بریا او پرمختګ ټولنیز ژوند زده کړې

د وخت مدیریت مانا؛ له وخت څخه سالمه ګټه اخیستنه

لیکنه: حمیدالله حمیدي

څو میاشتې مخکې د ښاغلي سمیع الله اېلم یوه سمینار ته ناست وم، سمینار د وخت د ارزښت په اړه و. ډېره یوه په زړه پورې خبره یې وکړه. ښاغلي اېلم وویل چې موږ ډېر کله د وخت د مدیریت خبره کوو، خو په اصل کې هغه څه مدیریت کېدای شي چې زموږ په واک کې وي. وخت زموږ په واک کې نه دی، بلکې د سیند غوندې راون دي. که چا ترې ګټه واخیسته نو ښه تر ښه او که یې ګټه وانه خیسته، هغه ده چې له لاسه یې ووت. مانا دا چې وخت مدیرت کېږي نه، خو که ګټه ترې واخلو وخت به مو مدیریت کړی وي.

که تر اوسه د دې جوګه نه وۍ، چې خپل ټول کارونه پر وخت تر سره کړئ له همدې اوسه په ځان کې دغه قوه را ژوندئ کړئ او له ځان سره پرېکړه وکړئ، چې له دې ورسته باید هر څه له پروګرام سره سم پر مخ بوځم، خپلې نیمګړې پروژې پر مخ بوځئ، تر څو د کار د تماموالي خوند وڅکئ.

ایا د هغو کسانو له ډلې یئ، چې د شپې مخکې له ویده کېدو د سبا د کارونو مهال وېش جوړوئ او په پوره مېړانې سره د خپلو پروګرامونو پر وړاندې درېږئ؟ او که د هغو کسانو له ډلې یئ، چې تېرېدونکو شېبو ته چندانې ارزښت نه ورکوئ؟

ایا تاسو هم اجازه ورکوئ، چې وخت مو په اسانۍ سره له لاسه ووځي بې له دې نه، چې پوه شئ څه ډول سرمایه مو له لاسه ورکړې ده؟

په دې هیله، چې تاسو ښاغلي په لومړۍ ډله کې وۍ، خو که تر اوسه پورې هم د وخت په قدر نه یۍ پوه په دې لیکنه کې در سره ځینې موارد شریکوم، چې په عملي کولو سره به یې وخت ته له طلا څخه هم په زیات ارزښت قائل شئ. د غه راز به د دې چارو په عملي کولو سره د یوه تېز منډه وهونکي په څېر خپلې موخې ته ورسږئ.

تر اوسه مو دغه موضوع نه ده درک کړې، ځکه پر وخت یا هم مخکې له وخته مو د کار د خلاصون خوند نه دی څکلی. فرض کړئ یوه پروژه په لاس کې لرئ، چې باید د درېو میاشتو په اوږدو کې یې خلاصه کړئ، خو تاسو هغه په دوه نیمو میاشتو کې تماموئ؛ په دې وخت کې مو په وجود کې داسې د خوښۍ حس پیدا کېږي، چې څومره ژر وکولای شئ بله پروژه لاسته راوړئ. دلته داسې حس در سره پیدا کېږي، چې دویمه پروژه څومره ژر او له هغې نه په ښه کیفت پای ته ورسوئ. په خپل وخت د کار تمامول ځانګړی خوند لري او دغه څه د وخت په تېرېدو سره د انسان په خټه کې نغښتل کېږي؛ خو په مقابل کې د کارونو پر وخت نه تمامول، بې ځایه وخت تېرول او افسوس کول بیا د انسان د وجود د داخلي برخې د تخریب سبب ګرځي.

