اقتصاد

د هدفونو ټاکل ګټور، که بې ګټې؟!

لېکنه: زیټ ـ هیري فورډ
ژباړه: غازي عابد

د ټولو هدفونو ټاکل او په ځانګړي ډول د مهمو هدفونو په منظم ډول ټاکل، ډیرې ګټې لري، چې دلته یې ځیني هغه را اخلو:

۱- هدف ټاکل ؛ د ژوند د پرمخ بیولو لپاره درته یوه تګلاره او لارښوونه کوي. کله چې موږ اهداف په منظم او سلسله واره ډول سره وټاکو، نو دا زموږ د ژوند لپاره یوه تر ټولو غوره تګلاره جوړوي او راسره مرسته کوي چې په منظمه تګلاره سره خپل ژوند پرمخ یوسو.

۲-له هدف ټاکلو سره به تل چمتو او متمرکز اوسئ. هر وخت چې د انسانانو اهداف معلوم وي، هغوی په خپلو اهدافو پسې وي او لټه یې کوي، کله یې چې لټه کوي، نو په دې مانا چې خلک ځانونه ډیر چمتو کوي او متمرکز کوي، تر څو خپل دا هدفونه ترلاسه کړای شي.

۳- هدف ټاکل مو پر ځان مطمئین کوي او د کارونو د ترسره کولو احساس او مفهوم درکوي. یعنې که موږ چیرته هدفونه ځان ته قطار کړي وي، نو بیا دا هدفونه راته د مشخصوالي او واضحوالي له امله دا احساس راکوي چې هر یو بیل بیل ترسره کړم او پر دې مطمئین کیږم چې هدفونه مې په منظم ډول سره ترلاسه کولی شم، ځکه چې منظم دي کنه!

۴- په لږ وخت کې د کامیابیو او بریاوو په لاسته راوړلو کې درسره اغیزناکه مرسته کوي. هغه اشخاص چې هغوی هدفونه مشخص کړي او ځای پر ځای کړي، دا کار ورسره د بریاوو په ترلاسه کولو کې ستره مرسته کوي.

۵- که هدفونه وټاکئ نو ټول کوچني ورځیني کارونه مو به په هدفمنده او مانا لرونکي ډول ترسره کیږي. دا یې یوه بله ګټه ده چې هر هدف ټاکو او بیا یې ورته خواري کوو چې ترسره یې کړو، نو حتمي ده چې هدف به مو په هماغه ډول ترلاسه کیږي او ورځیني کارونه به هم په ښه ډول پرمخ روان وي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */