ټولنیز ژوند ژوند بڼه

د هیلې او موخې توپير؛ ایا موخه د ژوند یوه برخه ده؟

لیکنه: ياران

لیکنه: شریف ځاځی

لیکنه د څو پوښتنو په ځوابولو پیل او پای ته رسوو، خو وړاندې له دې لوستونکي باید پوه شي، چې هیله او موخه سره توپیر لري.

هیله: هیله په اصل کې یو خیال، خوب او تمې ته ویل کيږي، چې موږ د نه لرونکو شيانو په اړه له ځان سره لرو.امکان لري لاسرسی ورته پیدا یا یې ونه کړو او ډېری خلک د لاسرسۍ لپاره یې بېړه نه کوي.

موخه: په ژوند کې موخه د انسان یو لاره ده، چې د یو څه لاس ته راوړلو لپاره په کې روان دی. په دغه برخه کې ډېرې هلې ځلې کوي او د منظم لنډ مهاله، منځ مهاله او اوږد مهاله ستراتېژې (کړنلارې) په جوړولو ورپسې کېږي. تر هغه چې خپلو موخو ته ورسيږي.

موږ ولې عبادت کوو؟
په اصل کې د انسان پیداېښت واقعه د يوې سپېڅلې موخې لپاره شوی دی، په دغه خبره ډېری خلک پوه دي، چې الله خپل بنده ګان د کومې موخو لپاره پیدا کړي ،چې هغه:
د انسان ازموینه ده، د رب د احکامو عملي کول دي، د جنت ګټل دي…

اوس باید په دې پوه شو،چې الله د انسان په پېداېښت کې خپلې موخې تعقیبوي او بې هدفه انسان نه شي کولای د خپل ژوند کولو په مفهوم پوه شي.

تر اوسه مو له خپل ځانه پوښتي، چې ژوند یعنې څه؟
په ټوله کې ژوند په ځانګړې توګه ټولنیز ژوند دوه اړین اړخونه لري، چې معنویات او مادیات نومېږي.

معنویات؛ ډېرو جزئیات ته به نه ځم زما په اند معنویات هغه څه دي، چې د انسان په باطن کې تر ظاهره ډېر وي. څنګه؟ دلته دواړو ته يې لنډه کتنه کوو:
۱ـ باطني بڼه یې: هر انسان په باطن کې سره توپیر لري، د انسان مثبت فکرونه، ځان باوري، باطني خوځښت، هڅه، همت، غیرت او نور….. دا هغه څه دي، چې انسان کې یو ډول خوځښت رامنځ ته کوي. تر څو په ټولنه کې د نورو انسانانو په څېر ژوند وکړي، ټولنیز اوسي او له دې سره چې ځان ته ژوند کوي انسانیت ته خدمت وکړي.
۲ـ ظاهری بڼه یې: هغه مثبتې کړنې، چې موږ په ټولنې کې ترسره کوو ځان او خلکو ته په کې ښېګڼې رسوو، فرق نه کوي که هغه د ویلو، کړنو او د یو ښه فکر ورکولو په بڼه وي. تر څو په خلکو مثبت اغیز ولري او انسان یې په عملي کولو کې خلکو ته یو اغیزمن کس ثابت کړي.

مادیات
مادیات هغه څه ته ویلي شو، چې ظاهري شکل ولري او د انسان په ژوند مستقیم اغیز ولري، چې هغه کور، موټر، دارايي او دې ورته نور شیان دي .مادیات کولای شو په بیلابیلو لارو لاس ته راوړو د یادونې وړ ده، چې د مادیاتو سرچینه معنویات دي.

څومره مو د خپلو غوښتنو پر اساس ژوند کړی؟
که انسان په ظاهري او باطني بڼه سره توپیر لري خو ژوند یې په خپل لاس کې دی. هر هغه څوک چې نن د خپلو غوښتنو په اساس ژوند لري، دلیل یې له لومړیو څخه په ژوند کې هدف درلودل دي.
په پښتو او دري کې متل دی، چې وايي “څه چې کرې هغه به رېبې” دغو خلکو شپه او ورځ سره یو کړې، ځان لپاره یې ښه څه کرلي او نن یې رېبي.

هغه کسان، چې د خپل ژوند څخه په یوه شکل ناراضه ښکاري، هغوی همدا کرلي ول، چې نن یې رېبي، هر څه ته یې په بې اهمیته ډول کتلي، بې حرکته د الله په تمه ناست ول، ژوند یې دوه ورځې ګڼلو او اوس په دغه ناراضیاته حالت کې له ځانه هم ګيله مند دي.

څوک چې هدف لري حرکت کوي او الله هم ویلي ته حرکت وکړه زه درسره یم. باید پوه شو، چې الله خپل بنده ته عقل، فکر او منطق ورکړی او بې دلیله چا ته څه نه ورکوي.

تر اوسه مو کومې لاس ته راوړنې لرلي؟ که درلودې مو څومره اړینې وې؟
هدف لرونکي خلک په ژوند کې لاس ته راوړنې لري لاس ته راوړنې مو په ژوند کې اړین رول لوبه وي. هغه لاس ته راوړنې، چې ستاسو په شخصیت یې مستقیم اغیز کړی وي. د نن لاسته راوړنې مو د څو کلو وړاندې ټاکل شویو موخو پایلې دي او په اوسنیو فعالیتونو مو مستقیم اغیز لري، تر څو زیاتې هلې ځلې وکړئ.
اړینې لاس ته راوړنې مو د ژوند ترڅنګ په شخصیت، کورنۍ او دوستانو مستقیم اغیز لري تر څو مو نور هم په دې برخه کې وهڅوي.

پاي: اوس باید په دې پوه شو، چې زموږ پیداېښت د الله لپاره موخه ده، د الله بندګي زموږ لپاره موخه ده، ښه ژوند هغه وخت لرلی شو، چې د ژوند موخې مو معلومې وي، لاس ته راوړنې هم د موخو په درلودو کې امکان لري.

بې هدفه خلک د هدف لرونکو خلکو هدف ته د رسېدو لوښي دي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران