اقتصاد روغه سټه زده کړې

د وزن کمولو څو ګټورې او ساده لارې

لیکنه: ياران

لیکنه: مریم محمدي

یو شمیر خلک که هرڅومره خوراک وکړي وزن يې نه ډېرېږي، خو ځينې وګړي بیا د چاغښت يا وزن اخيستو هورمون په ځان کې ډېر لري.

د وزن ډیرښت هغه ستونزه ده چې د نړۍ ميليونونه وګړي ترې کړېږي.

د وزن کموالي په باره کې ډاکترانو ډېرې مقالې او لیکنې کړي، چې اکثره به یې تاسو لوستي وي د ليکنو د لوستلو ترڅنګ به مو ډیرې تجربې ازمایلي وي.

که غواړئ په راتلونکي کې مو وزن ډیر نشي او مناسب وزن ولرئ، نو راځې دغه لاندې څو مادې په ځان باندې عملي کړئ، هم به مو وزن کم شي او هم به د پوره روغتيا خاوندان شئ:

۱- د الله ج د هر نعمت څخه استفاده وکړئ، خو هر هغه خواړه چې د اوړو يا وريجو څخه جوړ وي، لکه وچه ډوډۍ، پیريني، کېک، کلچې بسکټ او نور، يوازې پنځوس فيصده وکاروئ يعنې پنځوس فیصده کموالی پکې راولئ.

۲- هڅه وکړئ چې ماسخوتن په وخت ويده شئ، څېړنو ښودلې، هرهغه څوک چې دندې يې د شپې وي، ۷۰ فیصده د وزن د زياتوالي څخه ځوریږي. د شپې په وخت ویده کیدل د روغتیا ترڅنګ دا مرسته هم درسره کوي، چې سهار په وخت پورته شئ د عبادات سره سره ۳۰ دقیقې ورزش به هم وکړئ، دا کار د زون په نورمال ساتلو کې رول لري.

۳- د غرمې خوب سنت دی. د غرمې خوب ستاسو پر روغتيا سربېره د وزن په کمولو کې ستر رول لوبوي.
دا فکر له ماغزو وباسئ چې ګنې خوب وزن زياتوي. نه هېڅکله هم نه، څیړونو مندلې په نورمال ډول خوب کول، دا چې وزن نه زياتوي، برعکس وزن کموي.

غرمه يا ماسپښين مهال خوب هېڅکله مه پرېږدئ لږترلږه ۱۰ يا هم ۲۰دقیقې په لنډ خوب ځان عادت کړئ. د ماسيښین خوب کول، د ورځ په فعالیت اغیزه لري چې کولای شئ لا ډیر کار وکړئ او وزن به مو هم مناسب وي.

۴- که ستاسو ورځينۍ دنده کوم فزيکي کار وي، سپورټ ته اړتيا نلرئ، خو که دنده مو د مېز او کمپيوټر تر شا وي، نو د ورځې شل دقیقې منډه او ۴۰ دقیقې خپله باغچه کې کار او يا جيم کې سپورټ وکړئ.

۵- حديث دی، « مخکې له دې چې ډېر موړ شئ، خوراک بس کړئ. که چیرې مخکې له پوره مړیدو خوراک بند کړئ، په طبیعي توګه د وزن له ډیریدو به وژغورل شئ.

۶- حديث دی، که غواړئ صحتمند اوسئ، نو روژې ونيسئ. کوښښ وکړئ چې اونۍ کې ۲ ورځې روژه شئ، خو بیا هم که وړتیا یې نه لرئ، نو په ماشت کې د ۴ روژو، نیول هم د وزن په کم والي کې مرسته کوي. د روژې په نیولو سره هم ثواب او هم خرما.
خو دلته د روژې میاشت نه، بلکې په نورو عادو ورځو کې روژه نیول دي

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران