لوبې

د هنکانګ په ماته افغانستان شپږو غوره لوبډلو ته ووت

د ۲۰۱۹ کرکټ نړیوال جام غوراوي سیالیو کې افغان کرکټ ملې لوبډلې شپږو بهترینو(Super Six) ته لاره پیدا کړه.

افغان کرکټ لوبډلې په دغه سیالیو کې یوازې نیپال ته ماتې ورکړه، خو له زمبابوي، سکاټلنډ او هنکانګ څخه ماتې وخوړه.

که څه هم په دغه سیالیو کې د افغان لوبډلې مخکې تګ یو څه ستونزمن وو، خو د هیوادوالو د زړه له خلاصه دعا ګانو سره دوشنبي نیپال لوبډلې هنکانګ ته ماتې ورکړه او افغان لوبډلې ته د مخکې تګ موقع په لاس ورغله.

په دغه ګروپ کې زمبابوي او سکاټلنډ په څلورو کې درې لوبې وګټلې او یوه لوبه د دواړو تر منځ د باران له امله مساوي پای ته ورسیده، افغانستان، هنکانګ او نیپال په څلورو لوبو کې یوازې یوه، یوه سیالۍ وګټله، خو دا چې د افغان لوبډلې نیټ رن ریټ تر نورو پورته وو، نو په دې سره افغان لوبډله شپږو بهترینو ته ورسیده.

افغان کرکټ مینوالو د هنکانګ او نیپال د لوبې د نتیجې لپاره داسې انتظار کاوه لکه د خپل هیواد د کرکټ لپاره یې چې کوي.

هنکانګ د لوبې په پيل کې پچه وګټله او خپله یې توپ وهنې پرېکړه، خو دا پرېکړه یې په زیان تمامه شوه او ټوله لوبډله یې د ۵۰م اور وړاندې په ۱۵۳ منډو وسوځېده.

په مقابل کې پیل د نیپال پیل ښه وشو، خو د تمې خلاف يې وروسته ویکټې ژر ژر ولویدې چې يې تر ۶۵ منډو وړاندې پنځه لوبغاړي وسوځیده، خو تر هغې وروسته یې همدا پنځمه ویکټې تر پایه ودرېده او هنکانګ لوبډلې ته یې ماته ورکړه.

په دې سره له B ګروپه څخه زمبابوي، افغانستان او سکاټلنډ (super six) یا شپږو بهترینو ته لاره وموندله.

دا به مو ډیر اوریدلي وي چې ځینو به دعا کوله چې خدایه داسې شر راپیښ کړي چې زمونږ پکې خیر وي. همداسې وشول، له څو ورځو راهیسي د افغان کرکټ مینوال نیپال لوبډلې ته په دعاؤ بوخت ول او تر پایه یې د هنکانګ او نیپال لوبه په ډېر شوق سره وڅارله.

دا لومړی ځل نه دی چې افغان کرکټ لوبډله په داسې مهم پړاوو کې د پولۍ ټک ته ناسته وي او ګټه او زیان د نورو لوبډلو پورې تړل کیږي، بلکې تر دې وړاندې هم په مهمو سیالیو کې د مخکې تګ لپاره د نورو لوبډلو د ګټو انتظار یې کړی.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی