هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
کرکټ لوبې

د ورزشي خبریالانو د سازمان سیالۍ پیل شوې

په کابل کې د افغانستان د ورزشي خبریالانو د سازمان په مشرۍ د ختیځ زون او په کابل کې د مرکزي زون ترمنځ د کرکټ لوبو د درې ۱۵ اوریزه سیالیو لړۍ پیل شوه.

دغه لوبې چې د ختیځ زون او د کابل ولایت د بیلابیلو رسنیو ورزشي خبریالان یې ګډونوال دي، په کابل کې د زرملوال کرکټ په لوبغالي کې د پنجشنبې په ورځ پیل شوې، چې په لمړۍ لوبه کې د ختیځ زون کرکټ ملي لوبډلې مرکزي زون لوبډلې ته په ۴ ویکټو سره ماتې ورکړه.

په دغه سیالۍ کې د مرکزي زون لوبډلې د لوبې په ټاکلو ۱۵ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځیدو د صابر ملنګ د۵۱ منډو جوړولو سره ۱۲۳ منډې جوړې کړې.

د ختیځ زون لوبډلې له ځان سره ښکلی پیل درلود او د لوبې ټاکل شوی هدف یې د لوبې په ۱۴ م اور کې ترلاسه کړ.

په دې لوبه کې د ختیځ زون لوبډلې لپاره قسیم هلال د ۴۶ ناسوځيدلو منډو او ۳ لوبغاړو په سوځولو د سیالۍ غوره لوبغاړی ونومول شو.

د داواړو لوبډلو ترمنځ د لړۍ دویمه او دریمه لوبه به نن د جمعې ورځ د کابل په الکوزي نړیوال کرکټ لوبغالي کې ترسره شي.

په کابل کې د ورزشي خبریالانو د سازمان مشر محمد واصل وصال وویل، له دې سیالیو څخه یې موخه د زونونو په کچه د خبریالانو ترمنځ د همغږۍ او لا همکارۍ رامنځته کول دي.

دا لمړی ځل دی، چې په کابل کې د ورزشي خبریالانو د سازمان له لورې د ورزشي خبریالانو ترمنځ د کرکټ د دوستانه سیالیو لړۍ پیل شوې ده.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
/* ]]> */