طبیعت

د هند په اندهرا پردیش کې په څو ساعتونه ۳۶ زره تندرونه غورځیدلې

لیکنه: ياران

د هند په جنوبي ایالت اندهرا پردیش کې د چارواکو په وینا د سه شنبې په ورځ په ۱۳ ساعتونو کې شپږ دیرش زره اوه سوه نهه څلوېښت ځلې د اسماني تندرونو یا تالندې او بريښنا پېښې ثبت شوې.

په داسې حال کې چې دغلته د مونسون باراني موسم پیل شوی چارواکو د راډیو تلویزون او انلاین شبکو له لارې خلکو ته د نورو تندرونو د غورځیدو خبرداری ورکړی.

چارواکو ویلي که څه هم د مونسون د بارانونو په دې موسم کې د تندرونو غورځیدل عادي دي، خو په دومره ګڼ شمیر کې تندر غورځیدنې په دې سیمه کې غیرې معمولي دي. تیر کال د مې په ټوله میاشت کې دیرش زره تندرونه په دې سیمه کې ثبت شوې وو.

د چارواکو په وینا د تندرونو د غورځیدو په دې پېښو کې نهه کسان وژل شوي دي.

ځینې ساینسپوهانو ویلي، په نړیوال اقلیم کې راغلی بدلون ددې سبب شوی دی چې په ځینو سیمو کې موسمي حالات، بارانونه او توفانونه غیرې عادي بڼه خپله کړي.

بي بي سي اردو د هوا د حالاتو یو هندي څیړونکي کشن سنکو له خولې ویلي، سږکال د مونسون د بارانونو په موسم کې د اسماني تندرونو د غورځیدو پېښې زیاتې شوي دي. د نوموړې په وینا د عرب بحیرې سړې هوا ګانې د هند د شمال له تودو هواګانو سره ټکر کیږي چې له کبله یې په سیمه کې وریځ ډیره زیاته خپره شوې او همدا د تندرونو د زیاتیدو سبب شوی دی.
هندوستان کې هر کال د ۲۰۰۵ م کال راهیسې راټولې شوې شمیرې ښيي چې په دې هیواد کې د تندرونو غورځیدل هر کال د شا او خوا دوه زره کسان وژل کیږي.

په امریکا کې بیا په اوسطه توګه هر کال اوه ویشت کسان د تندر غورځیدو په پېښو کې مري.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران