ژوند بڼه طبیعت له نړۍ

د نړۍ تر ټولو یخه سیمه؛ د خلکو ژامې کړچیږي، باڼه يې کنګل شوي

لیکنه: شریف شاهین

واشنټن پوست د نړۍ د هغې برخې انځورونه خپاره کړي، چې د ځمکې مخ په سپینو واورو پوښلی او له یخنۍ په کې د خلکو ژامې کړچیږي؛ باڼه يې کنګل شوي او خواړه یخ ګرځيدلي.
دا د روسيي اړوند سایبریا کې د (اویم یکون) په نوم کلی دی، چې تقریبا ۵۰۰ خلک پکې ژوند کوي.
د هوا پیژندنې د سیمه ایزې ادارې د وروستیو معلوماتو په اساس دغلته د تودخې درجه منفي اته اتیا 88- فارنهایت ته ښکته شوې ده.
د نړۍ د یخو سیمو په تاریخ کې دا یواځینۍ سیمه ده، چې پکې خلک په دایمي ډول میشت دي.

د ایوم یکون کلي ته د غزیدلي سړک ماښامنی انځور، فارنهایټ منفي ۶۳

یاده سیمه کې په ۲۰۱۳ کال د تودخې درجه تر 98- فارنهایټ ښکته شوې وه. دا له ۱۹۳۰ کال راورسته تر ټولو ټیټه د تودخې درجه ده.
پرون (سه شنبه) سیمه کې ښوونځې وتړل شول. زده کوونکي د فارنهایټ په منفي ۴۰ کې هم ښونځیو ته تلل.
سیمه کې موټر حرکت نشي کولای، سبزي جات او حبوبات په نیشت حساب دي؛ خو د سيمي مرکزي مارکیټونه خلاص دي. دغلته ماهیان ډير دي او په دوکانونو کې امبار امبار ایښي. خلک ورځي، اخلي يې او اومه (خام) يې خوري.

سیمه کې د ماهیانو بازار

له دې سربیره خلک د اسونو ځیګرونه هم اومه او نیم پاخه خوري.
حکومت په ځینو سیمو کې مرکزي سندلۍ (ګرم خوني) جوړې کړي، چې خلک پکې ځان ګرموي.
جنراټوري بریښنا هم په سیمه کې فعاله ده.
سیمې ته ځينې تصویري خبریالان ورغلي، چې له قوله يې راغلي؛ سیمه کې د عکس اخستلو پرمهال د سړي لاسونه کنګل کیږي او د عکسونه اخیستل ستونزمن دي.

خلکو له خپلو کورونو بهر تشنابونه جوړ کړي او خپل حاجت پوره کوي.

سیمه کې د حاجت رفع کولو کمودونه دي

سابیریا ټایمز لیکلي، چې تر اوسه یمه کې د دوو کسانو د مرګ خبر ورغلی. ددوی دوو کسانو موټر په یوځای کې بند پاتې شوی و، او کله چې دوی پلي شوي ول، په لاره کې یخنۍ وژلي.
خبریالان وايي، سیمه کې خلک په کوڅو کې نه ډیر ودریږي او نه هم چا سره خبرې کوي. دوې معمولا له یوه ځایه بل یا له یوه کور بل ته ډیر په چټکۍ ځي، څو ځانونه ګرمو خونو ته وروسوي.
سیمه ایز حکومت د بک اپ یا کومکي بریښنا د موجودیت ډاډ هم ورکړی.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

شریف شاهین