روغه سټه ژوند او ژواک

د هغو کسانو ځانګړنې چې سالم دي او نور ترې الهام اخلي

 

• ـ دغه کسان ارامه طبعه لري او تر ډېره پورې معقول احساس لري .

• ـ دغه کسان خپلې وړتیاوې مني ، خو ډېر غرور پرې نه کوي .

• ـ د ځان احترام کوي او خپلې ستونزې مني .

• ـ د نورو حقوقو ته ډېر درناوی کوي .

• ـ له نورو خلکو سره ډېر ژر مینه پیدا کوي او بیا ورسره له زړه نه مینه کوي .

• ـ دغه راز دا کسان د نورو خلکو احترام هم ځانته جذبوي او ډېر مینه وال پید اکوي .

• ـ دغه کسان کولای شي ، چې د خپل ژوند اړتیاوې درک کړي او د ژوند له سختیو ځان را اوباسي . دوی دا وړتیا لري ، چې خپله فکر وکړي او پخپله تصمیم ونسي .

• ـ دغه کسان کولای شي ، چې خپلې ورځنۍ چارې په لوړه روحیه او ښه شکل ترسره کړي .

• ـ د عاطفې ، ویرې ، غوصې ، مینې او ګناه تر تاثیر لاندې دومره نه راځي ، چې خپل ژوند پرې له خپګانه ډک کړي .

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */