سپورټ نړیوال کرکټ

د هندۍ لوبډلې ښکرور بیټینګ بیا د انګلستان خوراک شو 

په انګلستان کې د کوربه انګلینډ او میلمه هندۍ کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درې ۲۰ اوریزه او درې ۵۰ اوریزه کرکټ سیالیو د ترسره کیدو وروسته د ۵ ټیسټ لوبو لړۍ هم پیل شوې ده، چې په لمړۍ لوبه کې یې انګلستان بریا خپله کړه.

 په دغه لمړۍ ټیسټ لوبه کې هندۍ لوبډلې د خپل اننګز په لمړۍ توپ وهنه کې د لوبډلمشر ویرات کوهلي د ۱۴۹ منډو پر مټ ټولې ۲۷۴ منډې جوړې کړې، چې د انګلستان لخوا د ۲۸۷ منډو ځواب کې یې ۹ منډې وروسته والی خپل کړ.

 انګلستان په لمړۍ ټیسټ سیالۍ کې هندوستان ته د دویم اننګز د ترسره کولو وروسته د ۱۹۴ منډو اسانه هدف وټاکلو، خو د هندۍ لوبډلې هغه بیټینګ لاین اف چې پرې په نړیواله کچه حساب کیږي، د انګلینډي بالرانو لخوا ګډ وډ شو.

 هندۍ لوبډله د لوبې په دویمه پاڼۍ کې یو ځل بیا یواځې د ویرات کوهلي توپ وهنې ته انتظار وه، خو د ۵۱ منډو جوړولو وروسته یې اننګز پای ته ورسید او ټوله لوبډله په ۱۶۲ منډو جوړلو سره وسوځیده.

 د انګستان لپاره په دویمه پاڼۍ کې بین سټوک ۴، جیمز انډرسن او سټارټ براډ دوه دوه لوبغاړي وسوځول او په لمړۍ ټیسټ لوبه کې یې انګلستان ته بریا خپله کړه، خو ۴ راتلونکو نورو سیالیو ته به انتظار کیږي.

د دواړو کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د روان سفر په لمړیو درې ۲۰ اوریزه سیالیو سیریز کې انګلستان ۲ د ۱ مقابل کې او د درې ۵۰ اوریزه سیالیو په سیریز کې بیرته هندوستان ۲ د ۱ مقابل کې بریاوې خپلې کړې دي.

د یادونې ده، چې د کوربه انګلستان او میلمه هندوستان د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ دویمه ټیسټ سیالي به د روانې اګسټ میاشتې په ۸ مه نیټه پیل او تر ۱۲ پورې به دوام وکړي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی