له نړۍ مخکښان

د نړۍ لس ستر شتمن او میلیارداران؛ بیل ګیټس لومړی مقام بایلود

لیکنه: شریف شاهین

سږ کال د نړۍ د لس (۱۰) ټاپ شتمنو کسانو لیست تازه خپور شوی، چې پکې د امازون مشر لومړی، د مایکروسافټ کمپنۍ مشر دوهم، او د فیسبوک ریس مارک شپږم ځای لري.

دلته درته د نړۍ د شتمنو پوره نوملړ او د هر یو کس د سرمایې اندازه خپروو:

۱ـ جیف بیزوس – ۹۸.۶ میلیارده ډالر


جیف بیزوس د نړۍ د مشهورې کمپنۍ امازون.کام بنسټګر، مشر او اجرائیه رییس دی. هغه د امریکا مشهور تیکنالوجیست، پانګه اچوونکی او کمپیوټر پوه دی. نوموړي په ۱۹۹۴ کال کې امازون.کام د خپلې میرمنې سره یوځای رامینځ ته کړ. نوموړي سږ کال د نړۍ د شتمنو کسانو د نوملړ په سر کې ځای خپل کړ او اوس يې خالصه سرمایه ۹۸.۶ میلیارده ډالرو ته رسي.

۲ـ بیل ګیټس – ۹۰.۲ میلیارده ډالر


بیل ګیټس د امریکا مشهور پانګوال او د مایکروسافټ کمپنۍ شریک بنسټګر دی. په تیرو ۲۳ کلونو کې بیل ګیټس ۱۸ ځلې د نړۍ د شتمنو کسانو د نوملړ په سر کې ځان ته ځای نیولي؛ خو سږ کال نوموړی په دې لیست کې دوهم ځای لري. بیل ګیټس او میرمن يې په ګډه د ملنډا ګیټس فونډیشن په نوم خیریه بنسټ هم لري، چې د اړمنو کسانو سره مرسته کوي.
د نوموړي د سږ کال د سرمايې خالصه اندازه ۹۰.۲ میلیارده ډالره ده.

۳ـ وارن بفیټ – ۸۴.۳ میلیارده ډالر


وارن بفیټ د امریکا مشهور پانګوال او خواخوږی دی. نوموړی د (بیرکشیر هیتوای) مشر دی. وران ۸۴.۳ میلیارده خالصه سرمایه لري، خو اوس هم د ۵ خونو په زوړ کور کې چې یواځې ۶ زره مربع متره مساحت لري، اوسیږي. نوموړي دا کور په ۱۹۵۸ کال کې جوړ کړی و. هغه ۱۱ کلن و، چې سوداګري يې پیل کړې او اوس په نړۍ کې له ۶۰ زیاتې کمپنۍ لري. نوموړي ژمنه کړې، چې د خپلې سرمايې ۹۹ سلنه برخه به خیر خیرات ته وقف کړي.

۴ـ امانکلو اورتیګا – ۷۷.۹ میلیارده ډالر


امانکلو اورتیګا د هسپانیه مشهور سوداګر دی. نوموړي یو وخت د “زارا” په نوم د جامو د مشهور برانډ او کمپنۍ مشر او شریک باڼی و. د جامو دا کمپنۍ اوس په نړۍ کې له ۷ زرو زیاتې څانګې لري.

۵ـ کارلوز سلیم – ۷۵.۵ میلیارده ډالر


کارلوز سلیم د مکسیکو دی، چې د مکسیکو وران بفیټ يې هم بولي. نوموړي په لاتیني امریکا کې د ټیلي کمونیکشن په برخه کې یوه مشهوره کمپنۍ د امریکا مویل په نوم لري.
کارلوز په ګڼو برخو کې پانګه اچوونې کړې او همدا اوس له ۲۰۰ زیاتې کمپنۍ لري. نوموړی د وارن بفیټ برعکس د پیسو د خیراتولو سره خلاف دی او په دې باور دی، چې د کمپنۍ په پیسو باید نورې کمپنۍ جوړې شي.

۶ـ مارک ځیکربرګ – ۷۲.۳ میلیارده ډالر


مارک ځیکربرګ د مشهورې ټولنیزې رسنۍ فیسبوک مشر دی. نوموړی د کمپیوټر د پروګرامونو متخصص دی او انټرنیټي پانګه اچوونه کوي. مارک لا په هارډورډ پوهنتون کې سبق ویلو، چې د فیسبوک د جوړولو ذهنیت ورته پیدا شو او جوړ يې کړ.
نوموړۍ د نړۍ تر ټولو ځوان میلیاردر دی.

۷ـ بیرنارډ ارنالټ – ۶۳.۸ میلیارده ډالر


نوموړی د فرانسې دی. هغه انجینر دی او سوداګري يې وروسته له هغې پیل کړه، له کله چې ورته د پلار کمپنۍ ورپاتې شوه. نوموړی اوس په نړۍ کې د جامو مشهورې نړیوالې کمپنۍ لري. بیرنارډ د نړۍ د مشهورې کمپنۍ LVMH مشر دی. نوموړی اوس ۶۳.۸ میلیارده ډالره خالصه سرمایه لري. هغه یواځې په ۲۰۱۷ کال کې تر ۵ میلیاردو ډالرو ګټه وکړي.

۸ـ لاري ایلسن – ۶۱.۲ میلیارده ډالر


نوموړی د امریکا دی او د اورکل په نوم د سافټ ویر مشهوره کمپنۍ لري. نوموړي د امریکا د استخبارتي ادارې CIA ته هم ډیتابس جوړ کړی دی.

۹ـ ډویډ کوچ – ۴۹.۹ میلیارده ډالر


ډویډ کوچ د امریکا مشهور پانګوال دی، چې د کوچ په نوم مشهورې تولیدي فابریکې لري. نوموړی د کیمیاوي ټیکنالوژۍ په برخه کې کار کوي.

۱۰ـ میکل بلوم برګ – ۴۹.۷ میلیارده ډالر


نوموړی د امریکا مشهور سوداګر او سیاستمدار دی. هغه پخوا د نیویارک ښاروال هم پاتی شوی. میکل بلوم برګ د بلوم برګ ال پي په نوم د معلوماتي ټیکنالوژۍ مشهوره کمپنۍ په ۱۹۸۱ کال کې جوړه کړې چې اوس يې سرمایه ان ۵۰ میلیارده ډالرو ته رسیږي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

شریف شاهین