کلتور موسیقي او تصویر

د هندي سینما وتلی ستوری وینود کهنه روغتون کې دی

د هند د سینما وتلی او پخوانی اکټر وینود کهنه د ناڅاپي ناروغۍ له کبله دا مهال د ممبيي په یو روغتون کې بستر دی او ډاکتران یې روغیتايي وضیعت د ډاډ وړ ښيي.

وړمه ورځ په رسنیو کې یو دروغي خبر خپور شو چې په کې د وینود کهنه روغتیايي وضیعت خرابیدونکی ښودل شوی و. ورپسې هغه روغتون چې نوموړی په کې بستر دی یوه اعلامیه خپره کړه او ویې ویل چې وینود کهنه زموږ د ډاکترانو تر څارنې لاندې او تر اوسه یې درملنې په وړاندې ښه عکس العمل ښودلی دی.

ویل کیږي چې د هند د سینما دا پخوانی اکټر د وجود د اوبو د سخت کمي له کبله تر روغتونه رسیدلی دی.

سلمان خان چې په څو وروستیو فلمونو کې یې د وینود کهنه د زوی په توګه کار کړ وړمه شپه ناوخته د نوموړې پوښتنې ته روغتون ته ورغلی و.

هندي رسنۍ وايي، کله چې له روغتون څخه د وینود کهنه یو تصویر په ټولنیزو رسنیو کې خپور شو نو د هند د سینما د ستورو په شمول د نوموړي ګڼ مینوال د روغتون شا او خوا راټول شول.

د هندي فلمونو اکټر عرفان خان په یو احساساتي بیان کې ویلي و چې وینود کهنه د هند د سینما تر ټولو نیک انسان او ښه اکټر دی او که اړتیا شي دا به ورته د خپل وجود غړي هدیه کړي.

د وینود کهنه زوی راحول کهنه رسنیو ته ویلي، دوی د هندوستان د ټولو خلکو له ښو هیلو او دده له ناروغ پلار سره د روغتون له ښه چلن څخه خوشاله دي.

نوموړی ویلي چې پلار یې په ښه کیدو دی او ښايي زر له روغتون رخصت او کور ته ستون شي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */