موسیقي او تصویر

د هند په لومړي وزیر نریندرا مودي فلم جوړیږي، او د سلمان خان نوي فلم تاوان وکړ

 

له رستم او ایرلیفټ فلمونو څخه وروسته اکشي کومار یو ځل بیا ثابته کړه، چې هغه د یو ریښتیني ژوند ممثل دی.

په هندي سینما کې نوموړی ځان ته خپل نوم (خالدي) او ځای ثابت کړی. د نوموړي په اړه ویل کیږي، چې د سروزرو زړه لري او څوک چې هم اړتیا ولري، دا يې مرستې ته تیار دی.

خبره د هندوستان په لومړي وزیر نریندرا مودي د فلم جوړولو وه.

په نوموړي د فلم د جوړولو په سر خبرې له وړاندې روانې وې او څو انپام کیر په شمول ورته څو کسان په پآم کې نیول شوي، چې د ښاغلي مودي رول ولوبوي.

خو د وروستيو خبرونو په حواله، فلم کې د لومړي وزیر نریندرا مودي رول اکشي کومار ته ورکړل شوی دی.

بي جي پي چې د نریندرا مودي ډله ده، د فلم د جوړیدو هرکلی کړی او اکشی کومار يې د فلم لپاره وړ کس بللی دی.

د فلم د جوړیدو او خپریدو وروستۍ لا نیټه لا هم نه ده اعلان شوې.

اکشي کومار زیات فلمونه د هند په پوځ او ملي مسایلو جوړ کړي دي. له همدې امله هغه د هندوستان په ولس او بهر کې زیات محبوبیت لري. اکشی کومار یو ښه کومیډي ممثل هم دی.

بل پلو د سلمان خان ټیوب لایټ فلم له سره نه هم تاون وکړ.

د هندي سینما وتلي اداکار سلمان خان له پرله پسې بریالیتوبونو وروسته دا ځل په هندي سینما کې له تمې خلاف ډير تاوان وکړ.

د هغه وروستي خپور شوي فلم، ټیوب لایټ په ډیره ګرانه یواځې څه باندې ۱۰۰ کروړه پیسې وګټلې.

سرچینې وايي، چې فلم له خپل سره څخه ډیر تاوان وکړ اوس سلمان خان اړ دی، چې له خپله جیبه ۵۰ کروړه نقصان جبران کړي.

سلمان خان هم منلې، چې فلم يې تاوان وکړ، خو ژمنه يې وکړه، چې په نورو فلمونو کې جبرانوي.

هغه زیاته کړي، مینوالو يې دده اوښکې په پرده نه شوې لیدلای، او له همدې امله يې زیاتو مینوالو فلم ونه لیده.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */