ژوند او ژواک

د هندۍ فلمونو اداکار اندرکمار د زړه پر حملې ومړ

 

د هندي سینما (بالیووډ) وتلی فلمي ستوری او د سلمان خان نږدې ملګری، اندرکمار د زړه پر حمله د ۴۳ کالو په عمر ومړ.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې اندرکمار له اوږدې مودې راهیسې د زړه له رنځ کړیده. راپورونه وايي تېره شپه هغه خپل کور کې و، چې د زړه حمله پرې راغلې او روغتون ته تر رسیدو وروسته يې ساه ورکړې ده.

اندرکمار د ۹۰ مو کلونو په ښو اداکارانو کې شمېرل کیده چې تر ۲۰ ډېرو فلمونو کې لوبیدلی و.

په هندي سینما کې د اندرکمار او سلمان خان دوستي بې مثاله وه. سلمان او اندر په ډېرو فلمونو کې یوځای کار هم کړی دی، چې “تهوم کو بهول نه پایی ګی” “وانټيد” “یه دوریا” او “کهي پیار نه هوجايي” يې د یادونې وړ دي.

د اندرکمار پر مړینه د هندي سینما ګڼو اداکارانو ژوره خواشیني ښکاره کړې او د هغه مړینه يې هندي سینما ته لوی زیان یاد کړی دی.

وتلي فلمي ستورې روینا ټنډن چې اندرکمار سره يې په ۱۹۹۶ کال په یو فلم کې ګډ کار کړی و، په خپل ټویټر پاڼه د نوموړې پر مړینه خپل خپګان ښکار کړی او هغه ته يې دعا کړې ده.

وتلې فلمي ستورې ابیشک بچن هم د نوموړي پر مړینه خواشني ښودلې ده او په خپل ټویټر يې لیکل:” د اندرکمار د مړینې خبر ډېر ټکان ورکونکی دی. رښتیا ښه د ښه اداکار تر څنګ ډېر ښه او مهربانه انسان هم و.”

توشال کپور، نتین او ګڼو نورو هندي سینما پورې تړلو کسانو په ټولنیزو رسنیو کې د اندرکمار پر مړینه ژوره خواشينې ښودلې او سینما ته يې د هغه نه شتون لوی زیان یاد کړی دی.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */