:

۱- له ذهني فشار ځان وساتئ
د پرلپسې ذهني فشار زموږ خوب ګډوډوي او وینه کې د خوږې کچه له عادي حالته باسي او دغه حالت د دې سبب کېږي چې لوږه مو ډېره شي او خوړو ته مو اشتها زیاته شي. څیړنو ښوولې چې ذهني فشار درلودونکي زیاتره میرمنې د وزن د ډیریدو ښکار کیږي.

د یوې بلې څیړنې له مخې هغه میرمنې چې آرام او له فشاره پرته ژوند کوي، د نورو میرمنو په پرتله په ورځني ډول ۱۰۴ کالوري ډيرې سوځوي.

۲- قهوه یا چای وڅښئ
چای کې یو ډول کیمیاوي عنصر د ذهني فشار رامنځ ته کوونکي هورمونو د کمښت سبب ګرځي. د قهوې په څښلو سره ډوډۍ ژر هضمیږي او د قهوي له امله د انسان ډیره کالوري هم سوځي، چې د وزن په کموالي کې مرسته کوي.

۳- یوازې لس دقیقې سپورت وکړئ
د کم وخت یا هم سستیا له امله که سپورت نشئ کولای، نو لس دقیقې وخت خو به خامخا ورکولی شئ. که چیرته د لسو دقیقو لپاره لږ چټک قدم ووهل شي، نو د راتلونکي یو ساعت لپاره ستاسې د بدن کالوري سوځي، یوازې لس دقیقې ورزش هم د وزن په کموالي کې رول لري.

۴- پرهیز وکړئ
روغتیا پالان سپارښتنه کوي، چې خپل خوراک د مهالویش په اساس ترتیب کړئ. دوی وايي له ډیره اوړه لرونکي خوراکونه، وچه ډوډۍ او له غوړيو څخه پرهیز وکړئ، ځکه د انسان په بدن کې له اړتیا ډیر پروتین او وازدې پیدا کوي.

د څیړونو په اساس تر خوراک مخکې د یو بوتل اوبو څښل ستاسې سره د کم خوراک خوړلو کې مرسته کوي. هڅه وشي وکړئ چې سلاد، میوې او طبیعي خوراکونه ډیر وکاروئ.

۵- ډیر فزیکي فعالیت وکړئ
دوامداره ناسته د وزن د ډېروالي یو ستر لا مل دی، ورزش کول، قدم وهل او د کور کارونو سربیر نور فزیکي فعالیتونه د وزن تر څنګه مو روغتیا ته هم ګټه لري.

په یاد ولرئ ډیر کارونه په یو ځای باید ونشي، بلکه د وخت په صورت کې ډېر کارونه ډیر ځله وکړئ. ځکه په دې توګه د هر کار لپاره جدا انرژي مصروفيږي چې د وزن د کمښت سبب ګرځي.

۶- ژاولې وژوئ
ژاولې حافظه قوي کوي، عصبي فشار ټیټوي همدا راز د نور ګټو تر څنګ د بدن وزن کنټرولوي.

ډېری خلک بیسکټ یا نور مالګین او خواږه شیان له دې امله نه خوري چې دوی وږي به وي، بلکه له دې امله دا کار کوي چې دوی باید هر وخت څه نا څه وخوري.

د ژاولې په ژوولو سره ستاسې د لږو او دوامدره خوراک مخه نیول کیدی شي. چې په اوږد مهاله کې ستاسې د وزن د کمښت سبب ګرځیدلی شي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مریم محمدي