کلتور او هنر

د هند سترې محکمې د سري دیوي د مرګ په تړاوو د پلټنو وړاندیز رد کړ

د هندوستان سترې محکمې هغه وړاندیز رد کړی چې له مخې یې د بالیوډ د پخوانۍ ستورې سرې دیوي د مرګ د پلټنو په تړاوو شوی و.

سرې دیوې چې په فلمي ستورو کې زیات احترام څښتنه وه، موده وړاندې په متحده عربې اماراتو کې مړه شوه.

په لومړیو کې د نوموړې د مرګ په تړاوو جلا جلا رپوټونه ورکړل شول، چې ځينو ویلي دغه فلمي ستورې په مرګ نه بلکې په لوی لاس وژل شوې ده.

تېره ورځ د هند سترې محکمې د هغه وړاندیز په تړاوو خپله پرېکړه واوروله چې پکې د مړې شوې فلمي ستورې سري دیوي د مرګ د پلټلو وړاندیز شوی و.

دغه پرېکړه د سترې محکمې یو قاضي ديپک مشرا واوروله او زیاته یې کړه چې دوی نشي کولی د سري دیوي د مرګ په قضیه کې مداخله وکړي.

درې میاشتې وړاندې د متحده عربي اماراتو د یوه هوټل په تشناب کې سري دیوي په مړ حالت وموندل شوه.

هماغه ؤ چې د دغې فلمي ستورې مرګ د ځینو لپاره له ګڼو پوښتنو ډګ و چې ګنې دغه فلمي ستوري مرګ څنګه ناڅاپي رامنځته شو.

همدا لامل و چې خلک غواړي پوه شوي چې د دغه فلمي ستوري مرګ په تړاوو کره معلومات وشي چې په همدې جریان کې هندي فلم جوړونکي سنیل سنګهـ د هندي سترې محکمې ته د سري دیوي د مرګ د پلټلو او تحقیق وړاندیز کړی، خو محکمې يې په تړاوو تېره ورځ خپله پرېکړه واوروله او د پلټنو وړاندیز یې ونه مانه.

هندۍ رسنۍ وایې چې یو بل وکیل سنیل سنګهـ هم د سري دیوي په مرګ باندې خپل شک ښودلی او په محکمه کې یې په تړاوو ویلي چې سري دیوي په خپل نوم له هیواده بهر د ۲۴۰ کروړه په اندازه بېمه لرله چې هغه په داسې مهال د کورنۍ حق کیږي چې نوموړې اداکاره په دبئ کې مړه شي.

سنیل سنګـ تر دې وړاندې د ډهلي په سترې محکمې کې هم د سري دیوي د مرګ په تړاوو د تحقیقاتو وړاندیز کړی و خو هغه هم د محکمې له لورې نه و منل شوی.

د یادولو ده چې په لومړنیو څیړنو کې د ۵۴ کلنې فلمي ستورې سري دیوي د مرګ لامل د زړه حمله ښودل شوې وه، خو وروسته رپوټونه خپاره شول چې سري دیوي د نشي په حالت کې په تشناب کې د حمام په ځانګړي ځای (بات ټب) کې ډوبه شوې وه او همدا یې د مرګ لامل شوی و.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی