کلتور او هنر

د هند د تحصیلي بهیر مختلف اړخونه

یحيی یعقوبي 
هند کې د سیاسي علومو برخه کې د ماسترۍ دورې محصل

په هند کې د ښونځیو تعلیمي بهیر له نرسري ټولګي څخه پیلیږي’ او تر دولسمه دوام کوي. خو دوی له لسم څخه وروسته یولسم او دولسم ټولګي plus one او plus two بولي. تر هغې وروسته کالج وي’ چې د بچلر یا لیسانس درې کلنه تخصصي زدکړې په کې کیږی’ کټ مټ زموږ د پوهنتونونو په څېر. تر بچلر وروسته اکثر فارغان د ځانګړې ازموینې له لارې یونیورسټۍ( پوهنتونونو) کې ماسټرۍ ته ځي.

‌ډېر دغه ځوانان او پېغلې تر دې چې په همدې ځوانۍ کې له ماسټرۍ سملاسي وروسته ایم فل’ او ان د پي ایچ ‌ډي(دوکتورا) تر درجې رسیږي. دا هر څه له یوې خوا دوی ته د برابرو شرایطو له برکته دي’ او له بلې د کار موندنې پر مهال په ازاد رقابت کې د نسبتا شفافې پروسې شتوالي له امله ده. ځکه چې دلته دندې کمې او د لوړې سويي کاندیدان خورا ډېر وي.

د پوهنتون درسي بهیر:

د هند په پوهنتونو ‌‌کې ‌ډېر فشار پر محصل وي’ استاد فقط د یو رهنما رول لري.
د هر سمستر د مضامینو موضوعګانې(syllabus) وار له مخې هم د پوهنتون پر ویبپاڼې خپریږي او هم په کتاب پلورنځیو کې پیدا کیږي. دا موضوعګانې په یوه یا دوو کتابونو کې راټولې شوې نه وي’ بلکې محصل اړ دی چې د هر مضمون د سیلابس یا موضوعګانو مطالعې لپاره څو کتابونه وګوري.

د دې چارې یوه ښیګڼه دا ده چې محصل په هر کتاب کې د اصلې موضوع تر څنګ مربوطه نور اضافي معلوماتو مطالعې ته هڅیږي.
استاد هر درسي ساعت کې فقط د موضوع په ارتباط څو غټ ټکي ووايي’ او نوره مطالعه محصل ته پریږدي’ که یی څه ولوست او خواري يي وکړه نو ښه’ او کنه نو استاد یی له ملامتیا خلاص دی.

همدا وجه ده چې د پوهنتون هر کتابتون له سهاره تر نیمې شپې له محصلینو ‌ډک وي. دلته د مطالعې کولتور مخ په غوړیدو دی’ ځکه چې محصل د کالج او پوهنتون په جریان کې د کامیابۍ په خاطر له کتاب لوستلو او کتابخانې سره دومره عادت شي’ چې بیا نو تر فراغت وروسته له دې عادته ځان نه شي خلاصولای.

د ازموینې سیستم:

د امتحان سیسټم یی هم ‌ښه په دې دی چې د مضمون استاد یو څوک’ ممتحن بل او د پرچو لیدونکي بل څوک وي. دا دوه ګټې لري:

*یوه دا چې د استاد محورۍ مخه نیسي. استاد’ محصل د امتحان له ‌ډاره د خپلې هرې روا او ناروا منلو ته نه شي مجبورولای.

*بله دا چې محصل د واسطو او رابطو له اتکا وباسي او درس ویلو ته یی مجبوروي.

په ازموینو کې اکثره او حتی ټول تشریحي سوالونه وي. په هر مضمون کې لس یا اته پوښتنې کیږي’ او محصل په انتخابي ‌ډول سم نیم یعنی څلور یا پنځه پوښتنې باید ځواب کړي. سوالونه هم په داسې ‌ډول وي’ چې تقریبا د مضمون ټول موضوعات په کې نغاړل شوي اوسي. د دې ‌ډول سوالونو خوبي په دې کې وي’ چې محصل د ټول مضمون لوستلو ته اړباسي.

د ځوابونو لپاره هم محصل پر یوې کوچنۍ موضوع نه محدودوي’ بلکې د موضوع مطابق چې هر څومره معلومات ولري کولای شي ولیکي. حتی په ‌ډیرو پوهنتونونو کې د څلورو یا پنځو ځوابونو لپاره د څلویښتو صفحو د لیکلو وخت او امکانات ورکوي.

ژبې:

تر ‌ډیره په هندي او انګلیسي ژبو تدریس کیږي. محصلین هم اختیار لري چې په هره له دې ژبو درس وايي او یا د ازموینې پر مهال پرچه حل کوي.

رخصتۍ:

دلته هره اونۍ د یکشنبې او د کال په اوږدو کې پر دیوالي او هولي سربیره’ ګڼې نورې مناسبتي او مذهبي ورځو رخصتیو شمیر تقریبا له څلورو میاشتو اوړي.

تفریحي پروګرامونه:

هندیان له لویه سره د تفریحي پروګرامونو ‌ډېر لیوال خلک دي. په پوهنتونونو کې هم په مختلفو مناسبتونو د ساز او سرود ځانګړې برنامې جوړوي’ چې ښځې او نارینه یی په کې برخه اخلي.
سیاسي فعالیت:

هندیان ځانونه د نړۍ پرمخ د ‌ډیموکراسۍ ستر تمثیلونکي بولي. د ‌ډیموکراسۍ له اصولو په استفادې د تعلیم او تحصیل په جریان کې هم ښکاره فعالیتونه کوي.

ان تر دې چې د پوهنتون په چوکاټ کې دننه هر محصل ته حق ورکړل شوی چې خپل ګوندي فعالیتونه وکړي’ البته په سولیزه بڼه. هو د پوهنتون په چوکاټ د محصلینو سیاسي فعالیتونه تر ‌ډېره د تدریسي بهیر او پوهنتوني چاپیریال پر ښه کیدا څرخي’

د نیمګړتیاوو پر وړاندې غږ اوچتوي او دغه راز وخت پر وخت ځانګړي کولتوري پروګرامونه جوړوي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */