کلتور او هنر

د هندي سینما هغه ستوري چې د واده لپاره يې خپل دینونه پریښي

ژباړه او راټولونه: خالد عمر

وايي چې زړه مئین شي، بیا هر ډول دیوالونه نړوي او هدف ته د ځان رسولو هڅه کوي، چې دا بیلګې تر ډیره په سینمايي لوبغاړو کې لیدلی شو. ځکه ځینې داسې فلمي ستوري شته چې د زړه له بایللو وروسته یې مذهب هم پریښی وي.

تاسې به د هندي سینما د مشهورې او ښکلې ادارې کارې عایشه ټاکیه نوم خامخا اورېدلای وي، په ۲۰۰۹ میلادي کال کې يې چې کله د خپل ملګري فرهان عظیمي سره د مینې تار وغځاوه او د واده پرېکړه يې وکړه، خو د مذهب جلا والی هغه ستونزه وه چې د دوی د شریک ژوند ارمان يې پوره کېدو ته نه پرېښود، بلاخره عایشې د خپلې مینې د ترلاسه کولو لپاره خپل مذهب قربان کړ او مسلمانه شوه.

همدا راز د امرتاسنګهـ او سیف علي خان ترمنځ نه یواځې دا چې د مذهب بیلوالي ستونز جوړه کړې وه، بلکې له سیف د اغلې سنګهـ د عمر زیاتوالی بله هغه ستونزه وه چې د دوی واده يې ناممکن کړی وو.
خو بلاخره سیف د امرتاسنګهـ له زیات عمر تېر شو او اغلې سنګهـ له خپل مذهبه، اسلام يې قبول کړ او واده يې وشو.
دوه اولادونه يې وشول خو بیا هم تر ډېره سره یو ځای پاتې نه شول او شریک ژوند يې په طلاق پای ته ورساوه، له دې وروسته سیف علي خان له کرینه کپور سره واده وکړ او ویل کیږي چې کرینه کپور هم اسلام منلی دی.

د سیف علي خان مور پخوانۍ شرمیلا ټاګور او اوسنۍ بیګم عایشه سلطان هم په ورته مرض اخته وه، د هندي فلمونو دا وتلې ستورې چې د هنر پیل يې له بنګالي فلمونو کړی وو وروسته باليووډ ته راغله او دلته يې د پټوډي کورنۍ په نواب مصور علي خان خپل زړه وبایله، خو په وړاندې يې هماغه د مذهب د بیلوالي ستونزه دیوال شوه.
اغلي بیګم عایشه سلطان که څه هم د مذهب د بدلولو په برخه کې له سختو ستونزو سره هم مخ شوه خو بیا يې هم مبارزه وکړه او بل اخره يې خپله مینه ترلاسه کړه.

د مینې د ترلاسه کولو لپاره یواځې دهندو مذهب نجونو قرباني نه ده ورکړې بلکې مسلمانو نجونو هم خپل مذهب پرېښې دي.

د سنجي دت مور نرګس چې کله پر سنیل دت زړه بایلود نو ایسته يې ورته خپل دین اسلام هم پرېښود او هندو مذهب يې خپل کړ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بريښنا ارغند