کلتور او هنر

د هندي سینما ستوري نیها دهوپیا هم واده وکړ، خو په پټه یې کړی

د سونم کپور له واده وروسته د بالیوډ بلې مشهورې فلمي ستورې نیها دهوپیا هم د واده ارمان پوره شو.

د رواني میلادي مئ میاشتې په ۸ نېټه د انیل کپور لور او د بالیوډ ستوري سونم کپور د خپل ملګري انند اهوجا سره واده وکړ، خو د دوی له واده فقط څو ورځې تیرې دي چې فلمي ستوري نیها دهوپیا په خاموش ډول سره واده وکړ.

د فلمي ستورو واده داسې په پټ نه تیریږي لکه څنګه چې دغه فلمي ستوري وکړ.

کله چې فلمي ستوري واده کوي، نو له وړاندې یې مینوال رنګا رنګ اوازې خپروي او رسنۍ هم په تړاوو جلا جلا رپوټونو ورکوي.

د سونم کپور او انند اهوجا واده په اړه د شا او خوا کال راهیسي اوازې خپریدې، اخر رښتیا شوې او وداه یې وکړ.

همدارنګه له سونم کپور وړاندې د کرکټ هندي ستوري له فلمي ستوري انوشکا شرما سره واده وکړ او د هغه د واده کیسې هم له ډېره وخته کېدې.

خو د نیها دهوپیا واده بیا یو دم په داسې ډول وشو چې خپله یې د خپل واده عکسونه خپاره کړل او مینوالو ته یې زیری ورکړ.

نیها دهوپيا پر خپل انسټاګرام پاڼي د خپل واده د مهمي پرېکړې په تړاوو لیکلي چې د خپل نژدې او ګران ملګري سره د دوستۍ سره ـ سره د ژوند د ملګرتیا اړېکه هم پيدا کړه.

د نیها دهوپیا سربېره د هغې خاوند او د فلمونو ستوري انګد بیدی هم د خپل واده تصویر په خپل انسټاګرام خپور کړی او لیکلي یې دي؛ (زما ښه ملګرې اوس زما مېرمن ده، سلام اغلې بیدی).

په هغه تصویر کې چې انګد بیدی او مېرمنې دهوپیا پورته کړی، پکې دغه فلمي ستورې دهوپيا ګلابي رنګه کلي اغوستي او د ناوې په څېر ښکلې ښکاري، او خاوند یې بیا د واده د زلمي کالي چې سپين رنګ لري په تن کړي دی.

د فلمونو لارښود او جوړونکي کرن جوهر هم پر خپل انسټاګرام پاڼې د نیها دهوپیا او د هغې د خاوند انګدبیدی تصویر خپور کړی او لیکلي یې دي چې خپل ګرانې ملګرې ته د واده مبارکې تر څنګ د هغې لپاره د ښه ژوند غوښتونکی دی.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی