روغه سټه

د هندي سینما ( ۸) هغه اکټران چې ډیپریشن ( ژور خپګان) یې تجربه کړې

ډیپریشن یوازې د هغو ستونزه نه ده چې په ټولنه کې بې وزله دي، یوازې دی او یا رټل شوې. د نړۍ وتلي، مشهور او بډای خلک هم وخت ناوخت ژورخپګان د مرګ تر پولو رسولي.

تر دې وروستیو پورې د بالیوډ وتلو اکټرانو د کمرو په وړاندې یوازې د خپلو بریاوو او شهرت خبرې کولې. خو تېر کال ډیپیکا پاډکان دا دود مات کړ او په څرګنده یې د خپل ډیپریشن ( ژور خپګان ) په اړه خبرې وکړې.

دلته درسره د هغو هندي سینمايي لوبغاړو په اړه معلومات شریکوو چې ډیپریشن یا ژور خپګان یې د ژوند په یو پړاو کې تجربه کړی دی.

1- ډیپیکا د ډیپریشن په منګولو کې

ډپیکا تیر کال د لومړي ځل لپاره په ډاګه وویل چې د ناکامې مینې وروسته په ډیپریشن اخته شوې وه. هغې همدارنګه په دې اړه چې له ډیپریشن سره یې څنګه وخت تیراوه په جزییاتو رسنیو او خلکو ته خبرې وکړې. کله چې نوموړې د خپل ډیپریشن په اړه غږیده نو د خپل فلمي شهرت په اوج کې وه او په دې پوهیده چې دا خبرې یې پر شهرت ناوړه اغیزه کولی شي. خو نوموړې وویل، د خپل ډیپریشن په اړه ځکه خبرې کول غواړي چې ګڼ خلک له دې پټې خو ځورونکي ناروغۍ کړیږي او څوک یې غږ نه اوري یا غږ نه کوي.

2- له ژور خپګان سره د امیتاب بچن جنجال

د هندي سینما نامتو لوبغاړی امیتاب بچن هم د ډیپریشن ( ژور خپګان ) قرباني و. امتیاب بچن په ۱۹۹۶ م کال کې د ( اې بي سي ایل ) په نوم د فلمونو د جوړولو کمپنۍ جوړه کړه . په نتیجه کې یې پرلپسې د نوموړي له خوا جوړ شوي فلمونه ناکام شول. په دې وخت کې امیتاب بچن له مالي پلوه مات او دیوالي شو او ورسره یو ځای ډیپریشن یا ژور خپګان هم راونیوه.

خو نوموړې بیرته پر خپل اکټینګ سخت کار پیل کړ او نه یوازې دا چې په خپله خوارۍ بیرته له مالي پلوه په پښو ودرید بلکې په خپل ژوند کې یې ډیپریشن یا ژور خپګان هم مات کړ.

3- شاه روخان او ژور خپګان

د شاه روخان په څیر یو بریالي فلمي ستوری او په ډیپریشن اخته کیدل سره ډير نه پخلا کیږي خو واقیعت دادی چې نوموړې هم په خپل ژوند کې ژور خپګان هغه مهال تجربه کړه کله یې چې د خپلې اوږې جراحي عملیات وکړل.

له دې عملیاتو وروسته له شاه روخان سره دا اندېښنه پیدا شوه چې له خپلې ټپي او نیمګړې اوږې سره به نور ونه شي کولی د پخوا په څیر فلمونو کې کار وکړي او همدې اندېښنې یې خبره تر ژور خپګان ورسوله. خو نوموړې وتوانیده چې بیرته خپله فزیکي او رواني روغتیا تر لاسه کړي او په ژوند او کار کې نور هم وځلیږي.

