ژوند بڼه

د هوسا ژوند پر لور څو ښې خبرې

لیکنه: ياران

 

ژباړن: محمد عزيز پردېس

۱- کله چې چاته وايئ: چې مينه درسره لرم نو ثابته يې کړئ چې واقعا ورسره مينه لرئ.

۲- کله چې وايئ: متاسف يم؛ نو د مقابل لوري سترګو ته وګورئ.

۳- مخکې له واده څخه لږ تر لږه مياشتې انتظار وکاږئ ( نامزد پاتې شئ ).

۴- تل هڅه وکړئ چې د خلکو د تمې نه پورته هغوی ته بښنې وکړئ او دا کار په خوښۍ سره ترسره کړئ.

۵- د خپل د خوښې شعر/سندره له ياده زده کړئ.

۶- هر هغه څه چې اورئ باور پرې مه کوئ او خپله ټوله شتمني مه مصرفوئ.

۷- په مينه کې لومړنۍ لیدنې ته ارزښت ورکړئ.

۸- هېڅکله د نورور په خوبونو مه خاندئ.

۹- په خوښۍ او د زړه له تله مينه وکړئ، کيدای شي دې برخه کې ستونزو سره مخامخ شئ؛ خو په ياد ولرئ دا د نېکمرغۍ يوازينۍ لار ده.

۱۰- د خلکو په اړه د هغوی د خپلوانو له مخې قضاوت مه کوئ.
۱۱- آرامه وغږېږئ او تېز فکر وکړئ.
۱۲- کله چې تاسو څخه کوم څوک پوښتنه کوي او تاسو نه غواړئ چې ځواب ورکړئ نو وموسېږئ او ترې وپوښتئ چې ولې غواړئ پوه شئ؟

۱۳- په ياد ولرئ چې لويه مينه او لويې برياوې لوی خطرونه هم لري.
۱۴- تل مو خپلې مور سره تماس کې اوسئ.

۱۵- کله چې مو ماته وخوړه نو د دې ماتې څخه چې څه زده کوئ، هېر يې نه کړئ.

۱۶- درې څيزه له ياده مه اوباسئ: خپل ځان ته احترام، نورو ته احترام او او د خپلو ټولو مسوليتونو قبلول.

۱۷- اجازه مه ورکوئ چې يوه کوچنۍ شخړه مو لويې ملګرتيا ته زيان ورسوي.

۱۸- کله چې مو درک کړه چې تېروتي ياست نو د جبران لپاره يې کوټلي ګامونه پورته کړئ.

۱۹- کله چې ټيليفون ځوابوئ وموسېږئ، هغه چا چې تاسو سره يې اړيکه نيولې نو ستاسو موسکا به حس کړي.

۲۰- له داسې ښځې/ سړي سره واده وکړئ چې مينه لرئ ورسره خبرې وکړئ او خوښېږي مو.

۲۱- يوازيتوب ته هم لږ وخت ورکړئ، يانې کله ناکله يوازيتوب هم ښه وي.

۲۲- د بدلون لپاره مو غېږه پرانيزئ؛ خو دومره هم نه چې ستاسو ارزښتونه تر پوښتنې لاندې راشي.

۲۳- دا په ياد ولرئ چې کله ناکله چوپتيا غوره ځواب دی.

۲۴- ډېر وخت کتاب مطالعه کړئ او لږ وخت تلويزون وګورئ.

۲۵- په ښه ډول او په عزت سره ژوند وکړئ ترڅو په بوډاتوب کې مو تېر وخت په ياد راولئ او خوند ترې واخلئ.

۲۶- په لوی رب توکل وکړئ.

۲۷- په کورنۍ کې مو مينه ييز چاپېريال اړين دی، د آرام ژوند لپاره هڅانده اوسئ.

۲۸- د موضوعاتو اصل او ريښې پيدا او ځان پرې پوه کړئ، هېڅکله لنډ فکر مه کوئ.

۲۹- خپل علم تر نورو ورسوئ چې دا په حقيقت کې صدقه جاريه ده.

۳۰- د چاپېريال سره مهربانه اوسئ.

۳۱-   د لوی رب سره راز او نياز وکړئ٬ دې کار کې ډېرې ښېګڼې پرتې دي.

۳۲-  کله چې څوک ستاسو څخه ستاينه کوي نو خبرې يې مه پرې کوئ.

خپل حواس مو د کار پر وخت کنټرول کړئ.۳۳-

۳۴- هغه څوک چې ستاسو د ښکلولو پر مهال سترګې نه تړي نو اعتماد پرې مه کوئ.

۳۵- په کال کې يوځل داسې سيمې ته ولاړ شئ چې تاسو لپاره نوې سيمه وي.

۳۶- که عوايد مو ډېر وي نو يوه برخه يې په خپل ژوندون کې د نورو لپاره اختصاص کړئ٬ دا ترټولو ښه خوند دی چې تاسو يې له خپل مال څخه اخلئ.

۳۷- دا په ياد ولرئ کله ناکله هغه څه ته نه رسېدل چې تاسو يې غواړئ٬ ستاسو نېکمرغي ده.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران