سفر طبیعت

د نړۍ هغه عجیب ځایونه چې په لیدلو یې حیرانېږئ

ژباړه: حمیدالله حمیدي

د نړۍ په ځینو برخو کې داسې ځایونه شته، چې تر څو یې په خپلو سترګو ونه وینئ، هېڅ باور به ونه کړئ، چې په ریښتیا به هم داسې یو ځای موجود وي.

په دې لیکنه کې مو د نړۍ ځینې عجیب او جالب ځایونه درته معرفي کړي دي:

۱- خال لرونکی خوړ (Spotted Lake)، بریتیش کلمبیا، کاناډا

خال لرونکی خوړ (Spotted Lake)، بریتیش کلمبیا، کاناډا

دغه په زړه پورې او عجیبه خوړ د اوسویس کوچني ښار په شمال لوېدیځه برخه کې موقعیت لري. په اوړي کې ددغه خوړ اوبه تبخیر کېږي او معدني رسوبات یې خال خال د ځمکې پر مخ پاتې کېږي. داسې چې یو خال یې له بل خال سره په رنګ کې توپیر کوي. د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه خلک ددې سیمې لیدو ته ورځي.

۲- د تور څاه (Thor’s Well)، اورِگان ایالت، آمریکا

د تور څاه (Thor’s Well)، اورِگان ایالت، آمریکا

د تور څا چې د کاسې په څېر جوړښت لري او د اورګان په سواحلو کې موقعیت لري. دغه څه په ډېره زیاته پیمانه اوبه زبېښي چې بیا وروسته په ډېر لوړ فشار بېرته د ځمکې سر ته راوځي. داسې ویل کېږي چې دا د اورګان د سیند او یوه بل دریاب تر منځ یو غار دی چې د چت په څېر واقع شوی دی. کله له پاسه اوبه ورځي او کله هم له لاندې خوا ترې د اوبو جپه راوځي. د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه ګڼ سیلانیان ددې غار لیدو ته راځي او هغه وخت یې له لیدلو خوند اخلي چې اوبه بېرته له ځمکه څخه پورته په ډېر لوړ فشار راوځي.

۳- پاموک‌کاله (Pamukkale)

پاموک_کاله (Pamukkale)

پاموک کاله په ترکي ژبه کې د پنبې کلا ته وایي. دغه سیمه د ترکیې تر ټولو مشهوره عجیبه او طبیعي سمه ده، چې ټول خلک یې د دوی په ژبه د سپینو حوضونو په نوم پېژني. دغه ډبرې سلګونه کلونه وړاندې د اهکي رسوباتو په پایله کې جوړې شې دي او ډېر په زړه پورې جوړښت لري. ددې سیمې معدني اوبه په همدې ډنډونو ته ورته ځایونو کې ځای پر ځای کېږي، چې یوه ځانګړې ښکلا رامنځ ته کوي.

۴- د هیلییر جزیره (Lake Hillier)، لوېدیځه استرالیا

د هیلییر جزیره (Lake Hillier)، لوېدیځه استرالیا

دغه جزیره په ۱۸۰۲ کال کې د لویې جزیرې مجمع الجزایر (ریچرچ) چې په استرالیا کې واقع ده کشف شوې ده. ددې جزیرې رنګ د ټول کال په اوږدو کې هېڅ تغیر نه کوي. ویل کېږي چې د رنګ اصلي لامل یې هم د اوبو هغه باکتریاوې دي چې د دونالیلا په نوم معدني مواد او مالګې لري.

۵- بادابِ سورت(Badab-e-Surt)، ایران

بادابِ سورت (Badab-e-Surt)، ایران

دغه پلکاني ګاګرې«تِراوِرتَنی» د ایران په شمال کې موقعیت لري او د نړۍ په عجایبو کې راځي. زرګونه کلونه کېږي چې دغه ګاګرې په همدې ډول دي او هېڅ بدلون نه دی پکې راغلی. تراورتن هغه اهکي ډبرو ته ویل کېږي چې د ګرمو اوبو له هغه رسوباتو څخه جوړېږي چې مالګه لري. د رنګ سوروالی یې هم په دې چینو کې د زیاتې اوسپنې د موجودیت له کبله دی.

۶- د تیانزي غرونه (The Tianzi mountains)، چین

د تیانزي غرونه (The Tianzi mountains)، چین

د تیانزي غرونه د چین په شمال لوېدیځ کې د هونان په ولایت کې موقعیت لري. دغه تېره او ولاړ غرونه ټول په شنو وښو پوښل شوي دي. د نړۍ د ډېری مشهورو فلمونو ګڼې صحنې په همدې ځای کې ډکې شوې دي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

حمیدالله حمیدي

حمیدالله حمیدي په 1388 کال کې په کابل کې د افغانستان تخنیکي او مسلکي زدکړو په انستیتیوت (ATVI) کې د کمپیوټر ساینس ډېپارټمنټ څخه فارغ شوی. له ۲۰۱۱ م کال راهېسې سپوږمۍ راډیو سره دنده پیل کړې.
له سپوږمۍ راډیو سره د کار کولو پر مهال یې د پښتو ادبیاتو د شپې پوهنځی لوستی او په ۱۳۹۶ کال کې د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د پښتو ادبیاتو له څانګې فارغ شوی. حمیدي پر سپوږمۍ راډیو سربیره له نورو رسنیو سره هم همکاري کوي. په دې لړ کې له څه مودې راهېسې د یاران لپاره هم لیکنې چمتو کوي. په یاران کې د ښاغلي حمیدي د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق د یاران له ادارې سره خوندي دی.