مخکښان

د هټلر ژوند او څو لنډې ويناوې یې

لیکنه: ياران

ژباړه: محمد عزيز پردېس

هتلر د ۱۸۸۹ کال د اپرېل په شلمه دې نړۍ ته سترګې رڼې کړې، هغه په المان کې د کارګرانو د سوسيالېست ګوند ( نازي ګوند ) مشر او د ۱۹۳۳ – ۱۹۴۵ د جرمني لومړی وزير پاتې شوی دی. اډولف د المان په يوې اتريشي ژبې کورنۍ کې زېږېدلی دی.
هټلر په ۱۹۲۰ ز کال کې نازي ګوند ته يو د تجربه کار سرتېري په صفت ورغی او په ۱۹۲۱ کې د ياد ګوند مشر شو.
هتلر په ۱۹۲۳ کې د يوې ناکامه کودتا په تور د زندان د تورو کوټو مېلمه شو، هغه د زندان پنځه کلنې مودې په ترڅ کې د ( زما جګړه ) کتاب وليکه. هټلر د زندان د ازادېدو څخه وورسته د خپل ملي فکر، د کمونېستي ضد پاڅونونو او د خپلو نوښتيزو ويناوو په ترڅ کې يې په المان کې ډېر پلويان خپل کړل.
نوموړی په ۱۹۳۳ کال کې د پاول فن هېندنبورګ لخوا د المان د لومړي وزير په توګه وګومارل شو. هتلر وشو کولی چې د المان پوځ په هراړخيز ډول جوړ او غښتلی کړي، او په دې وتوانېد چې د جرمني ځواک د نړۍ د سترو ځواکونو په کتار کې ودروي.
هتلر يو پياوړی، دکتاتور او ظالم مشر و، هغه د صهيونست ضد فکر په تعقيبولو سره په ميلونونو يهودان ووژل.
هتلر په ۱۹۳۹ کال کې د پولند سرحد ته په مداخلې سره دويمه نړيواله جګړه پيل کړه، په لومړيو کې د هغه سرتېري بريالي ول او ډېرې برياوې يې د المان لپاره ترلاسه کړې او دا ځکه چې هغه خپل سترتيري په خپل غښتلي مديريت سره په ښه بڼه روزلي ول، خو نوموړي په ۱۹۴۵ کال کې مخکې له دې چې المان د جګړې بايلونکی شي؛ پخپله يې خپل ځان ووژه.

دا هم د هتلر ځينې مهمې او مشهوره ويناوې:

۱- د يوه ملت د ماتولو لپاره ترټولو غوره لاره د هغه ملت د معنوي ارادې او ځواک کمزوره کول دي.
۲- که کوم هوډ مو له ماتې سره مخ شو، نو د هڅې او کوښښ څخه بايد لاس وانخلو او ناهيلي بايد نشو.
۳- د برياليتوب پر مهال، شننې ته اړتيا نه لرئ، خو د ناکامۍ پر مهال بيا توضېحاتو ته څه نه لرئ.
۴- هر هغه څوک چې وشي کولی خپل شهواني هوس مهار کړي، نو د غښتلې ارادې څښتن دی.
۵- هر هغه څوک چې په تخيلاتو سره د ستونزو څخه ځان ته غر جوړوي او هر څه ستونزمن ګڼي، نو د هغه له منځه تلل حتمي دي.
۶- هرچېرته چې بشپړ ايمان وي، نو هلته غښتلې اراده هم شتون لري او بې ارادې کسان هغه څوک دي چې په هېڅ شي ايمان نه لري.
۷- څوک چې غواړي ژوندی پاتې شي، بايد مبارزه وکړي او کله چې له مبارزې څخه لاس واخلي نو د ژوند کولو حق نه لري.
۸- ښوونه او روزنه د يو هېواد بنسټ دی او د ځوانانو اذهان بايد د داسې مالوماتو څخه ډک نشي چې ٪۸۰ يې د هغوی لپاره بې ګټې دي.
۹- که تاسو يو ماشوم په سر ووهئ او د هغه د پرمختګ او تکامل څخه مخنيوی وکړئ، نو مالومداره ده چې داسې موجود به په خپل ځان کې هېڅکله داسې ځواک پيدا نه کړي چې خپل فکر او ذهن ته پراختيا ورکړي.
۱۰- کله چې يو ملت خپل فرهنګ، نژاد او مليت لپاره ارزښت قايل نشي او هغه حق چې دوی ته ورکړل شوی دی، هغه تر پښو لاندې کړي او د هغه سیاسي بدمرغۍ څخه چې دوی يې خپله لامل ګرځېدلي؛ د شکايت کولو حق نه لري.
۱۱- ځينې حقايق داسې سرې او پټ وي چې که څوک ورته زير نشي نو نه يې شي پېژندلی او دا هم جالبه ده چې دا څرګند حقايق عادي کسان نشي ليدلی.
۱۲- د يوه ملت بريا په دې کې ده چې د ټولنيزو او ټولګټو کارونو د ترسره کولو لپاره مفکره مغزونه او با استعداده کسان په دندو وګوماري.
۱۳- کله ناکله يو بزګر سړی له هغه ځوان څخه هم غوره دی چې په يوه لویه کورنۍ کې زېږدلی وي، عمومي پوهه يې ترلاسه کړې وي او د وړتيا له اړخ نه پوره وي.
۱۴- يوه دولت هغه وخت د خپل ملت لپاره غوره بللی شو چې نه يواځې دا د خلکو لپاره د ژوند کولو شرايط برابر کړي، بلکې د دې وړتيا هم ولري چې د خپل د اسقتلاليت ستنې غښتلې کړي.
۱۵- دولت د ملت مانا ورکوي او که دولت د ملت نه وي نو له منځه تلونکی دی.
۱۶- که هر ملت اراده ولري نو په هر کار کې يې برياليتوب يقيني دی.
۱۷- غښتلي په يوازيتوب کې هم غښتلي دي.
۱۸- ښه خلک تل د ستونزو سره لاس او ګرېوان وي.
۱۹- طبيعت د سياسي پولو په نامه څه نه پېژني.
۲۰- د پروپاګند په وسيله کولی شو چې جنت دوزخ او دوزخ جنت کړو.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران