اقتصاد خواړه

د هند ریسټورانټونه: یا به يې خورې او یا به جریمه ورکوې

د هندوستان حکومت پریکړه کړې، چې په ټولو عصري او معیاري ریسټورانټونو کې به د خوړو اندازه تر څار او کنټرول لاندې ونیسي.

حکومت دا پریکړه یوه شپه وروسته له هغې وکړه، چې د هند لومړي وزیر نریندرا مودي په خپل وروستي راډیو پیغام کې د هندوستان په ډیرو هوټولونو او ریسټورانټونو کې د خوړو په ضایع کیدو خپله اندیښنه وښودله.

د پیردونکو د چارو د وزارت وزیر رام ویسلا پاڅوان وايي، چې اکثره مشتریان له ضروت څخه د زیاتو خوړو ارډر ورکوي او خواړه ضایع کوي.

هغه زیاتوي:

((که د یوه کس په یو چپاتي (یوې ډوډۍ) ګوزاره کیږي، ولې دوه یا درې ډوډۍ راغواړي؟ که یو څوک په یو خوراک مړیږي، ولې ۳ یا ۴ خوراکه راغواړي؟ دا د خوړو ضایع ده او د پیسو بیځایه لګښت دی.))

یاد وزارت اوس په دې اړه سروې کوي، چې څو مالومه کړي، په ریسټورانټ کې د یو نارمل انسان په یوه وخت څومره خواړه بس کیږي.

کله چې دوې دا معلومه کړه، ریسټورانټونه به بیا ونه شي کولای، چې له ټاکل شوې نهایي اندازې زیات خواړه خپلو مشتریانو ته برابر کړي.

ددې سربیره، که یو مشتري د زیات خوراک غوښتنه وکړي، نو یا به هغه ټول خواړه خوري او یا به د پولیسو له لوري جریمه کیږي.

د پیریدونکو د چارو وزیر د دوشنبې په ورځ په خپلو خبرو کې وویل، چې په هندوستان کې چاینیز هوټلونه Chines Hotels د ټولو نه زیات خواړه ضایع کوي.

وزیر وړاندې وویل، چې د یو شمیر هوټولونو مسولین يې ورغوښتي او په دې اړه ورسره غږیدلي هم دي. هغه زیاتوي، چې د هوټلونو له مسؤلینو يې غوښتي، څو ژر تر ژره د یو نارمل انسان لپاره د خوړو تر ټولو لوړه اندازه ورپه ګوته کړي.

د وزیر په وینا، چې ددې مالوماتو له راټولولو وروسته به د هندوستان ټولو عصري هوټولونو ته د خوړو د لوړې اندازې حد معلوم کړي او ورته به يې ولیږي.

له حده سرغړونکي به د قانون په چوکاټ کې جریمه کیږي.

د مشتریانو د چارو وزیر دا هم وویل، چې ټولو هغه اداکارانو او هنرمندانو ته به قانوني سزا ورکړي، چې انحرافي اعلانونه جوړ او نشر کړي.

هغه وايي، چې ددوې سزه به لکه په نورو هیوادونو کې چې ده بند او نغدي جریمه وي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */