کلتور او هنر

د هندي سینما اکټر سلمان خان د وسلوال برید هڅه شوې

د هندي سینما دا ستورې په نوي میلادي کال د پیل سره سم، دا ځل په نورو ستونزو سربیره له وسلوال ګواښ سره مخ شوی دی.

راپورونه وايي، سلمان خان چې د ” ریس ۳ “ فلم په جوړولو بوخت دی، په ممبيي کې ددې فلم د یوې برخې د ثبت پر مهال هغه ځای ته وسلوال کسان ورننوتي چیرې چې سلمان خان او ټیم یې د ” ریس ۳ “ لپاره په شوټینګ بوخت وو. وسلوالو سلمان خان په وسلو ګواښلی، خو وروسته پولیسو مداخله کړی او د هند دا مشهور فلمي لوبغاړی یې له صحني روغ ایستلی دی.

سلمان خان چې له کلونو راهېسې په هندوستان کې د نایابه هوسیو د ښکار په یوې قضیه محکمو ته غوښتل کیږي، په تیره اونۍ کې د همدې قضیې په ترڅ کې جوده پور ته تللی و. د رسنیو په وینا دغلته د یوې ځايي ورانکارې ډلې مشر د سلمان خان د وژلو ګواښ کړی و. دا هم ویل کیږي چې دا ګینګسټر په راجستان کې د یوې داسې قبیلې څخه دی چې د هغو نایابو هوسیو عبادت کوي چې سلمان خان یې په غیرې قانوني ښکار تورن دی.

اوس پر سلمان خان د فلم ثبتولو پر مهال شوی وسلوال برید هم د همدې ورنکارې ډلې د مشر سره تړل کیږي. خو پولیسو ویلي لا هم نه پوهیږي چې بریدګر څوک و او له سلمان خان یې څه غوښتل.

همدارنګه د ” ریس ۳ “ فلم د ثبت پر مهال په یوه بله پېښه کې، د شوټینګ سیمې ته نژدې پاریدلو خلکو اعتراض کړی چې دوی هم د سلمان خان پر ضد نارې وهلې. ویل کیږي چې دغلته هم پولیسو د سلمان خان مرسته کړې او له سیمې یې ایستلی دی.

هندي رسنۍ وايي، په نوي ۲۰۱۸ م کال کې سلمان خان نه یوازې په بیګ باس شو کې بوخت دی، بلکې غواړي د( ریس ۳) په نوم فلم یې هم زر بشپړ او اختر کې خپور شي.

خو وروستیو پېښو یې د فلم ثبت او نور کارونه ځنډولی دی.

د راپورونو له مخې له وروستیو پېښو وروسته د سلمان خان لپاره امنیتي تدابیر زیات شوي دي.

په ” ریس ۳ “ فلم کې چې ټاکل شوې راتلونکې اختر کې خپور شي، له سلمان خان سره جیکولین فارنیداز لوبیږي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

تورپیکۍ سادات