ټولنیز ژوند روغه سټه ژوند بڼه

د ورځني ژوند هغه ۴ کارونه چې د انسان د ژر زړښت لامل کیږي

لیکنه: مریم محمدي

ژباړه: مریم محمدي

ممکن باور ونه کړئ، خو ځیني خلک چې یو شمیر ورځې کارونه کوي، د دوی د زر زړیدو سبب کیږي.

۱- د تلویزیون لیدل
ټول په دې پوهیږي چې د ډير وخت لپاره تلویزیون ته ناسته د ملا د درد لامل کیږي. مګر شاید په دې په نه پوهیدئ چې دا کار د عمر د کمیدو سبب هم کیږي.

د کوینزلند پوهنتون څیړونکې ډلې د یو راپورو په خپرولو سره ویلي، چې د یو ساعت تلویزیون لیدل د انسان ۲۲ دقیقې عمر کموي، همدارنګه څیړونکي وايي چې د تلویزون ډیر لیدل د نورو ستونزو تر څنګ اعصابي ناروغۍ هم پیدا کوي.

۲- ډير یا لږ سپورت کول
ورزش د ځان ځوان ساتلو او روغتیا سر بیره د ستاسو بدن ته ډیرې ګټې لري. مګر له اندازې ډير ورزش کول بدن ته زیان هم لري، چې د هډوکو د درد سبب کيږي.

څیړونکي وايي غیر منظم یا هم لږ یا ډير ورزش کول د انسان وزن ډيروي، د زړه ناروغۍ پیدا کوي او همدا راز د عمر په کموالي او زر زړښت اغیزه لري.

۳ – ډیره موسیقي اوریدل
نویو څیړونو ښودلې که چیرې یو په ورځ کې یو ساعت مکمل د هډفون یا غوږئ له لارې موسیقي واوریدل شي، د اوریدلو حس کموي، همدارنګه که چیرې په لوړ غږ موسقي واوریدل شي، هغه زیان چې غوږونو ته رسیږي ممکن دوامداره شي، چې دا کار هم په زر زړښت کې رول لري.

۴- له صابونه ډیره استفاده
شاید فکر کوئ چې صابون د مخ پوستکي لپاره تر ټولو ښه ملګری دی، خو اصلآ دا خبره سمه نه ده. ځکه د مخ پوستکی له ځانه یو خاص طبیعي او ګتور غوړ لري، خو کله چې د صابون نه ډیر استفاده کوئ، دا کار د دې لامل کیږي چې د پوستکي غوړ له منځه یوسئ، ځکه د مخ پوستکی وچیږي، چې له همدې کبله په مخ کې زر ګونځې پيدا کیږي او ستاسو د څیرې د زر زړیدو لا مل کیږي.

منبع: مشاور جلد

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مریم محمدي