4- سنجي دت هم له ډیپریشن سره پهلواني کړې

سنجي دت هغه سینمايي ستوری دی چې تر نورو هندي سینمايي لوبغاړو ډیر په شخړو کې راښکیل و. د سنجي دت مور او میرمن په سرطان مړې شوې، ورپسې د ډیرو کلونو لپاره د ممبيي د ۱۹۹۳ م کال په چاودنو کې په لاس لرلو هم تورن وو او په کې څوکاله بندي هم شو.

نوموړې ویلي چې د زنداني کیدو پر مهال له دیپریشن سره مخ شو. نوموړی ان د پرلپسې بې خوبۍ له ستونزې سره هم مخ شو.

خو سنجي دت ورو ورو وتوانیده چې نه یوازې د ژوند له ستونزو راووځي بلکې ډیپریشن هم رخصت کړي.

5- جیها خان ډیپریشن ووژله

د هندي سینما ځوانه اکټره جیها خان نه یوازې د خپل ملګري سره د جنجال له کبله ډیپریشن او یوازیتوب ته ولاړه بلکې خپلې کورنۍ سره یې هم ناندرې د ډیپریشن سبب شوې. جیها خان چې په امریکا کې زیږیدلي، لندن کې لویه شوې وه، وروسته له هغې چې ممبيي ته په فلمونو د کارکولو لپاره ولاړه ، پلار یې عاق کړه. نوموړې د ورځني سټریس څخه ورو ورو ډیپریشن یا ژور خپګان ته ولاړه، د ښه دوست او یا کورني ملاتړ نشتوالی او یوازیتوب یې ددې سبب شو چې بالاخره د همدې ژور خپګان له کبله ځان وژنه وکړي او د ممبيي په یو اپارتمان کې مړه وموندل شوه.

6- راجش کنهه له دیپریشن ونه رغیده

راجیش کنهه د بالیوډ لومړنی سوپر سټار بلل کیږي. نوموړې په اویایمو او اتیایمو کلونو کې د شهرت اوج ته ورسیده، خو په نویمه لسیزه کې یې په ډراماتیکه توګه په هندي سینما کې ستوری راولویده. نوموړې له دې وروسته په ژور خپګان اخته شو او اصلا تر پایه ترې ونه رغیده. د نوموړې ناکام واده دده رواني ستونزې نورې هم زیاتې کړې او بلاخره یې په ۶۹ کلنۍ کې دده مرګ ته لاره هواره کړه.

7- دلیپ کمار د مینې مرګ په ژور خپګان اخته کړ

د هند د سینما افسانوي اکټر دیلیپ کومار د مادوبالا سره مینه لرله. د دوی ددې مینې افسانه ډیره مشهوره ده. د مادو بالا کورنۍ او ځینې نورې ستونزې ددې سبب شوې چې دا دوه سینمايي مینان یو بل ته ونه رسیږي. دیلیپ کومار وروسته له سایره بانو سره واده وکړه. خو د مادهوبالا له مړینې وروسته نوموړې د اوږدې مودې لپاره په ژور خپګان یا ډیپریشن اخته و.

8- د پروین بابي رواني ستونزې تر ټولو مشهورې دي

د بالیوډ په تاریخ کې د پروین بابي د لیونتوب کیسه مشهوره ده. نوموړې د شیزوفرینیا( schizophrenia) په رواني ناروغۍ چې په ځوانۍ کې د لیونتوب یو ډول دی اخته وه. په دې ناروغۍ کې احساسات او کړنۍ سره بیلیږي.

دې ناروغۍ ددې ښکلې فلمي لوبغاړي شخصي او مسلکي ژوند دواړه وزپل. د ( دیوار) او ( شان) فلمونو دا نامتو لوبغاړې د خپل ژوند په وروستیو کې د ژور خپګان څخه هم کړیده. ویل کیږي چې نوموړې د خپل ژوند په وروستیو کې له کوره نه وتله. نوموړې په ۲۰۰۵ م کال کې په خپل کور کې په داسې حال کې مړه وموندل شوه چې پر مړي یې څو ورځې تېرې شوې وې.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */