بریا او پرمختګ مخکښان

د هلمند علماء له ځوانانو سره ګډ پلان جوړوي، غواړي د طالبانو سیمو ته ورشي او مخامخ خبرې وکړي

لیکنه: مدثر دعوت

ليکنه: مدثر دعوت

د لښکرګاه د غازې لوبغالي مخته وروسته تر هغه چې د نوې کال په درېمه نېټه د غېږ نېونې لوبې پر سيلانيانو د موټربم چاودنې له امله تر ۶۰ زيات عام وګړي د ماشومانو په ګډون مړه او ټپیان شول، د سولې ولسي حرکت په نوم د ځوانانو له لورې خېمه ودروله.

په دې پرلت کې ځوانانو له حکومت او طالبانو وغوښتل چې جګړه پرېږدي او سوله وکړي.

په دغه خېمه کې د ځوانانو ترڅنګ ښځو هم خپل ملاتړ اعلان کړ او د خپلو وروڼو تر څنګ يې د سولې په ملاتړ غږ پورته کړ.

په لسګونو ځوانانو وروسته تر هغې د نه خوړلو او نه څيښلو اعتصاب وکړ چې حکومت او طالبانو يې غوښتنو ته مثبت ځواب ونه وايه.

خو وروسته حکومت د ولسي حرکت ملاتړ اعلان کړ او په ليکلې اعلاميه کې يې د سولې لپاره چمتوالی وښود، طالبانو حکومت لاسپوڅی وباله او پرلت کوونکو ته يې موسی کلا ته د ورتګ اجازه ورنه کړه، دوی زياته کړه چې تاسې لومړی ښوراب اډې ته ولاړشئ، له امريکا سره سوله وکړئ، بيا له موږ سره.

تر ۴۸ ساعتونو وروسته اعتصاب کوونکو حالت اندېښمن شو او د بست ولايتي روغتون ته ولېږدول شول.

ديني عالمان مجبور شول تر څو د سولي ولسي حرکت خېمې ته ورشي او اعتصاب کوونکي په دې راضي کړي چې د خپل اعتصاب څخه لاس واخلي.

د لښکرګاه ديني عالمانو هم په ټینګار سره د سولې د ولسي حرکت ملاتړ وکړ او ويې ويل چې د ځوانانو سره به په ګډه تګلاره جوړوې، موسی کلا ته به ځې او طالبانو سره به مخامخ خبرې کوي.

د ناوې ولسوالۍ امن غوښتونکو خلکو او ديني عالمانو هم د ناوې د ولسي حرکت په خېمه کې د جګړې پر دواړو غاړو غږ وکړ تر څو جګړه ودروي او سوله اختيار کړي.

په نهرسراج کې هم د سولې ولسي حرکت په ملاتړ ځوانانو او ديني عالمانو خېمه ودروله او دوی هم له همدې ځايه د جنګ په دواړو لوريو غږ وکړ ترڅو اوربند اعلان کړي.

د کندهار پوهنتون محصلينو او استادانو هم په هلمند کې د سولې ولسي حرکت په ملاتړ پراخه غونډه جوړه کړه، چې د کندهاريانو په ګډون د زابل، فراه او هلمند يو شمېر اوسېدونکو په کې برخه اخيستې وه.

دوی په يوه غږ په لښکرګاه کې د سولې ولسي حرکت څخه ملاتړ اعلان کړ او ويې ويل چي ډېر ژر به ددې حرکت سره يوځای شي.

د غونډې ګډونوالو پر ديني عالمانو غږ وکړ چې په د سولې په برخه کې خپلې مرستې ونه سپموي او د انسان وژنې په وړاندي دې د ولس سره په ګډه خپل غږ پورته کړي.

د زابل ځوانان هم د سولې ولسي حرکت په ملاتړ سره راټول شوي ول، د خپل ملاتړ ترڅنګ يې پر طالبانو غږ وکړ چې نور جګړې ته د پای ټکی کښېږدي او د خپلو وروڼو سره سوله وکړي.

د سولي په نوم د پرلت خېمې په ملاتړ د کابل، غزني، بادغيس او ننګرهار يو شمېر ځوانان هم راټول شوي ول، د دواړو غاړو څخه يې د اوربند غوښتنه وکړه، حکومت او طالبان يې سولې ته راوبلل.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مدثر دعوت

مدثر دعوت هلمند میشتی ژورنالیست دی. د یاران لپاره په سپورتي برخه کې لیکنې کوي. په یاران کې د ښاغلي مدثر د لیکنو د بیا خپراوی حق له یاران سره خوندي دی.