سپورټ مخکښان

د نړیوال کرکټ ۱۰ غوره ښځینه لوبغاړې، چې ځینې یې اوس هم مخکښې دي

لیکنه: مدثر دعوت

ليکنه : مدثر دعوت

له پيل څخه کرکټ د نارينوو په واک کې وو، لوبغالي، لوبي، لوبډلي، لنډه دا چې هر څه د نارينوو په خوښه ترسره کېدل.

کله چې کرکټ پرمختګ وکړ، ښځينه نړيوال کرکټ هم رامنځته شو، ښځينه لوبغاړو ريکارډونه جوړ کړل او په خورا ښه تخنيک او جذباتو سره اوس هم دا دی لوبې ترسره کوي.

د ښځينه کرکټ پرمختګ په کرکټ کې لوی بدلونونه راوستي. اوس يوازي نارينه کرکټران مينوال نه لري او نه هم يوازې دوی د خلکو په زړونو او ژبو حکومت کوي، بلکې اوس په نړيوال کرکټ داسې ښځينه پياوړي لوبغاړې هم شته چي په زرګونو منډې يې ترسره کړي او ډيري زياتي ویکټې يې ترلاسه کړي دي.

په تيرو څو کلنو کې د ښځينه کرکټ په برخه کې ډيرې مرحلې ليدل شوي. په دغه لړ کې د ښځينه لوبغاړو بشپړ مسلکي قراردادونه، د شل اوريزو ليګونو زياتوالی، لکه WBBL,KSL په څېر، او په 2017 ز کال کې تر ټولو لوی ښځينه نړيوال جام، چې د اټکل له مخې يې کابو 150 ميليونو کسانو څخه زيات ليدونکي درلودل.

ښځينه کرکټ د نارينوو له کرکټ سره يو څه توپير لري، د لوبډلو کموالی، لنډي بونډرۍ، د توپ سپکوالی او ځيني نور مسائل.

موږ هڅه کړې د ښځينه کرکټ د تاريخ هغه لس لوبغاړې چې کرکټ اوسپورټ يې غني کړی در وپېژنو:

۱ـ ريچل هيهو( انګلينډۍ لوبډلمشره،د ۱۹۶۰ز څخه تر۱۹۸۲ز کال پورې)

ريچل هيهو وروسته ترهغې چې د نړيوال کرکټ څخه تقاعد شوه، دا يې هڅه او هيله وه چې د ورزش په برخه کې ښځې وروزي او دوی ته ډېر رول ورکړي.

ريچل په خپلې لوبډلمشرۍ کې ډېره برلاسې وه.

کله چې ريچل هيهو لوبډلمشره وه ، انګلستان د ۱۹۶۶ز څخه تر ۱۹۷۸ز کال پورې د ټيسټ لوبو يوه لړۍ هم ونه بايله.

په ۱۹۷۳ز کال کې يې خپله لوبډله د لومړني نړيوال جام سرته ورسوله.

هيهو يوازینۍ لوبغاړې ده چې د ښځينه کرکټ په تاريخ کې يې په د ټيسټ لوبو کې لومړۍ شپږيزه وهلې ېده.

په يو ورځنيو لوبو کې يې اوسط تر ۵۸ لوړ دی او همدا ډول په ټيسټ لوبو کې يې بيا اوسط تر ۴۵ لوړ دی.

ريچل هيهو چې به کله لوبه ترسره کوله دا يې په دماغ کې انګېزه وه، چې د ښځينه ورزش لپاره به کار کوي او خپلې هڅې به نه پرېږدي.

ريچل تېر کال د ۷۷ کلونو په عمر له نړۍ څخه سترګې پټې کړې.

۲ـ کټرين پيتزپاټريک(اسټراليايۍ توپ اچوونکې، د ۱۹۹۱زڅخه تر ۲۰۰۷ز کال پوري)

کټرين د ښځينه کرکټ په تاريخ کې ډېره تېز توپ اچونکې لوبغاړې وه.

د اسټراليا لپاره کټرين تربلې  هرې توپ اچوونکې ډېرلوبغاړي سوځولي دي.

پيتزپاټريک خپل نړيوال کرکټ ته په ۱۳ ټيسټ لوبو کې د ۶۰ لوبغاړو په سوځولو او په ۱۰۹ نړيوالو يو ورځنيو لوبو کې د ۱۸۰ لوبغاړو په سوځولو د پای ټکی کښېښود.

دې د اسټراليا لپاره په ۱۹۹۷زکال او ۲۰۰۵ز کال نړيوال جامونو کې د پام وړ توپ اچوونه ترسره کړل او ځانګړی ځای يې درلود.

کټرين په ۲۰۰۰زکال نړيوال جام کې ډېره اغیزناکه توپ اچوونه ترسره کړه او خپله لوبډله يې د نړيوال جام تر پايلوبي ورسوله.

ددې ترڅنګ چې د ډيرو ویکټو د اخيستلو وړتيا يې درلوده، ورسره ډېره اقتصادي توپ اچوونکې هم وه او د کټرين په توپ به په ډېرې سختۍ سره منډي راتللې.

۳ـ بيټي ويلسن (اسټراليايۍ الرونډره د۱۹۴۸ز څخه تر۱۹۵۸زکال پورې)

بيټري ويلسن لومړنۍ کرکټره ده چې په ټيسټ کې يې لومړۍ سليزه ترسره کړه او په همدې ټيسټ کې يې ۱۰ ویکټې ترلاسه کړې.

که څه هم بيټي يوازې ۱۱ ټيسټ لوبې ترسره کړي، خو له ځان سره نه هېرېدونکي ريکارډونه لري.

دښځينه کرکيټ يوه غوره الرونډره وه، د کرکيټ په دواړه اړخونو کې که نارينه او یاښځينه وي، دا لومړنۍ لوبغاړې شوه چې په ټيسټ کي هم سليزه ترسره کړې او هم ۱۰ ویکټې یې ترلاسه کړي.

په ښځينه کرکټ کې په لومړي ځل ويلسن په ټيسټ لوبو کې هيټريک وکړ.

بيټي ويلسن په ۲۰۱۰ز کال کي ساه ورکړه.

۴ـ ډيبي هوکلي(نيوزلينډۍ کرکيټره د۱۹۷۹ز څخه تر۲۰۰۰ز کال پوري)

ډيبي هوکلي د نيوزلينډ هغه پياوړې کرکيټره وه چې تر اوسه د اکثريت مينوالو په ياد کې ده.

ډيبي ۱۸ کلونه وړاندي تقاعد شوې ده.

په ټيسټ لوبو کې ددې اوسط ۵۲ او په يو ورځنيو لوبو کې يې اوسط ۴۲ ته رسېږي.

د ۲۱ کلونو په جريان کې د غوره کرکيټ وړاندې کولو ريکارډ لري.

هغه لومړنۍ لوبغاړې وه چې په يو ورځنيو لوبو کې يې ۴۰۰۰منډې پوره کړي، او تر۱۰۰ زياتې يو ورځنۍ لوبې يې ترسره کړيدي.

په نړيوال جام کې يې تر ټولو زيات مينوال درلودل او د ۱۹۹۷ز کال نړيوال جام د پايلوبې غوره لوبغاړې وه.

۵ـ سټافني ټايلر(ويسټ انډېزۍ لوبدلمشره د ۲۰۰۸ز کال څخه تر اوسه پوري)

سټافني ټايلر د اوسنۍ زمانې د ښځينه کرکيټ لپاره وياړلې څېره ده.

سټافيني ټايلر يوه قوي او پياوړې ويسټ انډېزۍ الرونډره ده، دا لوبډلمشره په کيڼ لاس توپوهنه کوي او يوه غوره توپ اچوونکې ده چې هرکله په خپل پلان کي بريالۍ وي.

ټايلر يوازنۍ لوبغاړې ده چې په دريو پرلپسې نړيوالو ۲۰ اوريزو لوبو کې نيمه سليزې وهلي دي.

ټايلر په يو ورځنيو لوبو کې په ۴۳ اوسط لوبه ترسره کوي.

سټافيني ټايلر د ۲۰۱۶ز کال ۲۰ اوريز نړيوال جام په خپلې لوبډلمشرۍ کې د ويسټ انډيز لپاره وګټي، او د همدې نړيوال جام غوره لوبغاړې ونومول شوه.

په ۲۰۱۱ز کال کې د کرکټ د نړيوالې شورا له لورې ورته د کال د غوري کرکيټرې جايزه ورکړل شوه.

۶ـ ميتالي راج (هندوستانۍ لوبغاړې د ۱۹۹۹ز کال څخه تر اوسه پوري)

د هندوستان کرکټ لوبډلمشره د يوې تجربه کارې او پياوړې لوبغاړې په حيث لوبغالی هرکله په جوش راولي.

ميتالي راج په نړيوال کرکټ کې ۸۰۰۰ منډې لري او لاهم مخته روانه ده.

میتالي خپل سفر د ۱۹۹۹ز کال راپه ديخوا پيل کړ، په نړيوال کرکټ کې د پام وړ سليزې لري او هرکله يې د خپلې توپوهنې په جادو سره مينوال متاثره کړي دي.

هغې په خپله دريمه ټيسټ لوبه کې چې د ۱۹ کلونو په عمر وه، د انګلينډ پر وړاندې د ۲۱۴ منډو په ترسره کولو نړيوال ريکارډ مات کړ.

راج د تيرو څو کلونو راهيسې د هندوستان په ښځينه کرکټ کې غوره څېره ده.

په ۲۰۰۵ز کال نړيوال جام کې ميتالي په دې وتوانېده چې خپله لوبډله تر پايلوبې پورې ورسوي.

په ۲۰۱۷ز کال نړيوال جام کې سره له دې چې لوبډله يې تر پايلوبې ورسوله، ورسره يې د لوبډلې د مهمې او حسابي لوبغاړي په حيث دنده ترسره کړه.

ميتالي راج په ۲۰۰۳ز کال کې د ارجونا په نوم معتبره جايزه ترلاسه کړه.

۷ـ سارا ټايلر (انګلينډۍ لوبغاړې د ۲۰۰۶ز کال څخه تر اوسه پوري)

سارا ټايلر هغه ویکټ کېپره ده چې په ښځينه کرکټ کې تر اوسه پورې نده ليدل شوې.

او یوازینۍ هغه ځوانه کريټره ده چې په يو ورځنيو لوبو کې يې ۱۰۰۰ منډې ترسره کړي دي.

ټايلر د تېر کال نړيوال جام په ګټلو کې يوه مهمه لوبغاړې وه او هم په ۲۰۰۹ز کال ۲۰ اووريز نړيوال جام کې.

هغې د خپل مسلک له پيل څخه تراوسه تر ۶۰۰۰ پورې منډې کړي او په خپله ویکټ کېپرۍ کي يې زيات د پام وړ کېچونه نيولي دي.

۸ـ بلينډا کلارک (اسټراليايي کرکيټره د ۱۹۹۱ز کال څخه تر ۲۰۰۵ز کال پورې.)

د ۱۹۹۴ز کال څخه تر ۲۰۰۵ز کال پورې د اسټراليا ښځينه کرکټ لوبډلمشره وه، چې په خپلې لوبډلمشرۍ او ډيرو منډو يې دوه ځلې لوبډله د نړيوال جام تر بريا رسولې.

کلارک په يو ورځنيو لوبو کې د اسټراليا لپاره يوه د ډيرو منډو د ترسره کوونکو کرکټرانو څخه ده.

په يو ورځنيو او ټيسټ لوبو کې يې په ۴۵ اوسط لوبه ترسره کوله.

۹ـ چارلوټ ايډوارډز (انګلينډۍ لوبغاړې د ۱۹۹۶ز کال څخه تر ۲۰۱۶ز کال پوري)

د انګليستان ښځينه کرکټ لوبډله هغه وخت په غوره پړاو کې شوه چې کله يې چارلوټ لوبډلمشره شوه.

د ايډوارډز په لوبډلمشرۍ کي انګلينډ نړيوال جام او داسټراليا څخه درې د لوبو لړۍ وګټل.

چارلوټ یوه ځوانه ښځه وه چې د انګلينډۍ لوبډلې نمايندګي يې کوله.

ايډوارډز يوازینۍ هغه کريټره ده چې په ۲۰ اوريزو لوبو کې يې ۲۵۰۰ ډيرې تيزې منډې ترسره کړيدي، او په يوه پنځوس اووريزه لوبه کې د ۱۷۳ منډو ريکارډ يې د ډېر وخت لپاره جوړ کړ.

په ټيسټ کي ۴۴.۱۰، په يو ورځنيو کي ۳۸.۱۶ او په ۲۰ اووريزو لوبو کي ۳۲.۹۷ اوسط لري.

۱۰ـ جولان ګوسوامي (هندوستانۍ توپ اچوونکې د ۲۰۰۲ز کال څخه تراوسه پوري)

د ښځينه کرکټ په نړۍ کې يوه له تيزو توپ اچوونکو څخه جولان ده.

جولان ګواسومي په ۲۰۰۷ز کال کې د کرکټ د نړيوالې شورا د غوره ښځينه کرکټرې جايزه وګټله.

ګواسومي په يو ورځنيو لوبو کې ۲۰۰ لوبغاړي سوځولي دي او په ټيسټ کرکټ کې ۴۰ همدارنګه په ۲۰ اووريز کرکټ کې يې ۵۰ لوبغاړي د ستاينې وړ اوسط سره سوځولي دي.

تر اسټراليايۍ توپ اچوونکې کيټرين وروسته جولان ګواسومي د ښځينه کرکټ د يو ورځنيو لوبو په تاريخ کي ترټولو مخکښه ویکټ اخيستونکې ده.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مدثر دعوت

مدثر دعوت هلمند میشتی ژورنالیست دی. د یاران لپاره په سپورتي برخه کې لیکنې کوي. په یاران کې د ښاغلي مدثر د لیکنو د بیا خپراوی حق له یاران سره خوندي دی.