خواړه روغه سټه

د هندوانې هغه ګټې چې ستاسې د روغتیا سبب کیږي

لیکنه: مریم محمدي

ژباړه: مریم محمدي

هنداونه د آنتي‌‌اکسیډان‌ تر ټولو غوره منبع ده. په هندوانه کې د ویټامینونو او آنتی‌‌اکسیډان‌ شتون د دې سبب کیږي چې د بدن له مختلفو ناروغیو سره مبارزه کوي.

د هندوانې ګټې دا دي:
۱- څیړونکي وايي د هندوانې ګټې د روغتیا لپاره ډيرې دي. دا مهمه نه ده چې هنداونه څنګه ټوټه کړو مهمه دا ده چې د هغه نه آنتي ‌‌اکسیډان‌ تر لاسه کړو.

۳- سره هندوانه نه یوازې دا چې خوندوره وي بلکې ډيرې ګټې هم لري، په بدن کې د هغو مکروبونو مخنیوی کوي چې روغتیا ته زیان لري.

۴- هندوانه د بدن اوبه پوره کوي او وجود ته انرژي ورکوي. څیړنو ښودلې چې هندانه ۹۲سلنه د بدن اوبه پوره کوي، چې همدا اوبه وجود تازه ساتي.

۵ – هندوانه داسې یوه میوه ده چې په پریمانه اندازه پتاشیم لري، له پوستکي نه مضر مواد د خولو په وسیله باسي.

۶- د څیړونو له مخې هنداونه د ویټامینونو ښه منبع ده چې بدن د ویټامینونو له کمښت نه ژغوري.

په هندوانه کېB1، A, B6 او Cویټامینونه شتون لري چې د انرژي په تولید کې مرسته کوي. دهندوانې په هکله څیړونکو ویلي چې هندوانه کې یاد ویټامینونه بیا د لوکوپین په نوم یوه ماده جوړوي چې د سرطان، زړه، هډوکو، پوستکي او بډګیو د ناروغیو د مخنیوي لپاره ترټولو ښه درمل دي. همدا رنګه په په پریمانه اندازه مګنیزیم هم لري چې بدن له بیلا بیلو ناروغیو ژغوري.

۷- په هنداونه کې شته آنتي ‌اکسیډان د کلمو له سرطان نه مخنیوی کوي.

– د هندوانې زیانونه:
دا خبره ټولو ته جوته ده چې هر هغه خواړه چې ګټې لري، که له اندازې زیات یا هم په خپل وخت ونه خوړل شي له تاوانه خالي هم نه وي، هندوانه هم له دې ډلې ده. د ډیرې هندوانې خوړل ځکه زیان لري چې د اسهال یا نس ناستي درد راپیدا کوي، د زړه حرکت هم بې نظمه کوي، نو کله چې هندوانه خورئ یا نور خواړه کم وخورئ یا هم کوښښ وکړئ چې هندوانه ډيره ونه خورئ، تر څو په خوړلو سره یې په نس بوج رانه شي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مریم محمدي