ياران
له ژوند سره تړلې خبرې

د نړۍ درې خوشاله هیوادونه، او دا چې ولې خوشاله دي؟

د ځانګړنو د بیلګو پر بنسټ د نړۍ ترټولو خوشاله سیمې

د یوه هیواد د وګړو د خوشالۍ او هوساینۍ اساسي فکتورونه درې دي: ۱. خوښي ۲. موخه (هدف) ټاکل ۳. په ویاړسره ژوند کول

په اندریوډ ټیلفون کې له دې ځایه یاران اپ ښکته کولی شئ. او د انټرنیټ په کمه ډیټا د یاران لیکنې لوستلی شئ

۱. کاستاریکا

د کاستوریکا د مرکزي امریکا یو جمهوریت دی. ډيری وګړي یې د خوشالۍ د خپرولو په موخه او د مینه ناک انداز له کبله یو بل په ټیکاز (Ticos) یادوي، چې فوق العاده ټولنیز ملاتړ یې بولي. دغه فوق العاده ټولنیز ملاتړ (Ticos) هغه ازادي ده، چې د کاستوریکا هیواد هر وګړی کولی شي په خپل ژوند کې خپلواک واوسي او د سخاوت فرهنګ دود کړي. په دغه هیواد کې د پیورا ویډا (Pura Vida) ذهني قوه او د قدر پیژندنې (مننې) مثبت فکر د هر وګړي په ذهن کې ځای نیولی او په خپلو ورځینیو چارو کې ترې ګټه اخلي، چې دا کار په خپله د خوښۍ او ویاړ سرچینه ده.

۲. ډنمارک


د ډنمارک هیواد څه ناڅه د خوښۍ له ټولو برخو څخه برخمن دی او د نړۍ د نورو هیوادونو په پرتله په کې د خوشاله او له ژوند څخه د راضي خلکو سلنه لوړه ده. دغه هیواد نه یوازې د موخې (هدف) ټاکلو له فرهنګ څخه برخمن دی، بلکې د خوښۍ او ویاړ دوه نور فکتورونه هم دلته د جدول په لومړي سر کې ځای لري. د دغه هیواد دولت خپلو ښاروندانو (اتباعو) ته د ژوند ټولې چارې اسانه کړي او له ښاروندانو سره یې د روغتیا پالنې او یاهم د تعلیم د فیس د ورکړې په هکله هیڅ ډول ویره او تشویش نشته؛ نو په همدې اساس عام خلک یې ازاد دي چې د خپلې خوښې دنده ترسره کړي او له خپل تفریحي وخت څخه خوند واخلي. ډنمارک میشتي وګړي نه یوازې دا چې خپل کارونه په سوله ییزه فضا کې ترسره کوي او د خوښۍ احساس کوي، بلکې د ویاړ احساس هم لري.

اوس تاسو کولی شئ چې خپل موبایل ټیلفون کې یاران اپ ښکته کړئ.
په اندریوډ او ایفون دواړو اپ سټورونو کې یاران په انګلیسي ( Yaraan ) تورو وپلټئ او زموږ اپ تر لاسه کړئ

۳. سینګاپور

د سنګاپور خلک د خوښۍ له درېیم فکتورڅخه برخمن دي، چې د شننونکو په اصطلاح (له ژوند څخه رضایت یا خوښي ده) او زموږ او ستاسې په عامیانه اصطلاح ویاړلی ژوند دی. ډیری سینګاپوریان د بریا پر لور مشخصه او روښانه لار غوره بولي او کله چې بیا خبره د دندو او کار په انتخاب باندې وڅرخیږي، نو نه غواړي چې مالي خطرونه په ځان ومني. د دغه هیواد وګړي هله ځان ارام احساسوي، چې کله په یوې قبیلې، مذهب، سترې کورنۍ او یاهم د سپورټ په یوه ټیم پورې تړلي واوسي. سینګاپوریان قانون ته ارزښت ورکوي او د قانون درناوۍ کوي او خپل ارامتیا د ښو او بدو کارونو په پیژندلو کې لټوي. په دغه هیواد کې د سختو قوانینو په پلي کولو سربیره، خلک یې اوسمهال د نړۍ د نورو هیوادونو په پرتله د ترټولو ټیټه کچه منفي اغیز لاندې دي (هغه کسان چې په دغه هیواد کې ژوند کوي، د غوسې، خپګان، سټریس او تشویش کچه یې ټیټه ده).

تبصرې
Loading...