له دې ورسته مو له ژونده بې ځایه وخت تېرول حذف کړئ. وخت ستاسو تر ټولو ستره پانګه ده او د هر بریالي کس ژوند د هغه له دوه چنده وخت سره پرتله کېږي. که تاسو په ځوانۍ کې د هغه کارونو د تر سره کولو توان ولرئ، چې لویان یې کوي ولې مو ټول خلک ستایي. د دې پوښتنې ځواب ډیر اسانه دی؛ ځکه تاسو د خپل وخت قدر پېژندلی، نو یوه لحظه وخت مو هم بې ځایه مه تېروئ. تل په ګټورو کارونو باندې ځان مصروف کړئ، د کار او تفریح لپاره مو وخت وټاکئ، خو هېڅکله هم خپل وخت بې ځایه مه تېروئ.

فرض کړئ د خاله زوی مو، چې په یوه کال کې یې یوازې دوه ځله لیدلای شئ، د زوکړې ورځ یې لمانځي او تاسو ته یې هم خبر درکړی، غواړئ هغه ته یوه په زړه پورې تحفه واخلئ، دوه اونۍ وړاندې د ښار په ټولو مغازو ګرځئ تر څو ورته یو ښه شئ واخلئ، چې دا ټول هسې د وخت تېرول دي، تاسو کولای شئ لومړي دوکان ته په ور ننوتلو سره یو ښکلی او په زړه پورې شی انتخاب کړئ او هغوی ته یې ډالۍ کړئ، بې له دې چې یوازې د یوې عادي ډالۍ لپاره دوه اونۍ خپل قیمتي وخت ضایع کړئ، کولای شې د دې دوه اونیو په اوږدو کې تاسو ډېر لوی کارونه تر سره کړئ.

که د زیاتو کارونو تر سره کول درته ستړي کوونکي وي او نه شئ کولای په یو وخت کې په ټولو کارونو پسې ورسېږئ، نو ښه خبره ده، چې د ځان لپاره یو استازی ونیسئ، چې د کارونو په کولو او تنظیمولو کې در سره مرسته وکړي.

د بېلګې په توګه هغه تکړه لیکوال، چې د لیکلو ښه وړتیا یې درلوده او په قلم یې ښه او ګړندي لیکل کولای شول، خو اوس چې د کمپیوټر زمانه ده، ښه خبره دا ده، چې لومړی خپله ځان له ټیپېنګ سره اشنا کړي او که نه د ځان لپاره یو مهار ټیپېسټ ونیسي تر څو کارونه یې ښه او ګړندي پر مخ ولاړ شي. کېدای شي هغه د یوه ټیپېسټ لپاره ډېره کمه اجره ورکړي، خو په دې کار سره یې خپل کارونه یو پر دوه ګړندي کړي او ډیره ګټه لاس ته راوړلای شي.

ډیر کله، زموږ او تاسو وخت د ترافیکو په ګڼه ګوڼه او یا هم په اوږدو قطارونو کې په ودرېدو تېریږي، دا وختونه په مطالعې او یا هم د ام. پي. تري لارې د یوه ګټور مطلب پر اورېدلو تېر کړئ په دې سره به مو د وخت له ضایع کېدو څخه مخه نیول شوې وي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

حمیدالله حمیدي

حمیدالله حمیدي په 1388 کال کې په کابل کې د افغانستان تخنیکي او مسلکي زدکړو په انستیتیوت (ATVI) کې د کمپیوټر ساینس ډېپارټمنټ څخه فارغ شوی. له ۲۰۱۱ م کال راهېسې سپوږمۍ راډیو سره دنده پیل کړې.
له سپوږمۍ راډیو سره د کار کولو پر مهال یې د پښتو ادبیاتو د شپې پوهنځی لوستی او په ۱۳۹۶ کال کې د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د پښتو ادبیاتو له څانګې فارغ شوی. حمیدي پر سپوږمۍ راډیو سربیره له نورو رسنیو سره هم همکاري کوي. په دې لړ کې له څه مودې راهېسې د یاران لپاره هم لیکنې چمتو کوي. په یاران کې د ښاغلي حمیدي د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق د یاران له ادارې سره خوندي دی.