کلتور او هنر

د هندوستان ټګان اوس په ټایلینډ کې دي

لیکنه: یونس تسکین

د هندي سینما شهنشاه، امیتاب بچن او نوموتی ستوری عامر خان دا ځل د ټګانو رول لوبوي.

ټګز اف هندوستان یا د هندوستان ټګان د بالیووډ راروان فلم دی، چې مینوال يې د انتظار هره شیبه په بې صبرۍ شماري.

فلم کې د امیتاب بچن سربیره عامر خان، کټرینا کیف او فاطمه ثنا شیخ هم مرکزي رول لري.

عامرخان او کټرینا په دوم۳ فلم کې ګډ لوبیدلي؛ فاطمه شیخ او عامرخان بیا کامیاب فلم دنګل په ګډه جوړ کړی دی.

ټګز اف هندوستان فلم د شوټينګ چارې کابو کال مخکې پیل شوې او اوس مهال يې د شوټینګ چارې په ټایلینډ کې روان دي.

امیتاب بچن له ټایلینډه په خپل ټویټر لیکلي، چې د فلم شوټنیګ ډیر سخت دی، خو انرژي ورکوونکی دی.

هغه زیاتوي: ((غرونو، رغونو، ځنګلونو او یخې هوا کې مو د مارانو، څرمښکیو، خزندو… او هر نوم چې ورته تاسې اخلئ، په سر سفر وکړ او د فلم شوټینګ مو وکړ.))

ټګز اف هندوستان راتلونکی ۲۰۱۸ کال په دیوالي کې خپریږي. فلم د یاش راج فلم پروډکشن خپروي.

فلم د هندوستان په تاریخي ناول Confession of a Thug (د یو ټګ اعتراف) باندې ولاړ دی.

امیتاب بچن ۷۵ کلن سینمايي ادکار دی. هغه د بالیووډ شهنشاه بلل کیږي. نوموړی له دې فلم سربیره یو بل فلم هم پام کې لرې، چې کار پرې وکړي. هغه فلم چې (۱۰۲ ناټ اوټ) نومیږي، پکې به د بالیووډ بل پخوانی ستوری ریشي کپور هم ولوبیږي.

ریشي کپور او امیتاب بچن پوره دوه لسیزې وروسته ګډ فلم جوړوي.

عامر خان بیا تازه سیکرټ سوپر سټار خپور کړی، چې پکې ورسره د کشمیر ۱۷ کلنې جینۍ ظاهره وسیم هم لوبیدلې. فلم په کور د ننه او بهر ګڼ مینوال درلودل. اوس مهال، سیکرټ سوپر سټار په تایوان کې په سینما روان دی، چې د خبرونو په اساس تود بازار يې کړی. ټاکل شوې، له تایوان وروسته، سیکرټ سوپر سټار په چین کې هم خپور شي.

کټرینا کیف بیا د سلمان خان سره نوی فلم (ټایګز زنده هی) لري، چې د روانې ډیسمبر میاشتې په ۲۱ مه به خپور شي.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

یونس تسکین